پښتورګو «ګردو» کې د کاڼي جوړېدو لس لاملونه

پښتورګو «ګردو» کې د کاڼي جوړېدو لس لاملونه

زموږ په ټولنه کې د پښتورګو «ګردو» د شګو ستونزه د پخوا په پرتله ډېره شوې او ډېرو ناروغانو ته لا دا يوه بله ستونزه ده، چې تر اوسه په دې نه پوهيږي، چې د دې ناروغۍ اساسي لامل څه دی او څه ډول يې مخنيوی کېدای شي.

د نړۍ په کچه هر ۱۱م تن د ګردو له ناروغۍ سره مخ دی او که موږ تاسې کې څوک له دې ستونزو سره مخ وي، نو بايد د ګردو شګو او چرک د پيدا کېدو لاملونه وپيژني او تر خپل توانه ترې د ځان ساتلو هڅه وکړي.

د دې ناروغۍ په اړه پخوانۍ پلټنې او تجربه دا وه، چې سړي پرې ډېر اخته کيږي، مګر اوسنۍ څېړنې وايي، چې د زيات چاغوالي له امله ښځو کې هم دغه ناروغي زياته شوې ده.

ډېری وخت د ګردو کاڼي د منرلز د پاتې شونو له امله جوړيږي، چې وروسته د متيازو پايپ مخه ډب کړي او دردونه زيات شي.
ډېر وخت دغه کاڼي بدن کې د کېلشيم له امله هم جوړيږي او څېړنو دا هم ثابته کړې، چې د ګردو کاڼي د کېلشېم، فاسفېټ او يورک اسيډ له امله يو ځای پيدا کيږي.

د ګردو ناروغان خپلې ناروغۍ ته ډېر زيات اندېښمن وي، مګر وروستۍ څېړنې ښيي، چې دې ناروغۍ ته د اندېښنې پر ځای بايد يو شمېر داسې طبي او طبعي خواړه وکارول شي، چې د دغو شګو مخنيوی کوي.

طبي کارپوهانو هغه لاملونه په ګوته کړي، چې له امله يې په ګردو کې کاڼي پيدا کيږي او موږ تاسې بايد تر خپله وسه هڅه وکړو، چې له دغو شيانو ځانونه وژغورو.

د کېلشيم لږوالی

عام نظر خو دا دی، چې د ګردې کاڼي د کېلشم له امله راپيدا کيږي، مګر کېشيم بيخي پرېښودل هم لويه تېروتنه ده.

د هاورډ پوهنتون نوې طبي څېړنې وايي، چې څوک کېلشېيم زيات کاروي، نو د ګردو او کاڼي پيدا کېدو له ناروغۍ به تر ډېره خوندي وي. څېړنه زياتوي، که خوړو کې کېلشيېم کم وي، نو دغه کم کېلشيېم له نورو کيميايي موادو سره يو ځای د ګردو د کاڼو لامل ګرځي.

مالګين خواړه

په خوړو کې د مالګې ډېر کارول که ګڼې نورې ستونزې هم پيدا کوي، مګر د ګردو د کاڼو يو لامل په خوړو کې زياته مالګه بلل شوې ده.

ډاکټران وايي، که په خوړو کې ډېره مالګه کاروې، نو دې سره به دې ګردو کې کېلشيېم راټوليږي او بالاخره دغه کېلشيېم ګرده کې د کاڼو جوړېدو لامل ګرځي.

د تروو او تروشو مېوو لږ استعمال

که موږ تاسې يا د ګردو ناروغ تروشې مېوې، لکه لېمو، مالټې او داسې نور خپل عادت وګرځوي او وخت په وخت يې خوري، نو د ګردو د کاڼي پيدا کېدو چانس به ډېر کم وي. طبي کارپوهان وايي، چې د لېمو او نورو تروشو مېوو خوراک سره ګردو کې د کاڼي جوړېدو چانس ډېر کم وي.

د غوښې ډېر خوراک

د چرګ او نوره سره غوښه د ګردې کاڼي جوړېدو يو مهم لامل بلل کيږي. نوې طبي څېړنې وايي، چې کوم خلک ماهيان يا سبزي خوري، نو ګردو کې يې د کاڼي چانس د هغه چا په پرتله پنځوس سلنه کم وي، چې غوښه ډېره خوري.

بوتل او انرجيانې

د طبي کارپوهانو په وينا که غواړې، چې ګردو کې دې کاڼي نه وي، نو تل بايد هڅه وشي، چې د بدن اوبه پوره وساتل شي؛ ځکه چې اوبه ګردو کې هغه مواد نه پرېږدي، چې د ګردو د کاڼي جوړېدو لامل ګرځي، مګر پيپسي، انرجي او ورته نور مشروبات څښل دومره زيانمن دي، چې د ګردې کاڼي جوړېدو ستونزه ۲۳ سلنه زياتوي. د کارپوهانو په وينا د دغو بوتلو خواږه د ګردې د کاڼو جوړېدو تر ټولو ستر لامل باله شي.

د کولمو ناروغي

که د کولمو په ناروغۍ اخته يې، نو دې سره ګردو کې د کاڼو جوړېدو ستونزه تړلې ده. په يوه نوې څېړنه کې ويل شوي، چې د کولمو د اوږدمهالې ناروغۍ له امله ناروغان تل په دايمي اسهال اخته وي او له همدې امله د بدن اوبه هم کميږي او چې بدن کې اوبه کمې شي، نو د ګردو د کاڼي جوړېدو چانس په کې هم زيات وي.

د متيازو پايپ کې ميکروب

که څوک د متيازو پايپ کې مېکروب ولري، نو دا ناروغي او درد د ګردو د کاڼي يوه نښه بللی شي. ډېری وخت داسې کيږي، چې ګردو کې کاڼی پيدا شي او سړی په درد اخته شي، مګر داسې هم ممکن ده، چې دا شګې له ګردو راووځي او د متيازو پايپ کې بندې شي او ميکروب جوړ کړي. دغه وخت انسان له سختو دردونو کړيږي، نو تر ټولو مهمه او ښه چاره يې دا ده، چې يو ښه متخصص ډاکټر ته ځان ورسوو.

د قبضيت درمل ډېر خوړل

نوې طبي څېړنې وايي، چې د قبضيت درمل ډېر کارول د لوږې مخنيوی کوي او دې سره بدن کې د نيوټريشن او مرستندويه موادو د جذبولو فعاليت هم کمزوری کيږي او د بدن توازن ګډوډوي او ورسره ګردو کې د کاڼي جوړېدو چانس هم زياتيږي. کارپوهان وايي، چې د قبضيت درمل ډېر کارول بدن کې د اوبو د کمښت لامل ګرځي او دې سره بيا ګردو کې د کاڼي جوړېدو چانس هم پيدا کيږي.

د نيم سردر درمل ډېر کارول

ميګرين يا د نيم سردرد درمل ډېر خوړل د ګردو د کاڼو جوړېدو يو مهم لامل بلل کيږي. د طبي کارپوهانو په وينا د نيم سردرد درمل بدن کې د اوبو د کمښت لامل ګرځي او د بدن اوبه چې کمې شي، نو د ګردې کاڼي جوړېدو ته په ډېره اسانۍ لاره جوړوي.

د وزن زياتوالی

هغه ښځې، چې وزن يې زيات وي، د هغو ښځو په پرتله يې پښتورګو کې د کاڼي جوړېدو مشکلات ۳۵ ډېر وي، چې وزن يې کم وي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب