ډیموکراسي له اسلام سره په کوم توپیر کې ده؟
په ننۍ نړۍ کې دیموکراسي دومره منل شوې چې د منونکیو فیصدي یې په سلو کې نوي سلني ته رسېږي.
دا چې اسلام څه غواړي او ډیموکراسي څه؟ په څو لنډو توپیرونو سره یې واضیح کوو:
په ساده الفاظو ډیموکراسي د خلکو په خوښه د خلکو لپاره یو څوک قدرت ته رسېدل؛ په نني عصر کې بغیر له الهی حکمونو خپلې ارادې په نورو منل او یوه موقف ته ورباندي ځان رسول د ډیموکراسۍ له ساده تعبیرونو څخه دی.
ورسره څنګ کې اسلام یو داسي قانون ده چې د ژوند ټولو برخو ته شامل او له هر ډول لاسوهنو څخه پاک دی، د اسلام مبارک دین احکام ټول الهی دي او انسان یې صرف په کولو او یا نه کولو مامور شوی او بس.
د اسلام کامیابي په دې کې ده چې حق پسي اقتدا کوي حق او عدل مني هغه که د ډېرو او لږو طرف کې وي؛ حق حق دی، که یو کس یې تائدوي، که ډیر، تر منځ یې شمیر هيڅ اهمیت نه لري.
الله – جل جلاله – فرمايې:
﴿ مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتٰبِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴾ [ سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۰۵].
هغو خلكو چي د حق د بلني له منلو څخه انكار کړيدى، كه له اهل كتابو نه وي، كه مشركان وي، هیڅكله دا نه خوښوي چي ستاسي د رب له خوا دي تاسي ته څه ښېګڼه راشي. خو د الله چي هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره كوي او هغه د لوی فضل خاوند دی.
او د داسي ډلې په هکله الله عزو جل فرمايې:
﴿ بَلٰى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُۥٓ أَجْرُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۱۲].
په اصل کې نه ستاسې څه ځانګړتوب دى او نه د بل چا، حقه خبره دا ده، هر څوك چي خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلن غوره کړي، د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندي اجر شته او پر داسي خلكو څه وېره او کړاو نشته.
خو ډیموکراسي داسې نه ده، د ډیموکراسۍ هدف اکثریت دی. د اکثریت لپاره نظام جوړوي؛ اکثریت پکي حاکم او اقلیت پکي محکوم بلل.
په ډیموکراسي نظام کې چې کله د یوې موضوع په اړه نهایې پریکړه کېږي نو لويې جرګې او یا د تش په نامه پوهانو، مفکرینو او ځوانانو په نامه جرګې جوړوي او پکې د اکثریت پریکړې ته کتل کېږي؛ نه دا چې د موضوع حل په قرآن او نبوی احدیثو کې و لټوي.
د مثال په توګه د حامد کرزي او امریکایانو ترمنځ د امنیتې تړون لپاره راغوښتل شوې جرګه او یا په اوسني وخت کې د اشرف غني له خوا د سولې په نامه ځوانانو ته کاذبانه ویناوې یادولای شو.
مطلقه ازادي :
د دیموکراسۍ د حاکمیت یوه بله نتیجه دا ده چې خلکو ته هر ډول ازادي ورکول کېږي هغه که د قانون جوړونې په برخه کې وي او که د قانون ماتونې، دیموکراسان دا ورته غوږ کې ورکوي چې ستاسو مخ کې هیڅ ډول خنډ نشته، هر څه چې مو زړه وي او ګټه مو پکې وي هغه کوﺉ.
په دیموکراسۍ کې پر نفسیاتو ډیره اتقا کیږي، هر څومره چې پر انسان نفس غالب سي په هماغه اندازه يې وحشت ته کشوي دغه نفسي ازادي انسان د قانون ماتول، د حقایقو تر پښو لاندي کول، غلا، زنا، غصب، په زور قدرت ته رسیدل، رشو او… چې دا ټول په اوسني نظام کې شتون لري.
داسې وخت کې د یو داسې نظام او قانون شتون چې انسان پکې محدود کړي او شر څخه یې وساتي.
نو اوس تاسو د پورته لیکنې په لوستلو پرېکړه وکړﺉ چې حق څه دی او په درک کولو سره یې چوپ مه پاته کېږﺉ.
لیکوال: بندي محصل ــ زابل