ځان وپیژنئ!
سترګي پرانیزه، دبدبینۍ حس له مغزو نه وباسه، په زیر زیر وګوره! ! طبیعت ټول تاته په خندا د ژوندانه دهوسایني اسباب راغونډوي غرونه ستا دلوړ همت دهر کلي دپاره هر لورته ولاړ دي.
لمر هره ورځ له ځان سره تاته دژوندانه بی شمیره هیلی راوړي ځمکه خپل ارمانونه دګلونو په پاڼو کی تاته وړاندي کوي دوطن دوړو او زړو دامید سترګی ستا خواته کږي دي ځکه چی ته ددوی او دوی ستا دی دکوچنیوالی لوبی کوچنیانو ته پریږده دزلمیتو بیځایه عیشونه او هوسونه هغه چاته وړاندی کړه چی ته یی پېښی کوي ته دخپلو بی وزلو کاریګرو سره لیچي ونغاړه له بزګرانو سره لاسونه تڼاکی کړه له زده کوونکو سره مغزه په کار واچوه دوطن د پرمختګ لپاره زیار وباسه
پریږده چی نور په هوا الوزی ته بی وزرو الوتئ نشي ځان وپیژنه
په تشو خبرو هیڅ نه ترسره کیږي عملی میدان ته راوځه داخاوره ستا همت ته ګوري کار غواړی دبی غمي او استراحت سره وداع وکړه خوب دګور مړو ته پریږده ته
خو ژوندی یی دهیواد راتلونکی سعادت په تا پوری اړه لري دزلمیتوب طلایی ورځي په همدی خدمت کی تیری کړه سر تر پایه دپېښو کولو په جامو کی ځان مه نغاړه
ددی وخت دی چی ځان ته ووایی
آه لا ترڅو ـــــ
ځان وپیژنه
داسی کار وکړه چی نور ستا پېښې وکړي لکه پخوا چی یی کاوه
Said Fawadullah Sadat