په ټولنیز ژوند کې دولسونو له خولې راوتلي متلونه

 بدبه دي په زړه  لرم، سلام به دي په خوله لرم

که غر لوړ دی پرسر يي لار ده
بې زحمته راحت نسته
غم او ښادي خور او ورور دي
دبام په سر منډه نكېږي
علت ځي عادت نه ځي
له مات لوښي اواز نه خېژي
جنګ سوړ سو ميري تود سو
په خوله لا الله په زړه غلا
ارمان به كړې هلكه، بيا به نه مومې ادكه
آس يې په خره بار كړ، خر يې پرې مردار كړ
من خورم چارك ګټم
دوه مرغان يوه يې ځاله،خبر نه دي يو دبل له حاله
بد به دې په زړه لرم، سلام به دې په خوله لرم
په چا چې دخداى نظر سي، تورې خاورې ورته زرسي
چې تر ملكه دې كړه، نووركه دې كړه
صبر د میړو لوی هنر دی.
صبر د بزرګی نښه ده.
د صبر مېوه خوږه وي.
د صبر ميوه په مراد پخېږي
عاجزي د خدای رحمت دی.
عاجزي غیرت دی.
په ښوپردي خپلیږي
په ښه کي ورور په بدکي پیغور
ښه پر دي دنیا دي
دوستي دسختي لپاره ښه ده
تیږه تیږه ماتوي
پړ مي که مړ مي که
تر پښولاندي ځمکه مه ګوره
څه چي ځان ته خوښوې نوروتې هم خوښوه
خپل که دي مړکي لمرته دي نه غورځوي
چوغل کوزې ته ول سورۍ
د صبربرخه درنه ده
په نن پسې سباسته
بد په سلام نه ورکیږي
توریالي ، ټول ننګیالي دي
دمیړوپرده خداي کوي
دمیړوپه مغزوکي تل دتوري شرنګ وي
لوي يي دیوالله ج سره ښايي
چمـــتوکونـــکی عـــبدالولي عمــــري

عبدالولي عمري

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب