ښوونه څه ته وایي؟
ښوونه د زده کوونکي د معرفت غوښتنې د پراختیا او قابلیت مهم عامل د نړۍ لید او شخصیت جوړونې او انساني لوړو خویونو او د ښکلا خوښونې د احساس هڅول دي.
معلومات او ښوونه یو له بله سره ډېرې مستقیمي اړیکي لري، په بله ژبه معلومات د ښوونې نتیجه او ښوونه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره اساسي لاره ده. د روزنې د پرمختګ او د انسان د شخصیت په جوړونه کې د معلوماتو او ښوونې نقش ډېر مؤثر دی.
دیدکتیکل:
دعلم هغه ساحه، چې د معلوماتو او ښوونې مهم او اساسي پرابلمونه حل کوي د دکتیکل په نامه د ښوونکي مانا ورکوي د (دید سکاودید سکالیس) کلمې هم د ( دیدکتیکل) په کلمې پورې مربوطې دي، چې ( دیدسکا) د زده کولو سبق ورکولو او ( دید کالیس) د معلم یا ښوونکي مانا ورکوي.
دیدکتیکا یا د معلوماتو او ښوونې یظریه د پیداګوژي یوه مهمه برخه ده، پیداګوکیکل به یوناني کلمې (پیداګوسوس) څخه اخستل شوې ده، چې مانا یې ماشوم یوسه، ماشوم راوله یا کوچنې بوځه، کوچنې راوله ده.
په لرغوني یونان کې اشرافو او ارستوکراتانو ځانګړي خدمتګاران لرل، چې د دوئ کوچنیان به یې له کوره ښوونځي ته او د درس نه بعد به یې له ښوونځي څخه کورته راوستل. دا ډول وګړي به یې د( پیداګورس) په نامه یادول څنګه چې په پخوا زمانو کې د علم او روزنې ساحه محدوده وه، نو معلومات د ( دیدکتیکل او پیداګوسوس) په مورد کې په یو کتاب کې ځایدل او اوسمهال هم دا طریقه جریان لري، خو باید وویل شي، چې د دیدکتیکل علم اوسمهال ډېر انکشاف کړې دی او د یو مستقل علم په توګه پېژندل شوې دی او په دې وروستیو وختونو کې د دیدکتیکل په اړه پوهانو زیات کتابونه لیکلي دي دیدکتیکل ته ښوون لیک هم وایي دا علم د منطق سره ارتباط لري، چې منطق د تفکر جوړښت او قانون رازده کوي او ښوون لیک دا قوانین په نظر کې نیسي او د تدریس په بهیر کې د زده کوونکو د تفکر د انکشاف لپاره لارې چارې ټاکي.
ښوون لیک د مختلفو مضمونونو د تدریس د اصولو په اړه لازم او ضروري لارښوونې کوي او هغه اصول په لیک باندې دایماً تکیه کوي او له علمي اساساتو څخه یې ګټه اخلي د مختلفو مضمونونو د تدریس لارې توضیح کوي د تدریس دا اصول د ښوون لیک د انکشاف لپاره لازم مواد برابروي لکه څنګه چې د مخه ذکر شول دیدکتیکل پخپله نه دې پیداشوې، بلکې اوږد تکاملي تاریخ لري. د ښوون لیک د انکشاف په لار کې ډېرو پوهانو ارزښتناکه ونډه اخستې ده.
ښوون لیک د ډېرو پخوانیو زمانو څخه راپدېخوا په لرغوني یونان کې موجوده وه، خو تر اتلسمې پېړۍ پورې په دې اړه په مشخصه توګه کتاب په لاس کې نه ؤ. لومړې عالم، چې د معلوماتو او ښوونې په باره کې یې نسبتاً بشپړ او د منلو وړ نظریات وړاندې کړل د (۱۵۹۰-۱۴۷۰م) پورې مشهور چکي پیداګوک( یزاموس کومنکي) دی د کومنکي پیداګوګي ټول نظریات دده په ارزښتناکه اثر لوی دیدکتیکل کې راټول شوي دي کومنکي د تقلیدي او میکانیک تدریس په ضد راپورته شو، چې دده په عصر کې یې رواج درلود او د لومړي ځل لپاره یې د تدریس صنفي اصول تهیه کړل. داچې نن مونږ د تدریس اصولو څخه استفاده کوو د دغه پوه له ابتکاراتو څخه استفاده کوو. پردې سربېره کومنکي د ښوونې د یو شمېر اساساتو بنسټ اېښودونکې هم دی، چې د هغې له جملې څخه دیتماتیکي ښوونې اساس د عیني ښوونې اساس، د ښوونې د ټینګ والي اساس دی. دې د ښوونې او روزنې د رتباط په باره کې ګټور نظریات لري.
۲- فرانسوي فیلسوف(ژان ژاک روسو) ( ۱۷۱۲-۱۷۷۸ م) ژان ژاک روسو د زده کوونکو د ښوونې او روزنې په اړه د قدر وړ خدمتونه کړي دي. دې په ښوونې کې د ( کومنکي) د نظريي پېرو ؤ او د آزادۍ ښوونې او روزنې سپارښتنه کوي. ده به تاکید کاوه، چې کوچنیان په اصل کې پاک او سپېڅلي د پېداشوي دي وروسته دوئ له لویانو او له چاپېریال څخه، چې پکې ژوند کوي خویونه او عادتونه زده کوي. دده په عقیده ددې لپاره، چې کوچنیان د خپل چاپېریال په ناپاکېو ککړ نه شي باید، چې ښوونځي له ټولنې څخه لرې په ځنګلونو کې جوړ شي. د روسو په نظر باید، چې په ښوونه کې د زده کوونکو د زیار اېستلو او فعالیتونو استعدادونو او ځواکونو ته په مستقلانه توګه انکشاف ورکړل شي ده ویل: د زده کوونکو د ذهن روزنه د دولس کلنۍ وروسته باید پېل شي، ځکه دده په عقیده د زده کوونکو ذهن تر دولس کلنۍ پورې انکشاف نه کوي. ده د دولس کلن زده کوونکي ذهن د عقل خوب ګڼلو.
۳- سویډني پېداګوګ( ای اهن سنریخ پستولاسي) ( ۱۷۴۶-۱۸۲۷ م) چې د لومړنېو ښوونو له بنسټ اېښودونکو څخه دی، دده په نظر د کوچنیانو زده کړه باید، چې له ډېره کوچني منګ( سن) څخه پېل شي لکه، چې ویل یې: د ماشوم د زږېدو لومړې ساعت دده د زده کړې لومړې ساعت دی. په ښوونه کې د (پستو لاسي) ډېر مهم خدمت ته هر اړخیزه ښوونه ویلې شو. دې د ښوونې ډېر مهم خدمت د ماشوم د معرفت غوښتنې د قابلیت انکشاف، د روحي قدرت بیدارول منطقي فکر ګڼي.
(پستولاسي) د معلوماتو د مضمون ساحه ډېره پراخه کړه دی پېشنهاد کوي، چې کار او زحمت باید د زده کړې د اساس او بنسټ په توګه په نظر کې ونیول شي. یعنې د ښوونځي سره د ژوند د اړیکو تاکید کوي.
د(پستولاسي) نور خدمتونه دادي، چې نوموړي د ژبې، ریاضي او هندسې د تدریس د اصولوپه باره کې ډېر زیات اثار لیکلي دي.
۴- الماني مشهور پیداګوګ( ادولف دیسترویک) ( ۱۷۹۰-۱۸۴۴م) پېشنهاد وکړ، چې ښوونه او روزنه باید د ماشوم د هر اړخیزه انکشاف سره یو ځای پېل شي نوموړي د مستقلانه زده کړې پلوې ؤ، د (دیستروید) ټول پېداګوژیکي عقاید دده په مشهور اثر کې چې ( المان د ښوونکو د معلوماتو په باره کې دستورالعمل) نومېږي ځای کړل شوي دي. په دې اثر کې یې د ښوونې ځیني اصول ذکر کړیدي له هغې جملې څخه په ښووونه کې باید له ساده څخه مرکب، له معلوم څخه مجهول، له نژدې څخه لرې او له نسبتاً اسان څخه نسبتاً مشکل ته تګ دده له مهمو ټکو څخه دی. دا د حافظې د روزنې په اړه دا رنګه وایی: که چېرې د ښوونې هدف زده کول او بیا له یاده ویل وي، دې طرز ته د حافظې خرابول وایي.
۵- ک.د. وشسنلي (۱۸۲۴-۱۸۷۰م) د علمي پوهو د سیستم زده کولو، د ذهني قابلیت انکشاف او زیاتره د زده کوونکو د ازادانه کار کولو او د تېرو موضوعاتو د تکرار پلوې ؤ. په ځانګړي توګه دی ددې نظریي پر ضد ؤ، چې زده کوونکي څه زده کوي باید یو د بل سره د مضمونونو اړیکې په نظر کې ونیول شي.
ښویالی محمد شفیق شرفزی