پښتو متلونه ۱۸ – ځ، ح
ځ :
ـ ځان دي وخوری نوکری ، چي په لږ و ډير لری .
ـ ځان ته ښه وائې ښه نه کړي ، داڅه وائې دا څه کړي .
ـ ځانه ! خپله ځانه ! .
ـ ځنګل چي اور اخلي ړ وچ او لانده ګرد ه اور اخلي .
ـ ځوان پر غړي زوړ پر لري
ـ ځان ساتلی ښۀ دی ، دښمن وژلی ښۀ دی .
ـ ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي .
ح :
ـ حيادار حيا کوله ، بې حيا ويل زما څه بېريږي .
ـ حال منصور وايه چي سر ئې په دار شو