څنگه د مينې څرگندونه وكړو؟
د مينې سمه څرگندونه د مينې په برخه كې يوه مهمه مسئله ده. هغه څوك چې حقيقي مينه ولري، خو له غيرمنطقي لارو مقابل لوري ته د مينې څرگندويي كوي، عمدتاً له ماتې سره مخ كېږي. د مينې سمه څرگندونه په ترتيب سره په لاندې توگه بيانېږي:
۱ – د مقابل لوري د احساساتو او عقايدو ژور درك: د مشتركو ټكيو درلودل د عقايدو او احساساتو د ژور درك لامل كېږي. دغه مشترك ټكي له سن، فرهنگ، لوړو زده كړو، تجربې، ټولنيز موقعيت او نورو څخه عبارت دي. نو پر دې بنسټ هغه څوك چې له دغو مشتركو ټكو ډېر ولري، په ښه توگه كولاى شي د مقابل لوري عقايد او احساسات درك كړي او د مقابل لوري خبرې په ښه توگه درك او واخلي.
۲ – د مقابل لوري نظر ته درناوى كول: د تفاهم او صميمت تر منځ ته راتلو وروسته، اعتماد او باورو منځ ته راځي. د اعتماد تر منځ ته راتلو وروسته انسانان خپل د زړه رازونه او خصوصي خبرې يو بل ته بيانوي او خپل ارزښتمن څيزونه يو له بل سره شريكوي. د باور او اعتماد دېوال په ډېر ورو او سختۍ سره جوړېږي، خو په ډېر لږ بېځايه حركت سره دا اعتماد دېوال ډېر ژر نړېدلاى شي.
۴ – د مقابل لوري د نظر جلبول: د اعتماد تر منځ ته راتگ وروسته، د مقابل لوري د نظر جلبول، له مقابل لوري سره د علاقې ښوولو يوه نښانه ده. د مقابل لوري د نظرجلبول كېداى شي د دواړو لوريو په صميمت او ملاتړ سره ترسره شي.
د انسانانو په ژوندانه كې په سمه توگه د جنسي ميل ښوول يوه مهمه مسئله ده. د جنسي ميل ښوول، د مينې له څرگندولو سره اړه نه لري. په سكس كې چې هرڅومره مقابل لورى نااشنا وي، هغومره ډېر په زړه پورې وي، خو په مينه كې چې هر څومره مقابل لورى نژدې او پېژندل شوى وي، ډېر په زړه پورې وي.
له مينې سره نورې څنگزنې پېښې
د مينې په برخه كې ډېرې څنگزنې پېښې راغلي دي، چې دلته يې يو څو موارد راوړو:
۱ – مينه او نېكمرغي:
رومانتيكې مينې، د هوسونو هغه څرگنده نمونه ده، چې د منطق له اصولو او عقلانيتوب سره سخت مخالفت لري او هېڅ حد او سرحد نه مني. په رومانتيكه مينه كې عواطف او احساسات پر فكر او عقل ولكه لري. عاشق بېچاره د نېكمرغۍ يوازېنۍ لار د خپل معشوق وصال بولي. د عاشق په نظر كې، معشوق لكه فلمي اتل غوندې ښكاري، چې هېڅ د ضعف ټكى نه لري او د عاشق سترگې يوازې د خپل مقابل لوري مثبت اړخونه ويني، يانې د ژوندانه واقعيتونه او محدوديتونه په پام كې نه نيسي.
رومانتيكه مينه په يوه شخص كې ډېره چټكه وده كوي او تر ډېره بريده د جنسي او عاطفي محروميتونو له مخې منځ ته راځي. د مينې په برخه كې د دغو اشخاصو ذهني مصروفيت پر عشقي موضوعاتو راڅرخي، دا د دې لامل كېږي، چې دوى خيالي نړۍ ته مخه كړي.
هغه كسان چې د رومانتيكې مينې په دام لوېدلي وي، فكر كوي چې د مينې په رڼا كې د روڼ اندۍ او ادراك ژورو ته رسېدلي دي، ان تر دې چې نور خلك د هغوى پر درك كولو قادر نه وي. خو وصال ته تر رسېدو او په هوس کې تر ډوبېدو وروسته، دا ډول کسان داسې واقعيتونو ته رسېږي، چې د هغوى له پخوانيو خيالپلوونو او خوبونو سره ډېر واټن لري او په پاى کې د خپلو تېروتنو او د واقعيتونو د نه ليدلو له امله په غمونو او اندېښنو سر کېږي او پښېماني کوي.
له همدې امله ده، چې د واقعيتونو پر وړاندې د هغوى د عکس العمل شدت، له خوبونو او خيالونو سره د واټن په پرتله دى. هر څومره چې واقعيتونه له خيال پلوونو او خوبونو نه لرې وي، د هغو د عکس العمل شدت هم زيات وي. په دې وخت کې د پخوانيو قربانيو کومه نښانه نه ليدل کېږي، بلکې نوې هيلې او توقعات منځ ته راځي.
په واقعيت کې مينه او عاشقي د نېکمرغۍ لامل نه کېږي. نېکمرغي يوازې يو احساس دى، چې کېداى شي له بېلابېلو لارو او حتا په خيالي بڼه منځ ته راشي، خو د واقعيتونو په عالم کې سړى د پرمختگ او کمال پر مټ نېکمرغۍ ته رسېدلاى شي.
٢ – مينه او جنسي مسايل:
يو له هغو ميلونو سره چې تل له انسان سره ملگرى دى او انسان يې د ترلاسه کولو او ارضا په هڅه کې دى، جنسي ميل يا شهوت دى. له جنسي موضوعگانو سره د مينې گډول، هغه همېشنۍ ستونزه ده، چې له مخالف جنس سره د مينې په برخه کې شتون لري.
له مينې سره د جنسي موضوعگانو گډول په دوو صورتونو کې امکان موندلاى شي. لومړى (مينه د سکس لپاره) او دويم ډول (سکس د مينې لپاره).
(مينه د سکس لپاره) يوه درواغجنه او قلابي مينه ده، چې له مقابل لوري سره د جنسي اړيکې د ټينگښت لپاره منځ ته راغلې وي او د مينې له څرگندولو څخه د سړي موخه له مقابل لوري سره جنسي اړيکه ټينگول دي. په دا ډول مواردو کې هوسپال سړى، ځان سرسخت مين معرفي کوي او په درواغجنې مينې سره ځان خپلې معشوقې ته نژدې کوي او خپل شيطاني هدف ته رسېږي او خپل هدف ته تر رسېدو وروسته خپله واقعي څېره ښکاره کوي او خپلې ټولې عاشقانه خبرې هېروي او خپله معشوقه له يو عالم غمونو او اندېښنو سره يوازې پرېږدي.
( مينه د سکس لپاره) تر ډېره په نارينه وو کې ليدل کېږي او څو لاملونه لري:
الف/ هغه کسان چې خپل مقابل لوري ته د جنسي مينې د ښوولو او جنسي مسايلو له مستقيم بيانولو شرمېږي او خپله جنسي غريضه ځپي او مينه يو مقدس او پاک څيز بولي او جنسي اړيکه له مينې سره مجازه بولي. دا ډول خلک حتا ممکن د جنسي اړيکې د ټينگښت په صورت کې له خپلې جنسي اړيکې او مقابل لوري څخه په بشپړه توگه انکار وکړي.
ب/ هغه کسان چې پوهېږي، مقابل لوري ته د جنسي ميلان د مستقيم څرگندولو په صورت کې د مقابل لوري له سخت منفي غبرگون سره مخ کېږي، نو خپل هدف ته د رسېدو په موخه د گپ ورکولو له لارې هڅه کوي چې د خپلې مينې او علاقې د ښوولو په موخه، مقابل لورى د جنسي اړيکې ټينگښت ته اماده کړي.
ج/ هغه کسان چې فکر کوي، د مينې لوړه درجه د سکس له مخې مقابل لوري ته وښيي. دا ډول کسان داسې تصور کوي، چې د هلک او نجلۍ ترمنځ د اړيکو تر ټولو لوړ معيار هغه وخت منځ ته راځي، چې وکولاى شي يو له بل سره جنسي اړيکې ټينگې کړي. په هغه صورت کې چې د جنسي اړيکې د ټينگښت پر مهال يوازې بدنونه سره نژدې شي. په واقعيت کې د هلک او نجلۍ ترمنځ جنسي معامله تر ټولو نژدې جسمي اړيکه ده. خو د هلک او نجلۍ ترمنځ تر ټولو لوړه درجه اړيکه، يوه ژوره ذهني او فکري اړيکه ده، هغه اړيکه چې د تفکرونو او پېژندنو له نژدېوالي منځ ته راځي.
دويم ډول له جنسي موضوعاتو سره د مينې گډول يا مخلوط کول ( سکس د مينې لپاره) دى. ( سکس د مينې لپاره) يوه جنسي اړيکه ده، چې د مينې د منځ ته راتلو په موخه ترسره کېږي.
(سکس د مينې لپاره) تر ډېره په ښځو کې ليدل کېږي او څو لاملونه لري:
الف/ هغه کسان چې فکر کوي، د سکس په ترسره کولو سره د معرفت او عرفان درجې ته رسېږي، دا ډول تفکر ډېر غلط او ستره تېروتنه ده. انسانان د جنسي معاملې له امله ارضا کېږي، نه دا چې عرفان ته ورسېږي.
ب/ هغه کسان چې سکس د مينې پيليزه يا مقدمه بولي او فکر کوي، چې د مينې تداوم د جنسي معاملې په ترسره کولو كې دى. دا ډول خلک کوشش کوي چې له جنسي تړښت (وابسته گۍ) له لارې مينه او علاقه منځ ته راوړي. په دا ډول حالاتو کې يو څوک چې وکولاى شي پر مقابل لوري مين(عاشق) شي او يا مقابل لورى پر ځان عاشق کړي، جنسي کړنو ته مخه کوي.
جنسي اړيکي د مينې او يا د مينې د يوې برخې ځاى نه شي نيولاى. هغه کسان چې جنسي اړيکي د يوې عاشقانه رابطې يوه برخه بولي، بايد دې ته يې پام وي، چې حيوانات هم جنسي اړيکي نيسي، بلکې يو پر بل عاشق نه دي. جنسي اړيکي د ښځې او مېړه د ژوند يو څو شېبې ډکوي او ښکلې کوي يې، خو مينه د هغوى ټول ژوند ډک او ښکلى کوي.
د جنسي اړيکو لومړنى لامل د جنسي غريضې او ميل پوره کول دي، نه د مثل توليدول. جنسي اړيکي بايد د لذت د اصلي منبع په توگه ياد نه شي، ځکه جنسي اړيکي د انسان د ودې او پرمختگ لامل نه گرځي. هغه ټولنې چې لومړنيو اړتياوو، لکه خوب، خوړو، پوښاک او جنسي مسايلو ته زيات ارزښت ورکوي او جنسي اړيکي د لذت اصلي منابع بولي، معمولاً له کولتوري پلوه وروسته پاتې ټولنې دي.
سکس په دوه ډوله وېشلاى شو:
په لومړي ډول کې سکس د جنسي فشار د راکمولو لپاره ترسره کېږي او مقابل لورى د نجات ورکوونکي او سړوونکي بخش رول لري.
په دويم ډول کې سکس د لذت او خوند اخيستلو لپاره ترسره کېږي او مقابل لورى د يوې کم ارزښته وسيلې په توگه د جنسي غريزې د مړولو لپاره کارول کېږي.
مينه يا عشق نه د سکس لپاره ده او نه هم د واده کولو لپاره او نه هم د نېکمرغه کېدو لپاره. يانې مينه بايد د مينې لپاره وي .
(مينه د مينې لپاره) يانې دا چې:
١ – په انساني اړيکو کې، د مينې جريان دوه اړخيزه وي. هر سړى بايد له بل چا سره مينه ولري، چې هغه هم بالمقابل له ده سره مينه ولري.
٢ – مينه بايد په نورو لارو چارو او کانالونو کې ونه کارول شي. که مينه د نورو چينلونو سکس، پيسو او شهرت ته د رسېدو لپاره وي، د بې لارۍ او گمراهۍ پلو ځي او نورې نورې کيسې ترې جوړېږي. مينه بايد په پرلپسې توگه خپل مسير وڅاري، تر څو د بې لارۍ پلو لاړه نه شي.
د مينې له هغه تعريف نه چې په لومړي څپرکي کې وړاندې شو، دا نتيجه اخيستلاى شو، چې ټول انسانان د جنست په پام کې نيولو پرته، کولاى شي له يو بل سره مينه وکړي.
٣ – مينه او جنايت:
په ورځپاڼو او مجلو کې د هغو مينانو او عاشقانو په اړه چې په مينه کې ناکام شوي، د ځانوژنې او جنايتونو په اړه ځينې راپورونه ورکول کېږي. هغه پوښتنه چې دلته را ولاړېږي، داده چې ايا مينه انسان د لېونتوب او جنايت تر بريده رسوي؟ ايا مينه د انسان عقل، هوش او حواس له منځه وړي او د جنايت لار ورته پرانيزي؟
نه، هېڅکله داسې نه ده. که دا ډول کسانو ته په دقيقه توگه پاملرنه وشي، څرگندېږي، چې هغوى په رښتينې توگه مينه نه ده کړې. احساساتي، ورخطاء او ارمانجن خلک دي.
په ټولنه کې ډېرى داسې کسان شته، چې په مينه کې ماتې خوري ، خو په جنايتونو او انتقام اخيستلو لاس نه پورې کوي. چې دا کار په مينه کې د شخصيت د رول څرگندوى دى. معمولاً هغه کسان چې په مينه کې د جنايتو او ناوړو اعمالو مرتکب کېږي، داسې کسان وي، چې فکر کوي، که وصال ته ورسېږي، نو تر ټولو غوره څيز به يې لاسته راوړى وي او که په مينه کې پاتې راشي، بيا فکر کوي، چې ترټولو غوره څيز يې له لاسه ورکړى دى او د خطرناکو او هولناکو غچ اخيستنو مرتکب کېږي، چې په دې ډول يا ځانوژنه کوي، يا معشوقه وژني او يا هم کوم بل کس.
په مينه کې ناکامي د ژوند په ټولو اړخونو کې د ماتې په مانا نه ده او دويم داچې د مينې ناکامي د جبران وړ ده، يوازېنى څيز چې په ژوند کې جبران کېداى نه شي، هغه د انسان عمر او ځان دى.