ښځه او ټولنه
که دبشر يت تاريخ ته نظر واچوو نو دښځو ونډه پکې بر جسته کيږي ښځه که په يو لاس زانګو زنګوي خو په بل لاس جهان زنګوي ددنيا نوابغ او قهرمانان دښځو په غږکې روزل کيږي ٠ښځه مورده ښځه خور ده ښځه مينه ده او ښځه ده چې دما شومانو پا لونکې اولمړنې ښوونکې ده او د خپل کور ريسه ده ٠ښځه هر کله دکور ډيوه بلل کيږي ټو لنه يوه کوتره ښځې او نارينه دهغه وزرونه بلل کيږي کوتره نه شي کولای چې بيدون له وزرو نه خپل دهدف مقام ته ورسيږي نو زمونږ په جګړه ځپلي وطن کې هم دښځو ونډې ته ضرورت پيدا کيږې.
چې زمونږ د وطن بيدارۍ ښځې خپله ونډه دتاريخ په بيلا بيلو پړاونو کې بر جسته کړيدي زمونږ زړه ورې خويندې هر کله خپلو زړ ورو ورنو سره يو ځای دژوند او دټولنې دچارې په پر مخ بيولو کې خاصه ونډه اخستې ٠
ا فغاني خويندې خپل پښتانه ورونو ،پلرونو،سره دکروندو دشوديارو نه نيولې دجنګ ميدانونو سر حد پورې مټې نغښتي دي چې دقهرمانۍ ملاله نوم د يادولو وړ بولم٠
پښتنۍ ميندې دخپل بچيانو په روزلوکې خپله فعاله ونډه اخستې خپلو بچو ته په زانګو کې د مذهب، غيرت، او نيک نامي سبقونه ښيي .
دښځو ونډه په ټولنه کې مهم رول لري داخو مور ده چې ټولنې ته ښه او بد کسان وړاندې کوي چې ښه مثالونه يې مونږ دسر په سترګووليدچې دنړيوالو په مخکې خپلو نيکونو په پل باندې قدمونه کيښود او د يو تل پاتې ازاد او مستقل افغانستان د پاره يي سرونه قربان کړ نو دا د ښځو دنده ده چې دوطن او مذهب د قانون او مقرراتو سره سم نيک عمل بچيا ن ټو لنې ته وړاندې کړي که داسلام زرين تايخ ته نظر واچوو نو د اوس نه پخوا هم دنړۍ پرهيزګارو ښځو دالله په رضايت دستاينی وړ ابتکارات لري چی دمثال په توګه دحضرت بی بی خديجه اولين چاچی داسلام په تګ لاره کې خپل علاقه وښودله ښه مثال ورکولې شو همدارنګه اولين چا چی دمسلمانانودزخميانو او نورو ناروغانو تداوي او خدمت کړاې هغه مبارکه حضرت رفيده رضی عنها نوميده او دچا په حق کی چی الله (ج) لخوا مکمل سورت نازل شويده او دهغه په پاکوالې چی خداې پخپله تصد يق کوي هغه مبارکه حضرت عائيشه ام المو منين رضی الله عنها وه او هغه پيغله چی شپه او ورځ د الله (ج) په عبادت کی بوخته او دخداې( ج) له سختۍ ازموينی سره مخامخه شوه او هغه ورته د منلو سر ښکته کړه هغه حضرت بی بی مريم وه کوم چی دالله په حکم د معجزی په توګه حامله کړاې شو حضرت بی بی مريم هغه رښتينې پرهيز ګاره وه چی هرڅه وګالل چی د هغه د الله دخوښی دپوره کولو لپاره زغمل يي ضروري وو٠
او هغه څوک چی حضرت عمر رضی الله عنه وته داسی وويل چی لږ درعيت په باب دالله نه ويره کوه هغه هم يوه ښځه وه هغه مبارکه حضرت خوله بنت سعلبه وه ددغو پرهيز ګارو ښځو تر څنګ زمونږ په وياړلې تاريخ کی دنازو انا زرغونه انا غازي ادې قهرمانه ملاله او داسی نور نومونه ديادونی وړ بولم دا هغه ژوندي مثالونه دي چی ټولنه پری افتخار کولاې شي نو مونږ ويلاې شو چې ښځې د ټولنۍ هغه قشر دي چې د هيواد راتلونکي نسلونه د هغه په غيږ کې روزل کيږي نن چې په ټوله نړۍ کې دښځو نړيواله ورځ نمانځل کيږي په کار داده چې د افغانستان حکومت هم بايد د ښځو ونډی ته په ټولنه کې توجو وکړي او ښځو ته په ټولنه کې ديو فعال قشر په توګه امتياز قايل شي او په اجتماعی فعاليتونو کې ورته دکار زمينه مسايده کړي ښځو سره د کار کولو دنده هغه چاته وسپارل شي چې د ښارنو نه د کليو او بانډو ته سفرونه وکړي او منظم سيار صحی تبليغاتي ګروپونه جوړ د مور او ماشوم تر عنوان لاندې داسي پرو ګرامونه جوړ کړي چې زمونږ کليوالۍ خويندي په دي پو شي چې دوی څنګه کولاې شي ټولنۍ ته صحتمند ماشومان وړاندې کړي او څنګه کولاې شي چې دامراضو څخه جلو ګري وکړي او داسی نور تعلمي او روزنيزپروګرامونو ته پراښتيا ور کړي دا ځکه چې د ښځو د نه موجوديت په ټولنه کې د ټولنۍ د ورسته پاتې والۍ عامل کڼل کيږي نو د ښځو وڼده په ټو لنه کې يو هطمي شرط دي په درنښت