ښه جوار !

يو کلي کي بزګر چي تل به یې د جوارو ښه فصل درلود، دې جوارو به ورته ښه ګټه او جوايز راوړل.

هر کال به ده د ولايت په سطحه د ښه فصل جايزې ګټلې.

يو کال يوې ورځپاڼي وغوښتل چي ددې بزګر بريالي فصل په راز پوه شي، نو یوه مرکه یې ورسره برابره کړه.

خبریال ترې دبریالیتوب په اړه وپوښتل؟

بزګر خبريال ته وويل :چي زه د خپلو جوارو تخم له ګاونډي سره شريکوم

خبريال ويل تاسي څنګه د خپل بهترين جوارو تخم له ګاونډي سره شريکوئ، پداسي حال کي چي هغه هم په سيالۍ کي ستاسي سيال دئ؟

خبریال وویل ولي؟

بزګر: تاسو پوهيږئ، چي سېلۍ(باد) د بوټي د ګل ګرد الوزوي، او پټي په پټي یې شيندي، که زما  ګاوندى ټيټ او خراب جوار ولري، نو دهوا له کبله زما فصل هم خرابوي او د جوارو کيفيت اغېزمنوي.

نو ځکه که زه ښه فصل غواړم زما ګاونډى هم بايد ښه فصل ولري.

جوار
جوار

پاملرنه: که غواړي چي بريالى او خوشحاله ژوند ولرې د د خپلو دوستانو، ګاونډيانو او ملګرو لپاره یې هم وغواړه  هغه څه چې دځان لپاره خوښوو)ځکه چي دا د انساني فطرت غوښتنه هم ده.

الفت څه ښه وايې:

داسي خوشحالي دي خداي په هيڅ کور کي پيدا نه کړي
يو کور کي وير وي او بل خاندي د ليلا سره

کلتور او ادبیات

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب