پښو لنډۍ ۳۵                         

پلاره تعليم راباندي وکړه

زه دي اولاديم په تا ډير لرم حقونه

 

ماپه مکتب کي و رداخل کړه

زه پنځه بنا داسلام پکي زده کومه

 

ماته قلم ګوتو کي راکړه

چي بسم الله درته په وړو ګوتوکي وليکمه

 

ماته دمکتب کتابونه واخلي

دمکتب کتابونه ئي په تور بازار خرڅ کړيدينه

 

ما دتعليم ميدان کي پريږده

دامي  وعده ده ډاکتري پکي زده کومه

 

مادتعليم ميدان  کي پريږده

دامي وعده ده چي ديپلوم درته راوړمه

 

پلاره ما په پيسو خرڅه نکړي

زه مينځه نه يم ستا خوږه لورجانه يمه

 

زما ولورته زړه ښه نکړي

په مابه بل شي په ژوندوني سره اورونه

 

زما دقبر سرشته وکړي

که دي زما په سر واخيست سره لوټونه

 

زما به لاس ستابه ګريوان  وي

که دي زما په سر واخيست حرام لوټونه

 

مور جاني ملا تړوني راکړه

زه مي دورونو سره دغنمو لو کومه

 

مورجاني شين  منګي مي راکړه

ورونه مي لوکړي زه اوبه ورته راوړمه

 

پښتني ننګ کړي ننګ پښتودي

زه به دننګ شال هروخت په سر کومه

 

مور جاني پڼي راته وانخلي

زه پښتنه يم نوري څپلي پښو کومه

 

مورجاني ماته مه قهريږه

دمسافرو کډي تلي ولاړه ومه

وږمه بشريار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب