په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه !
د عصري تمدن ځواک په چټکۍ سره وده کوي ، علم او تخنیک د هغوی پرمختګ لپاره نوي افقونه خلاصوي . د علم او تخنیک پرمختګ عملآ نه کنټرولیدونکی شو. اوس ټولنه په دوامداره توګه دې ته اړ ایستل کیږي ، چې د نویو را راټوکېدونکوفرصتونو(شونتیاوو) سره اړخ ولګوي اوهغوی د خپلو اړتیاوو سره متناسب کړي . دا ډول حالت د نړیوال ناورین د خطر څخه ډک دی . اوس هغه وخت رارسېدلی دی ، چې د بایوسفیر( بیالوژي ) په تکامل کې د انسان د فعاله ذهن اغېز اړین او لازمي ګڼل کیږي .
د تولید پوتنشل په چاپیریال باندې خورا زیاته اغیزه کوي ، ځکه چې د اقتصادي ودې په پایله کې ناخالص محصولات کوم ، چې د کثافاتو په واسطه د چاپیریان دککړتیا لامل ګرځي ، ډېریږي او په پایله کې په مستقیمه توګه د چاپیریال د وضعیت خرابیدو ته لاره هواروي . د ککړتیادکچې له مخې ، په چاپیریال باندې د کانونو کېندل، کیمیاوي ، پترو شیمي او د کاغد جوړولو ، او همدارنګه د ترانسپورت تصدۍ لوی اغېز پرېباسي .
باید یادونه هم وشي ، چې د ناخالص محصول ډیروالی نه یوازې د پنځیزو(طبیعي)سرچینود ککړتیا لامل کیږي ، بلکې د دوئ کمېدلو ته هم لاره هواروي . دا د دې حقیقت له امله ، چې ډیری تصدۍ پنځیزې سرچینې پرته لدې چې بیرته راوګرځي کاروي . د مثال په توګه ، په داسې تکنالوژیکي پروسو کې لکه د سمنټوپه تولید ، کیمیایي موادو او داسې نور ، اوبه بېرته د اوبوځاینو ته نه راستنیږي ، مګر په بشپړ ډول د تولید په پروسه کې مصرف کیږي .
د طبیعي چاپیریال ککړتیا ـــ دا په ورکړل شوي سیسټم کې د زیان رسوونکو موادو( غلظت ) زیاتوالی دی ، چې د رامنځته شوو نورمونو څخه ډیر وي ، په تېره بیا په دې کې د داسې عناصرو را ښکارېدل ، چې د طبیعت ځانګړتیا نه لري .
هر عنصر کولی شي د ککړتیا په توګه عمل وکړي او اکوسیستم له انډول حالت څخه لېرې کړي .
د چاپیریال ککړتیا د لاندې ځانګړنو( معیارونو) له مخې ډلبندي کېدی شي :
– د اصل له مخې : طبیعي او مصنوعي؛
– د سرچینو له مخې : صنعتي ، کورني ، ترانسپورتي ، زراعتي؛
– د خطر درجې له مخې : خورا خطرناک ، خطرناک ، په منځنۍ درجه او لږه درجه خطرناک؛
– د طبیعي چاپیریال د اجزاوو له مخې : ځمکه ، د اوبو سرچینې ، د ځمکې لاندې ، ژویو او نباتاتو نړۍ ،دفضا اتموسفیر ؛
– د عمل د کچې له مخې : ځايي ، ځايي ځمکني ، سیمه اییز ، ولایتي ؛
– د عمل د نوعیت له مخې : کیمیاوي ، فزیکي ، فزیکي ــ کیمیاوي ، بیولوژیکي؛
– د عمل د فریکونسۍ له مخې : جلا ( مجرد) ، دائمي ، لنډمهاله؛
– د مقاومت درجې له مخې : خورا قوي ، متوسط قوي ، لږ قوي او کمزوري ؛
– د ککړو موادو د غلظت له مخې : د نورم مطابق ( مجاز) ، د نورم څخه لوړ ، له حده ډیر او چاپیریال ته زیان رسوونکي ککړتیا .
د پنځیزو سرچینو د ککړتیا یو ترټولو مهمو علتونو څخه له حده زیات د هغوئ ( سرچینو) لګښت دی . نو ځکه د چاپیریال د ککړتیا د کچې د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د سپمولو اوخوندیتابه لپاره باید د نوو ټیکنالوژیو څخه پراخه ګټه پورته شي . تولید ته د ورپیژندل شوو ټیکنالوژیکي پروسو تر ټولوغوره وریانتونو دپیداکولو او د چاپیریال له نظره د صنعتي کومپلکس د ارزولو د میتودونو کارول اړین دي .
د ښاري صنعتي کمپلکس دچاپریال ارزونه د لاندې شاخصونو په کارولو سره تر سره کیږي :
ـــ د طبیعي شرایطو راحته کول او په چاپیریال باندې د بشریت اغېزه ؛
ـــ د ځمکې د پاسه او لاندې اوبو دککړتیا کچه؛
ـــ د هوا د ککړتیا کچه؛
ــــ د شور او زوږ ( صوتي ) ککړتیا کچه؛
ـــ د کثافاتو د ذخیره کولو او جلا کولو تنظیم ،
ـــ د نفوسو د روغتیا شاخصونه .
د چاپیریال ارزونه د سرچینو دکارونې سره نږدې تړاو لري .
K.K. Raman د صنعتي کمپلیکس د ایکولوژیک حالت د شاخصونو د ارزولو وړاندیز کوي ، دوئ دا په درې بلاکونو نښلوي .
لومړی ـــ د منفي اغیزو بلاک ، چې پکې دا لاندې شاخصونه شامل دي :
ـــ د هوا ، اوبو ، خاورې او جامدوککړتیا، شور (غالمغال )، لړزش ،
ــ اډیفیک شرایطو کې بدلون (د هایدرولوژیک رژیم په ګډون )،
ـــ د برېښنایي مقناطیسي او راډیو اکټیو وړانګو لوړه کچه .
دوهم ــ تاوان یا خساره ورکوونکی بلوک :
ـــ د سیمې زرغونول (شین کول )؛
ـــ د اوبو ځایونه (فضا )؛
ــــ د ساتېرۍ وړتیا یا پوتنشل .
دریم – د اختیاري (غوراوي ) واحد بلوک :
ـــ د ښاري سیمو پلانول ؛
ـــ مایکروکلیمټ ؛
ـــ د ودانیو پرمختګ کې ( ښه والی ).
د ښاري صنعتي کمپلیکس د چاپیریال د وضعیت په یوه بله ارزونه کې دا لاندې برخې شاملې دي :
ـــ د طبیعي اجزاوو (فضا ، اوبو اوځمکنیزو سرچینو ) د ککړتیا کچه .
ـــ د ملي اقتصاد د فعالیت په پروسو کې د رامینځته شوو زیان رسوونکو موادو ټولګه ؛
ـــ چاپیریال ته د بیرون شوو زیان رسوونکو ګازونو دکمي او کېفي (تر کیب )جوړښت .
ـــ د زیان رسوونکو بیرون غورځونکو موادو په اړه د شرکتونو له خوا په خپل وخت او دقیق راپور .
ــ د پاکوونکو تجهیزاتو ، د دوړو ، غبار او ګازو د چاڼ دستګاوو د په کاراچولو، بیارغونو او عصري کولوپه اړه د پلان د پلی کولو پایلې .
ــ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پانګونې وده؛
– د طبیعي چاپیریال عناصر چې باید بربنډ شي – هغه د طبیعي عناصرو تر مینځ اړیکه او یو بل سره تړاو،
ــ د طبیعي عناصرو طبیعي پراختیا ته لېوالتیا؛
د طبیعي عناصرو دکیفیت او د هغې د ډلبندۍ په تغیر باندې د انسان انتروپژیک تاثیرات ؛
– بحراني ، جنجالي حالت (د طبیعي اجزاو د ویجاړتیا یا تخریب درجه)؛
– پیچلی انتروپژیک وزن (بار)،
– پدې سیمه کې د پنځیزو عناصرود اوسني حالت بشپړ تحلیل؛
– د چاپیریال ککړتیا له امله رامینځته شوی زیان .
د چاپیریال کیفیت ، په طبیعي چاپیریال کې د زیان لرونکو اجزاو حقیقي غلظت د هغوی د مجازاعظمي حد سره د پرتله کولو په مرسته مالومیږي .
د چاپیریال حالت په دې لاندې فورمول سره مالومیږي :
n = Ci / PdKi
دلته n ـــــ یو کویفیسنټ (ضریب ) دی ، چې د (i) عنصر اصلي غلظت د اعظمي حد څخه څو ځلې پورته یا لاندې وي ، ښیې ،
دلته Сi ــــ د ( i ) زیان رسوونکي عنصر اصلي غلظت ،
PdKi ــــ (i ) د اجزا یا عنصر مجازاعظمي حد .
د پورته ذکر شوو چاپیریالي شاخصونود ارزونو میتودونه سره خورا زیات توپیر لري او په اصل کې دوی تاسو ته اجازه درکوي ، چې په ټولیزه توګه د صنعتي کمپلیکس په اړه یو معقول لید او کارول شوې ټیکنالوژیو د چاپیریال ساتنې (خوندیتوب) درجه ترلاسه کړئ .په هرصورت ، د دوی دنیمګړتیا یو مهم شاخص هم ، د ځینومصرف شوو طبیعي سرچینود مقدار او د ورته سرچینود بیرته راستنیدونکي مقدار ترمنځ د تناسب نشتوالی دی . تر یوې اندازې پورې ، دا د اوبو په سرچینو پلی کیږي .
باید یادونه وشي چې د صنعتي کومپلکس پراخیدونکي وده باید د تولید زرغونیدو سره تر سره شي .
د تولید شین کول ( زرغونول ) :
– د صنعتي کمپلکس د تشبثاتو لخوا د داسې محصولاتو تولید ، چې طبیعي چاپیریال ته لږ زیان رسوي .
– د تولید تکنالوژۍ زرغونول ، د بې ضایعاتو او ټیټو فضله تکنالوژیو پراختیا؛
– د تولید تخنکی ، اتوماتیک ،د اندازه کولو او کنټرول وسایلو او همداشان د چاڼ او درملنې تاسیسات او نورو سیسټمونو ایکولوژیک کول ؛
– د داسې وریانتونو پراختیا ، چې په مرسته یې د صنعتي کثافاتو( ضایعاتو) څخه نوي ګټور محصولات ترلاسه شي .