پښتو لنډۍ ۲۴- پیل په پ
پرېږده چې اوښکې مې بهېږي ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پرېږده چې خاورې مې خوراک شي ~ دشيدوغړپ مې پۀ دېوال تو کړی دينه
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي ~ پۀ لامبوزن اشنابۀ ډېره نازېدمه
پرېږده چې څيرې ګرېوان ګرځم ~ دعاشقانوبرخې خوارې وي مينه
پرېږده چې څيرې ګريوان ګرځم ~ اخربۀ زړۀ راباندې وسوزې مينه
پرېږده چې زۀ ذرې ذرې شم ~ چې پۀ نامردونازېدم وشرمېدمه
پرېږده چې غم زما پۀ سر وي ~ چې تل ياري دبې وفاخلکوکومه
پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري ~ پۀ پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه
پسرلی راغئ ګلان ډېر شول ~ داوربل ګل بۀ خپل اشنالره وروړمه
پسرلی راغئ ونې شنې شوې ~ زمادزړۀ ونې ږلۍ وهلې دينه
پسرلی راغی ونې شنې شوې ~ زماناښادزړګوټی واورې اوروينه
پسرلی زما پۀ نيمه خواشو ~ زماپۀ شناختوپورې وتړئ ګلونه
پسرلی بۀ ستالۀ کبره خوارشي ~ پۀ زرغونوجستودې مات کړۀ زېړګلونه
پسرلی ښۀ باران يې بد دی ~ نجلۍ واښۀ کړي تور اوربل يې لمدوينه
پښتانۀ واړه شنه زمريان دي ~ چې ځای يې راشي پۀ سيالۍ تورې وهينه
پښتانۀ واړه سره يو دي ~ ورک دې نفاق شي چې بۀ دوی جلاکوينه
پښتوکوه که ته پښتون يې ~ ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه
پښتنوبياخولۍ کږې کړې ~ پردښمنانوبۀ بيا جوړکي ناتارونه
پښتون بۀ ولې تورې نۀ کا ~ چې دمېړانې نوم يې تللی پۀ ملکونه
پښتون پۀ توره کې پيدادی ~ پۀ توره لوی دی هم بۀ مړپۀ توره شينه
پښتون دجنګ پۀ ډګرمړشو ~ پښتنې نجونې يې پۀ وينوږدي خالونه
پښتونستان کې غلغلې شوې ~ ځلميان ټولېږي پۀ وطن سرورکوينه
پښتونستانه اباداوسې ~ څوچې پښتوپۀ دنياوي تابۀ ساتينه
پښتنوخدای ته سرسرتورکئ ~ چې خپل کرم دننګيالي ملګری کړينه
پښتنوسرومال قربان کړئ ~ چې خپله مېنه موپردۍ نۀ شي مينه
پښتنې پېغلې خوشالي کا ~ چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه
پښې پرې کرارږدئ خاورې نۀ دي ~ هغه ځلمي دي چې کاږۀ لۀ خياله تلنه
پل صراط بۀ ورته نيسم ~ پۀ مرسلانوکې سرداردی رابۀ شينه
پل صراط بۀ ورته نيسم ~ پرمروراشنابۀ غېږ وګرځومه
پلودې ځان پسې راکاږې ~ زماګمان دې مېلمنې درباندې شونه
پلوه ستانه مې زړۀ بدشو ~ مخ ته مې راغلې ومې نه شول ديدنونه
پليته وسوه تېل تمام شول ~ اوس مخ راواړوه چې ستاپۀ رڼاشمه
پورته بلۍ ته نظروکړه ~ دکشمالوپۀ څېرکږه ولاړه يمه
پورته دسين غاړه رانيسه ~ زۀ بۀ منګی پۀ لپوورو،وروډکومه
پورته زيارته رارسېږه ~ دسوات لۀ سره پۀ عرضې راغلې يمه