ډیجیټلي بټوه (Wallet) څنګه خوندي ساتلای سئ

په کرپټوکرنسي مارکیټ کې یو له مهمو مسایلو څخه د خپل ډیجیټل دارایي خوندیتوب دئ چې متاسفانه اکثره خلک خپله دغه دارایي په ډیجیټل صرافیانو کې ساتي چې دا ښایي وروسته د دوی په تاوان تمام سي ځکه چې دا صرافیاني هره لحظه ممکن هېک یا ډیوالي سي او په دې صورت تاسي خپل دارایي له لاسه ورکوئ او هیڅوک تاسو ته د دې ضمانت هم نه سي درکولای چې د صرافۍ د ډیوالي کېدو یا هېک کېدو په صورت کې به ستاسي دارایي بېرته درکول کېږي، نو ځکه بهتره ده چې خپل دارایي غیرمتمرکز والټونو ته واستوئ چې هلته به یې مکمل کنټرول ستاسي په لاس کې وي. اما ځیني کسان د خپل ناپوهۍ او غفلت له وجي د دې والټونو کنټرول له لاسه ورکوي چې په دې لیکنه کې یې د مخنیوي چاري بیان سوي:

لومړی؛ هغه ايمیل چې د والټ/صرافي جوړولو له پاره مو استفاده کړی، کوښښ وکړئ چې هغه ايميل بل هيڅ ځای، په هيڅ ټولنيزو رسنيو او په بل هيڅ ويب سايټ کې و نه کاروئ.

دوهم؛ ستاسي د شخصي انټرنيټ، د ټلیفون انټرنيټ او ستاسي خپل شخصي وای فای ماسېوا، د بل چا د انټرنيټ خصوصاً د صالون، رسټورانټ، هوايي ډګر، کافي شاپ او د سړک د غاړي انټرنيټ او وای فای څخه کار مه اخلئ.

دريم؛ خپل والټ مو هر ځای او له هر ویب سايټ سره مه و صلوئ.

څلورم؛ ا Google Authenticator فعاله او د خپل والټ يا صرافۍ سره يې وصل کړئ.

پنځم؛ همېشه قوي پاسورډونه چې مختلف اعداد، غټ او کوچني حروف، پېچلي توري او سمبولونه پکښې وي، و کاروئ.

لیکنه مصطفی روحان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب