ځوانانو ته د جنسي غريزې د کنترول لپاره ځينې مشورې

ګرانو ځوانانو!

جنسي غريزه چې له بده مرغه په اوسنې وخت کې يې اغيزې په ځوانانو ډيرې دي يو طبيعي غريزه ده او الله پاک هيڅ انسان ته دومره خنډونه نه دي را مينځه کړي چې څوک يې حل نشي کړلاي.

نکاح کول له ټولو مهمه او حلاله وسيله ده او که عذر لري بيا روژه، ورزش او ځينې نورې مشورې چې د طنطاوي صيب په ليکنو کې يې هم لوستلی شی په پام کي ونيسي. خو يوه ډيره مهمه نخسه چې زه غواړم لږ څه زيات ستاسو  پام ورته واړوم  هغه نامحرم او د جنسي تحريکونکو، تصويرونو او فلمونو ته نه کتل دي چې بيا ډير به پدي هکله مطمين وی او ستاسو جنسي تحريک به ډير راکم شي .

نامحرم ته مه ګوره

يوه ستره ناروغې چي د ټولنو په افرادو کې له بده مرغه موجوده ده هغه نامحرم ته دکتو ناروغي ده چې دغه ناروغي له خپل ځان سره ډيرې ستونزي زيږوي. که چيرې موږ اسلامي ارشادات مراعات کړو نو نه يواځې د بې ځايه تحريک له شره به خلاص شو بلکې ډيري نورې ستونزي او ناخوالې به مو له منځه تللي وي. الله (ج) په خپل سپيڅلي قران عظيم الشان کې فرمايي: اي د خداي رسوله مؤمنانو ته ووايه چې خپلې سترګې د ناروا له ليدو نه وساتي او هم خپل اندامونه او فرج محفوظ وساتي چې دا ستاسو د پاکۍ لپاره ډيره نیکه ده او خداي ستاسو په هره کړنه ښه باخبره دي.(نورـ۳۰)

ارواپوهانو شهوت او سترګې څرول او د نورو په وړاندې ځان بربنډ څرګندول ناروغي ښوولې دي. ځان ښودونکۍ هغه څوک دي چې د نورو په نظرونو کې ځان غواړي ښکاره کړي، او سترګې څروونکي هغه څوک دي چې نامحرم ته له کتو نه خوند اخلي چې د زياترو نارينه عادت سترګې څرول وي او د ښځو ځان ښودنه.

ويلهم اشتيګل لويديزوال پوه د دې لامل جنسي محروميت په ګوته کوي. دۍ وايي جنسي محروميت د دې لامل ګرځي چې (ليبدو) د سترګو په اعصابو کي راغونډ شي، او په دې غونډيدو سره د سترګو اعصاب د جنسي اعصابو سره اړيکې پيداکوي او انسان د مخالف جنس د اندامونو به ليدو تحريکيږي. قران عظيم الشان ۱۴ پيړي وړاندې د سترګو په ساتلو ټينګارکوي او علم اوس دا ثابتوي چي د جنسي تحريکونو لومړني او اصلي لامل هماغه کتل وي.

د حديث شريف مضمون دي چي که په نامحرم مو يو وار سترګې ولګيدي نو د دوهم ځل لپاره ورته په قصد سره مه ګوري.

علي کرم الله وجهه فرمايي: سترګې د زړه جاسوسانې دي. او هم فرمايي: ړوند والي ښه دي تر نامشروع کتلو.

نو راځی چي د مخالف جنس له ليدلو ځان وساتو څو مو چي ضروت نه استمنا ته وي او نه هم ګناه ته او هم له ځوريدني خلاص شو . او خپله انرژي ، وخت ، فکر د خداي او د هغه د دين په مينه ولګوو او لدې ميني داسي خوند ترلاسه کړو چي د دنيا د نورو شيانو په خوندونو کې نشته. پر دې باور وکړی او هغه چا چي امتحان کړي نه دي امتحان دي ي کړي.

بی ځایه ننګ او غیرت پریږده

بله چاره هم له بيځايه ننګ، شرم او غيرت نه لري والي دی هغه په دې مانا چي نارينه ځوانان بايد له کونډو ښځوسره واده کولو ته راضي شي، زړو او چي ښاسيته نه وي هغو نجونو سره واده کولو ته، معيوبو، يتيمو، بي بضاعته … نجونو او ښځو سره واده او حلاله نکاح تر نارواوو او ځوريدني ډيره غوره ده. آيا موږ له خپل پيغمبر(ع ) نه زيات يو چي له کونډې او مشري ښځې سره واده نه کوو؟ يا زموږ نجوني له بي بي عايشې نه زياتي دي چي پلار يي ابوبکر صديق (رض) په خپله پيغمبر (ع )ته د نکاح وړانديز ورکوي.

موږ بايد خپله کونډه په حلاله او مشروع نکاح ورکړو خپلې خويندې او لورګانې ډيره موده ونه ساتو له دي نه ننګ ونه کړو چي په خپله چا ته د خپلي لور يا خور د په نکاح ورکولو وړانديز وکړو ، له دي بايد ننګ ونه کړو چي طلاق شوې ښځې په نکاح کړو .

لنډه داچې که اسلامي اصول او هغه حلالي چارې چې له بده مرغه زموږ په افغاني ټولنه کې بل ډول شوې مراعات کړو نو ډيري ستونزي به له دې اړخه په سمه توګه لرې شي .

خو سمدستي بايد ځوانان دي خبري ته چي نامحرم او مخالف جنس ته دکتو نه ځان وساتي پام وکړي. باوري اوسي چې هم به له طبي اړخه له جنسي ستونزونه ونه کړيږي او هم به د الله اجر حاصل کړي او هم به مو کومه اړتيا بيا د استمنأاو يا بل کوم ناوړه عادت ته پيدا نه شي.

وماعلينا الالبلاغ

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب