پښتو لنډۍ ۳۳- پیل په پ
پۀ ژوندباورنۀ شته عالمه ~ جانان راغواړم چې يې موړ پۀ ديدن کړمه
پۀ سپين ميدان بۀ درسره يم ~ زۀ پښتنه لۀ تورې نۀ ترپلم مينه
پۀ سپينوتوروورګډېږه ~ ماپرهمزولوباندې ډېرخندلي دينه
پۀ سپينوغاښوراته خاندې ~ مابۀ دتورټوپک پۀ خولۀ ورکې مينه
پۀ سپينه خولۀ لېونی مست دی ~ ځکه دتوروخولې ته غاړه غړۍ ځينه
پۀ سپينه خولۀ که روژه ماته ~ دکفارت روژې بۀ دواړه ونيسونه
پۀ سپينه خولۀ بۀ دې کافرکړم ~ دتوروزلفوبۀ زناردرواچومه
پۀ سپينه ږيره ډېره مينه ~ پۀ تورپيکي مې لاس وهې خنداراځينه
پۀ سپينه ږيره لېونی شوې ~ پرلاره ځې پۀ غونډوولې زيارتونه
پۀ سپينه ږيره لېوني شوې ~ پۀ لنګوټې پورې دبنګ تړلي دينه
پۀ سترګوړونددرپسې ګرځم ~ ستادوفازېری کۀ وشي روغ بۀ شمه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره ~ چې داوربل پرځای مې ګل ټومبلی دينه
پۀ سترګوړوندراپسې نۀ شوې ~ دالباسي اوښکې دهرچاپرمخ راځينه
پۀ سترګوړونددرپسې نۀ شوم ~ لکه بادام سوری سوری درپسې شومه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره ~ پۀ ګل بدن کې لکه ګل ولاړه يمه
پۀ سترګوړوند شې راته ګوره ~ دچمچمارغوندې غړۍ درته وهمه
پۀ سترګو ړوند شې راته ګوره ~ پرښايسته اوربل مې اېښيدي لاسونه
پۀ سترګوړوندشه راته ګوره ~ پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سرنۀ پرې کوينه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره ~ کچه خالونه مې دنيل وهلي دينه
پۀ سترګوړوندشې پۀ غوږوکوڼ شې ~ پۀ ژبه ګونګ شې چې ونه وايې حالونه
پۀ سترګوروغ درته ښکارېږم ~ ترزړۀ مې تاودي دسرکووينوډنډونه
پۀ سرسرتوردرته ښکاره شوم ~ ځکه دې پټ کړل دلنډۍ زنې خالونه
پۀ سرکې سترګې ګنهګارې ~ زړۀ چې مين شي سترګې څۀ ګناه لرينه
پۀ سرکې وروږمنځ راکاږه ~ ستاپۀ ويښتومې دزړۀ کوردی وران بۀ شينه
پۀ سفرځم خدای ته دې سپارم ~ کۀ ماته راوړې دکشميرشينکي شالونه
پۀ سفرځم پرخدای مې سپاره ~ لرې وطن دی بياهيهات چې ژوندي يونه
پۀ سفر ځې تصويرمې واخله ~ کۀ زۀ بيانۀ وم دزړۀ بۀ دې پرې شينه
پۀ سفر ځم تۀ راته ګوره ~ ترشادې پاتې پۀ خنجروهلي زړونه
پۀ سلام ستابورجل له راغلم ~ تۀ پۀ کې نۀ وې بې سلامه تېره شومه
پۀ سورسالوپربام ولاړې ~ امېل پۀ غاړه کشوې دخلکوزړونه
پۀ سين کې ژر بېړۍ لاهوکه ~ سبااختردی دخپل يارسلام له ځمه
پۀ شرم ډېر درڅخه شرمېږم ~ خدای دې پخپله مهربانه که مينه
پۀ شرم ناسته دې پوهېږم ~ چې پۀ يوۀ موټي کې دوه ساتې لعلونه
پۀ ښکاره حال مې مه تېروزه ~ پۀ زړۀ زخمي دبېلتانۀ لۀ لاسه يمه
پۀ ښامارانومې ونۀ خورې ~ لۀ اوږوټول که داوږدوکوڅوسرونه