ژبه، ادبپوهنه او ژبپوهنه
له ښایسته ډېر وخت راهیسې (د تېرې پېړی له نیمایی ورورسته) د لوېدیځې نړۍ په ادبیاتو کې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په اړه نوی طرز فکر، نوی څېړندود معرفي شوی. دغه څېړندود د ادبپوهنې او ژبپوهنې د مسالو، موضوع ګانو او څېړندودونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ولاړ دی. په دې ترڅ کې د لوېدیځو هیوادونو په ادبیاتو کې د ادبي ژبپوهنې (Literaturlinguisti) اصطلاح را منځ ته شوې.
ادبي ژبپوهنه په دې هیوادونو کې د یوه دسیپلین په څېر د علمي موسساتو، پوهانو، سیمنارونو لپاره د څېړنې او بحث یوه په زړه پورې موضوع ګرځېدلې ده. د مثال په ډول، په المان کې د ګیسن د پوهنتون له خوا له ۱۹۷۱ څخه راهیسې د دې موضوع ته یوه درې میاشتنۍ مجله ځانګړې شوې.
دغه مجله د ادبپوهنې او ژبپوهنې (LiLi) په نوم چې د دې دواړو علومو یو مخفف نوم دی، خپروي. مجله د خپلو هدفونو په اړه لیکي: “ لي لي له ۱۹۷۱ څخه راهیسې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په منځ کې د مفهومونو او علمي پېژندنو پروګرام په مخ وړي….او تاریخي او تیوریکي څېړنې سره یو ځای کوي. مجله د “لابراتوار” تر عنوان لاندې ردیف کې د ادبي او علمي نویو موضوعاتو په اړه خاکې، طرحې او مسألې خپروي. ”
د دې اصطلاح مظلب دا نه دی چې ادبیات د ژبپوهنې لپاره د ځېړنې موضوع وګرځوي، بلکې د دواړو مستقلو علومو په برابر اهمیت ټینګار کوي او پورته یاده شوې موضوع تر ځېړنې لاندې نیسي. دغه ځېړندود د ژبنیو علومو په کتنه کې یو نوی بعد پرانیستی او مرکزي ټکی یې دادی چې هر متن یو فیزیکي جوړښت لري او د معنا پوهنې او ګرامري قواعدو له مخې د سره تړلو او پېچلو ژبنیو سیمبولونو یا نښو یوه ټولګه ده. له دې امله، په ادبپوهنه د پوهېدو لپاره دې ته اړ کیږو چې د ژبې او ژبپوهنې بنسټیز اصول او قواعد په لنډ ډول له نظره تېر کړو.
دا لیکنه یوه ناڅېزه هڅه ده چې په پښتو ادبیاتو کې د ژبپوهنې د بنسټیزو مقولو د یادونې په مټه د ادبي تفکر یوه نوي ډول ته لار پرانیزي. په دې لیکنه کې ژبپوهنیزې مقولې تر هغه بریده د یادولو وړ بولو چې د نوي ادبي تفکر په روښانه کولو کې مرستندویه وبریښي. له دې امله د ژبپوهنې د ترمونو او بنسټونو توضیح د دې لیکنې اصلي موخه نه جوړوي، یوازې د ژبپوهنې په اساسي مفهمونو تمرکز کیږي او هدف دا دی چې په سیسټماتیک ډول او پوړ په پوړ د ادبپوهنې یوه نوي، سره تړلی او نومیرلي مفهوم ته ورسیږو. په دې ډول به له یوې خوا د ادبپوهنې او ژبپوهنې په منځ کې تړاو هم تر یوې اندازې روښانه شي اوله بلې خوا زه فکر کوم، د نویو ژبپوهنیزو ترمونو له توضیح سره داسې بنسټ ایجادیږي چې ادبیات له مرموزو، ایډیالوژیکي او اروا پوهنیزو تعبیرونو څخه وژغورو او د هغه په مادي اړخ یعنې ژبنیز جوړښت باندې زور واچووو. د دې څېړندود له مخې ادبیات یو ژبنی ځانګړی جوړښت دی چې ځانته خپل قواعد لري.
د ټولنیز موجود په حیث، انسان له نورو سره د د پوهېدو او پوهاوي په مقصد د افکارو تبادلې، مکالمې او مراودې ته محتاج دی. ژبه هغه وسیله ده چې د انسان په ژوند کې د افکارو او پیغامونو د تبادلې دغه اړتیا پوره کوي. مګر ژبه څنګه دغه چار تر سروي او له کومو وسیلو او طریقو څخه د پوهېدو او پوهاوي لپاره کار اخلي؟ دغه پوښتنې به د نوې ژبپوهنې په رڼا کې راوسپړو.
ټول مادي اجناس چې د ټولنیز تولید محصول وي زموږ په ژوند کې بېلا بېلې دندې اچرا کوي. موږ له هغو څخه د خپلې بقا لپاره یا په سیده ډول د ابزارو په څېراستفاده کوو لکه له قلم څخه د لیکلو، له ګیلاس څخه د څښاک، له جامو څخه د اغوستلو یا پټولو لپاره کار اخلو او نور یا په چاپېریال کې داسې اجناس او وسیلې هم تجربه کوو چې موږ له یوې حادثې، کیفیت یا حالت څخه خبروي، موږ ته معلومات را لېږدوي. دغه ډول اجناس په ناسیده ډول په نړۍ کې زموږ بقا یقیني کوي. په عموم ډول شیان چې په ټولنیزه مراوده کې نقش لري، یعنې د کلتور یوه برخه وي، هغو ته نښه یا سیمبول ویل کیږي. د پوهنې هغه څانګه چې د نښو یا سیمبولونو له سیسټم او د نښو د پېچلو شکلونو له مطالعې سره مصروفه ده سیمیوټیک (semiotik) بلله کیږي. سیمیوټیک د ادبي علومو د پوهانو له خوا داسې تعریف شوې:
“سیمیوټیک هغه پوهنه ده چې د افکارو په تبادله کې د ښکېلو افرادو له خوا د معنا د لېږد عمومي پروسه تر څېړنې لاندې نیسي.( , 1994Schulte- Sasse , R. Werner) ”
فردینانه دوسوسور 1857-1913) ( د نوې ژبپوهنې بنسټ ایښودونکي، ژبپوهنه د سیمیوټیک دیوې برخې په څېر ګڼلې او ژبنۍ کلمې هم نښې بولي چې یو ځانګړی جوړښت لري او د ژبې د قوانینو په دننه کې معنا لیږدوي. په دې لړ کې د نښو درې ګوني عمومي ډولونه پېژندل شوي: د اشارې نښې ( )، تصویري نښې (*) او ژبني نښې. هره نښه خپل اصول لري چې له مخې یې د شکل او د هغه شاته د مفهوم په منځ کې اړیکه تعبیریږي او په دې ډول نښې معناوې لېږدوي. د اشارې یا تصویري نښې زموږ توجه هغو شیانو ته را اړوي چې راته نژدې وي یا په یوه مشخصه موقع کې ورسره مخامخ کیږو. د دې ډول نښو معنا محدوده وي. “اوس” او “دلته” شیانو یا کیفیتونو ته اشاره کوي. په لیږ توپیرسره ،تصویري نښې دا وړتیا لري چې د تصویر او د هغه جنس یا حالت، چې ورته منسوب شوې وي، تر منځ د ورته والی تصور وکړای شو. ژبنۍ نښې (توري) په دې ډول معنا لېږدوي چې د یوې ژبې د ویونکو تر منځ تړون شوې وي چې د یوې نښې شاته کومه معنا پرته ده. د یوې ژبې ویونکی د ټولنیز، تاریخي او فرهنګي ګډ ژوند په اوږدو کې دې توافق ته رسیدلي وي چې یو ژبنی سیمبول څه معنا لري. ځکه نو دې نښې ته تړوني نښه هم وایي. په ټوله کې د نښو د لومړیو دواړو ډلونو د انتزاع او تجرید کچه محدوده وي. دغه نښې نه شي کولای د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې د احساساتو او افکارو د تبادلې ټولې اړتیاوې پوره کړي. . ژبه له درېیو واړو طریقو څخه د پوهېدو او پوهاوي لپآره کار اخلي.