پښتو متلونه – پيل په الف

پښتو متلونه پیل په (آ):

  • آسان یې نالول، چنګښو هم پښې پورته کړې.

  • آس شيشني، خر رايي، غاتره نوري بلاوې وايي.

  • آس که ټکنی دی، میدان یې لنډ دی.

  • آفرین دې پر انا سي، چې د نوپوستکو څخه یې یوه غړکه پخه کړه.

  • آفرین دې پر انا سي، چې د نو غړکو څخه یې یوه غړکه پخه کړه.


پښتو متلونه پیل په (الف):

  • اختیار ستا خولۍ ده، خپله که پر سر یېږدې، که پر کونه (تله).

  • اسپکی نه یم، اخیستی یې یم.

  • اسمان یې تلتک، مځکه یې کراسته ده.

  • اصل خطا نه لري، کم اصل وفا نه لري.

  • الا بلا، په ګرېوان ملا.

  • امنا ده ذاکره، په هغه لویه لاښه.

  • انا مړه شوه، او تبه یې وشکېده.

  • انتظار تر قتل بدتره دی.

  • انسان په کار نه، کم اصل کېږي.

  • انسان، تابع د احسان.

  • انسان تر کاڼي کلک، تر ګل نازک دی.

  • انسان د کاله خوښ ښه دی، نه د مېلمه.

  • انسان کله درياب، کله کرياب وي.

  • انګور وخوره، غنم راوړه، باغ دې خپل دی.

  • اوبه په ډانګ نه بېلېږي.

  • اوبه چې تر سر لوړې شي، څه یوه لویشت څه یو نیزه.

  • اوبه خړوي، او ماهیان پکې نیسي.

  • اوبه د لوړې خوا خړېږي.

  • اوبو اخیستی، ځنګ ته املې وهي.

  • اور یې په اوبو کې بل دی.

  • اوږ د رنځ د مرګ کرول دي.

  • اوسپنه چې ټکېږي، لا پخېږي.

  • اوس نو ته ښه شوې، که د خیرک مور.

  • اوس یې سر ته دوه ګوتې نه رسېږي.

  • اوښ ته یې ویل: دا غاړه دې ولې کږه ده؟ هغه ویل: کوم ځای مې سم دی، چې غاړه مې کږه بولې.

  • اوښ چې نه چو کېږي، غڼ یې څوک پرې کوي.

  • اوګره په تلوار نه سړېږي.

  • اوګره مې درلېږله، خو پاته نه شوه.

  • اول ځان، پسې جهان.

  • اول دیوال، پسې نهال.

  • اول سلام، پسې کلام.

  • اول نوک ځای، پسې سوک ځای.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب