پښتو متلونه ۱
۱ـ حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه بېریږي.
۲ـ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه.
۳ـ د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي.
۴ـ دیوالونه هم غوږونه لري.
۵ـ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه.
۶ـ ادب له زخمه اخیستل کېږي.
۷ـ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې.
۸ـ په ناسته غمبر نه کېږي.
۹ـ تشه لاسه ته مې دښمن یې.
۱۰ـ ټپوس کې د باز خویونه نه وي.
۱۱ ـ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي.
۱۲ ـ زه ساده ،ته حرام زاده.
۱۳ـ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي.
۱۴ ـ نظر غرونه چوي.
۱۵ـ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي.
۱۶ ـ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي .
۱۷ ـ اور ته خپل او پردي یو شی دی .
۱۸ ـ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی.
۱۹ـ په خوله خوږ ،په زړه کوږ.
۲۰ ـ وسله هغه ده چې په لاس کې وي .
۲۱ ـ د بد زوی له لاسه ښه پلار کنځل کېږي .
۲۲ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي .
۲۳ ـ د ناست زمري نه ، ولاړ ګيدړ ښه دی.
۲۴ ـ غاښ چې رنځور شي ، نور د انبور شي .
۲۵ـ پیاز دې وي په نیاز دې وي.
۲۶ـ په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي.
۲۷ـ په ایرو کې ګوتې مه وهه اور به پکې وي.
۲۸ـ خوار په هندوستان هم خوار وي.
۲۹ـ دوه پاچایان په یو تخت نه راځي.
۳۰ـ دوست ته حال وایه دښمن ته لاپې .
۳۱ـ د باز له ځالې باز پاڅېږي.
۳۲ـ د بې عقل ځواب سکوت دی.
۳۳ـ د شګو بند اوبه وړي.
۳۴ـ له بدو څخه یا غلی اوسه یا لرې اوسه.
۳۵ ـ د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي .
۳۶ ـ رښتیا خبرې یا مست کوي یا لیوني.
۳۷ ـ ډېر ویل د قران ښه دی.
۳۸ ـ ډوډۍ که پردۍ وه ګیډه خو دې خپله وه.
۳۹ ـ د وطن په قدر مساپر ښه پوهېږي .
۴۰ ـ ړوند یو وار امسا ورکوي.