څنګه د كار په مهال د ذهنې ګډوډۍ درملنه وکړو؟

ذهنې ګډوډۍ سره ډير خلك مخامخ دي، د عمر د لوړيدو او د ژوند د ستونزو د زياتيدو له امله دامسډله نوره هم زياتيدايې شي. دا ستونزه انسانې ځواك چي عقل او فكر دي له منځه وړي. ددې ستونزې دحل لپاره بايد لومړې ددې د لاملونو لټون وشي.

د ذهني ګډوډۍ ځيني لاملونه:

1. د كا ر له ځا ي څخه بهر- كورنې، اقتصادې يا ټولنيز مشكلات لرل.
2. د ويرونكې پيښې د راتلو ويره او په هغې كې سوچ كول .
3. روغتيا يې ستونزه لرل .
4. د ډيرې خوشحالوونكې پيښې تمه لرل .
5. په خيالونو او چرتونو كې د ډوبيدو عادت لرل.
6. دكار په ځاى كې د داسي حالاتو موجوديت چې بې راحتې پيدا كوي، لكه بي نظمې، تنګې، ګرمې يا يخنې، شو، بد بوي، ولګه يا تنده، د كارناوړه ملګري او دميلمنو زياتوالې.

ویده ذهن
درس په جریان کې خوب

د كار په مهال كې د ذهنې ګډوډۍ مخنيوې:

ددې ستونزې د مقا بلې او له مينځه وړلو لپاره ددقيق، اوږد، او ارام تمرين اړتيا ده، لكه څنګه چې انسا ن د بدنې روزنې لپاره ورزشې تمرينونه د ډيرې مودې لپاره په منظم ډول سرته رسوي.

لدې وروسته انسان د دې جوګه كيداي شي چې خپل فكر او ذهن په كومه مو ضوع كې چې كله وغواړي سم په كار واچوي.

د ذهنې تركيز لپاره ذهن تر ډير وخته پوري د داسې اغيزو ﻻندي راوستل پكار دي چې ترڅو روږدې شي او د نورو اغيزو د تا ثير څخه وژغورل شي، هغه اغيزې له هغو معلوماتو څخه عبارت دې چې د پينځه ګونې حواسو څخه اخيستل كيږي (باصره- سامعه- ﻻمسه-

ذائقه او شامه)- وروسته بيا په ذهن كې د موجوده معلوماتو او تجربو او پيلامو او ارزښتونو په رڼا كې ترينه په مناسب ځاى او وخت كې كار اخيستل كيږي.
په ذهنې تركيز ځان روږدې كول، په ژوند كې بې شماره ګټې لري، دا روا پيژندنې (علم النفس) يو عالم ويلي دي: نبوغ او عبقريت له ذهنې تركيز څخه پرته بل څه ندي.

بل ارواپوه ويلي دي: د ذهن تركيز او پاملرنه د نبوغ په ﻻره كې لومړې ګام دي.
دريم يې ويلې دي: ټوله پاملرنه خپل اړوندكار ته اړول او د هغه مشكل حل چې دغور ﻻندې دي اوكار دكيدواومشكل دحل وروسته په بشپړه توګه هيرول او خپل ټول ذهنې ځواك بيرته راګرځول په ژوند كې د بريا ليتوب لامل دي.

ځينې هغه افكار او لارې چې د ذهنې ګډوډ‌ۍ په مخنيوې، او په خپل ځان كې د ذهنې تركيز لپاره مرسته كوﻻي شي:

1. هرهغه څه چې ذهن ګډوډوي او په فكر ناوړه اغيزه كوي له ځانه لري كړه.
2. كوښښ وكړه چې دژوند په موجوده شيبوكې ژوند وكړي، تيراوراتلونكې هير كړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې: ( څوك چې ديوې ورځې مړۍ ولري په تن جوړاوپه امن كې وي داسې ده لكه چې ټوله نړۍ وركړي شوي وي).
شاعروائي: (څه چې تيرشوهغه هيرشو، راتلونكې نامعلومه دي تاته يواځې همداشيبې دي چې پكې اوسېږې).
3. دكارڅخه دستړيا په مهال لږوخت دمه وكړه، په منا سب ځاى كې چې هوا پكې چليږې په شا څمله سترګې پټې كړه او دارام ژوره ساه څوځلي واخله، بيا په خپل كارپيل وكړه.
4. كه د لټۍ احساس دي وكړځاى بد ل كړه، لږحركت وكړه، څه ورزشې تمرينونه اجراءكړه له څوشيبووروسته بيا كارته را وګرځه.
5. مخكې لدي چې فكر او كار پيل كړي ځان ته مناسب ارام او استراحت وركړه.
6. د ولګې تندې او خوراك څخه وروسته سم د لاسه په مهمو چاروكې د فكر كولو څخه ډډه وكړه.
7. د ناروغۍ په حالت كې مناسبه درملنه وكړه، خو د زيات تشويش او ناارامۍ څخه ځان وژغوره.
8. د ذهنې پياوړتيا ځينې ورزشونه په كار واچوه، چې ځيني يې په لاندې ډول دي:

* هغه چارې چې له تا څخه دفكر سوچ او پلان جوړونې ته اړتيا لري دارزښتونو پر بنسټ يې ترتيب كړه، په يوه پاڼه كې يې وليكه او دځان سره يې وسا ته.
* چې كله دې فكر جوړ و، زړه دې مطمئن و، اوځاى هم ارام اومناسب و، دپاڼې پرمخ ليكل شوي لومړۍ قضيه دغور لاندې ونيسه، سوچ اوفكر دې ښه په كار واچوه .

  • په همدې قضيه كې هر اړخيز ژور غور او فكر وكړه، نور هر څه هير كړه، او ځينو پوښتنو ته ځوابونه پيداكړه:
    1. ولې دا كار كول غواړم؟
    2. كوم وخت ورته مناسب دي؟
    3. په كوم ځاى كې به ښه وي؟
    4. څنګه به پلې شي؟
    5. څوك به يې وكړي؟
    6. دچا په مرسته به يي وكړي؟
  • پدي اړوند چې څومره معلومات په لاس درتلل په كوچنۍ پاڼه كې يې لنډيز وليكه.
  • څه دې چې وليكل ښه يې وګوره، بيا سترګې پټې كړه، او هغه ليكنه يادته راوله.
  • پورتنۍ طريقه څوځلې په مختلفو وختونو كې تكرار كړه، كه نور څه دې په ياد شو هغه هم ورسره يوځاى كړه.
  • د معلوماتو داپاڼه په مختلفو وختونو كې راوباسه پخپله يې وګوره، ملګرو ته يې واوروه، كه وس يې درلوده پدي هكله ترې د نظرياتو غوښتنه وكړه.
  • له دې وروسته نوې قضيې ته لاړ شه او د همدې تيرې قضيې په څير كړنه ورسره وكړه. په پاي كې كوښښ وكړه چې افكارو ته دې عملې جامه واغوندې.
    9. د ذهنې تركيز لپاره نور تمرينونه:
  • د خپلې خوښې د موضوع په باره كې يو پاو فكر وكړه او زيار اوباسه چې هره ورځ د هغې په باره كې نوې څه ياد كړي، لكه اّيت شريف، حديث شريف، فقهي مسـئله د كوم شخصيت تاريخچه او داسې نور.
  • هره ورځ د خپل كتابتون المارۍ، يا د پخلنځي المارۍ، يا د نږدې دكان المارۍ ته ودرېږه كيښود ل شوو شيانو ته ښه په غور وګوره بيا مخ واړوه، هغه څه چې دې ليد لې و هغه وليكه بيايې سره تطبيق كړه.
  • ستا په وړاندې يوشي ته څوشيبې وګوره بيامخ واړوه، د بل چانه وغواړه چې د هغه په باره كې درڅخه پوښتنې وكړي، ته به دياد نه ځواب وركوي.
  • د(١٠٠) نه تر(١) پوري عددونه سرچپه وشماره، يو يوعدد، پدي ډول ( ١٠٠- ٩٩ – ٩٨ – ٩٧ – ۹۶ …)، دوهم ځل دوه دوه عددونه وشماره (١٠٠- ٩٨ – ٩٦- ٩٤…)، دريم ځل دري دري عددونه وشماره (١٠٠- ٩٧-٩٤- ٩١…).
    څلورم ځل څلور څلورعددونه.
    پنځم ځل پنځه پنځه عددونه .
    شپږم ځل شپږ شپږ عددونه .
    اوم ځل اوه اوه عددونه .
    اتم ځل اته اته عددونه .
    نهم ځل نهه نهه عددونه وشماره .
    دا تمرين هره ورځ تر يوې مياشتې پوري تكرار كړه.
  • په يوه پاڼه كې د (١څخه تر ١٠) پوري عددونه داسې وليكه:
    ١-
    ٢-
    ٣-
    ٤-
    ٥-
    ۶-
    ۷-
    ۸-
    ۹-
    ۱۰-
    بيا زيار اوباسه چې د هر عدد په مخكې يوه كلمه چې په زړه كې دې ګرځې وليكې، بيا د هجا د تورو څخه يو توري خوښ كړه، بيا د هرې كلمې مرادفه كلمه پيدا كړه چې معنا يې سره ورته وي او په غوره شوي حرف پيل شوي وي. تر څو چې دټولوعددونو په وړاندې كلمات او د هغې مرادفات وليكې، پدې شرط چې غوره شوي حرف بد ل نشي .
    دا عمل څو ځلې له نورو كلماتو او حروفو سره اجراء كړه.

سرچینه: د کاميابۍ لار کتاب

ليکوال: دکتور عوض القرني

ژباړن: دکتور شفيق الله امين.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب