په څپو کې ژوند | شعر
چې راویښ له درانه خـــوبه، غــــــافلان کړم
درسته شــــــــــــپه لــــکه بلبل ، په چغهار یم
چې مې پوه په درد دل، صـــــاحـــبدلان شي
زه په تال و سر د ســــاز کي، هــــــغه تار یم
پاســـــــداري چې د ګلونو، د نامـــوس کړي
زه په بـــــــــوټو د چمن کې هغه خــــــار یم
نه رغیږي چـــــي می زړه د کلـــــــی کوره
ځــکه مینه کي پابند د خـــــپل نـــــــــګار یم
بی منته ګـــوهر شیندمـــــــــــــــــه په خلکو
په محفل کې ، لــــکه وریځ د نو بهــــــار یم
چې اوچت یي کړم تر عرشـــه ، محبت کې
د هغـــې مینــــــــــــــــې تر تله منت بار یم
تر ګریوانه مې راځـــي د عــــــجز اوښکي
ځـــــکه پروت په اندیښــنو کې تر سهار یم
بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو
لکه پروت چې ، په مجمر د سـور انګار یم
آرامي مې په هیـــــڅ ملک کې مینده نه کړه
زه بې کوره ،بې وطنــــــــه ، بې دیار یم
نارامئ کې مې قرار ځـــــــــان ته میندلی
د څپـــو په دود، په ژوند کې ناقرار یم
سید عبید الله نادر