په ټولنه کې د ښوونکي مقام

ښوونکی په انساني ټولنه کې د لوی مقام خاوند دی او د هغې سپيڅلې دندې ویاړ پر غاړه لري چې د هغه پر بنسټ یوه علم پاله، منوره او ښکلې ټولنه رامنځته کیږي. د ښوونکي په هکله د بېلابېلو نظریاتو خاوندان مثبتې نظریې لري چې د ښوونکي مقام یې ستایلی دی خو د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ښوونکي د مقام په هکله فرمایی: ( انما بعثت معلماً) چې ژباړه یې داسې ده: ( په تحقیق سره زه ښوونکی را لیږل شوی یم). په دې توګه آنحضرت (ص) نه یوازې د ښوونکي د مقام درناوی کوي بلکي پخپله یې هم ځان د ستر پروردګار له لوري هغه ښوونکی معرفي کړی دی چې انسانانو ته یې له ظلمت او تیارو څخه د الهي رڼایۍ او د اسلام د نجات بخښونکي دین په لوري لارښوونه کړې ده او په ټوله نړۍ یې له ختیځ څخه تر لودیځ او له شمال څخه تر جنوب پورې د رڼا وريښمینې وړانګې د نیکمرغۍ په ارشاداتو کې شیندلې دي.

د ښوونکي دنده له دې کبله ډیره مهمه او له ویاړونو څخه ډکه ده چې د هغه اړیکه مخامخ د انسانانو له روزلو سره تړاو لري او د ټولنې هغه رنځونه تداوي کوي چې د انسانانو روزنه او مغزونه یې تر حملې لاندې راوستلې وي ځکه چې د انساني ژوند هر راز بریاوې په پوهنه پورې تړلې دي. له همدې کبله ښوونکي ته زیاتره وخت د ټولنې روغیتاپال یا ډاکتر، د  ټولنیزو رنځونو رغونکی، د وړانګو نوښتګر او د بشریت په منځکې د پلوشو لوبغاړی هم ویل کیږي.

د ښوونکي ټوله شپه او ورځ له خپلې سپیڅلې دندې سره یو ځای په مصروفیت کې تېرېږي په داسې ډول چې په درسي ساعتونو کې خپلې دندې ته حاضر او د تدریس په چارو لګیا وي او له رسمي څخه د فراغت یا رخصتۍ پر مهال د خپلې راتلونکې ورځې د تدریس پروګرامونه جوړوي، مضمونونه ګوري او راتلونکي لوست ته چمتوالی نیسي. نو معلومېږي چې ښوونکی په خپله شپه او ورځ کې ډېر کم وخت استراحت او کورنیو چارو ته بېلوي.

د ښوونکي دنده هغه مهال زیاته مهمه بڼه غوره کوي چې نوموړی د خپل نیت او عمل تر منځ واټن راکم کړي او په داسې یو سپيڅلي نیت خپلو ورځنیو فعالیتونو ته اوږه ورکړي، د تدریس چارې پر مخ بیایې او  د ټولنې د بچیانو په روزلو کې خپل مسوولیتونه ادا کړي چې موخه یې په سالمې روزنې سره د موجوده نسل سمبالښت او د داسې یوې روښانه ټولنې رامنځته کول وي چې د پرمختګونو په روښانه پړاونو کې مزلونه وهي، د دنیا او آخرت د ښېګڼو په تله یې د ژوند ټولې چارې برابرې کړې وي.

د ښوونکي دنده په ټولیز ډول مهمه او د بریاوو ډکه ده خو هغه مهال دا دنده نوره هم د اهمیت وړ ګرځي چې ښوونکی په اړوند مضمون کې خپله علمي کچه لوړه کړي، خپله مطالعه زیاته او روزنیزه  پياوړتیا جوته کړي او د تخصص درجې ته ځان و رسوي. همدارنګه هر زده کوونکی یا محصل د خپل اولاد په شان و ګڼي او خپله ټوله پاملرنه د هغوی د سالمې رزونې د ځواکمنتیا لوري ته جلب کړي.

د اغیزمنو مېتودونو په مرسته د زده کړې لوري ته د زده کوونکو را جلبول، له پوهې سره د هغوی د مینې او علاقې پیدا کول او په مسلکي روزنې سره د خپلو زده کوونکو سمبالول د غوره ښوونکو له دندو څخه دي. همدارنګه ښوونکي کولای شي چې د بریالیو تدریسي مېتودونو په پلي کولو سره خپل زده کوونکي د زده کړې داسې لارو چارو ته را و بولي چې په لږ زماني واټن او کم لګښت سره ټاکل شوو ښوونیزو موخو ته  و رسېږي.

افغان ولس له خپلو ټولو ښوونکو او د افغاني ټولنې له حقیقي معمارانو څخه هیله لري چې د خپلې سپیڅلې دندې د ښه پرمختګ لپاره هر اړخیزې هڅې په کار واچوي او د دې هېواد د بچیانو لپاره داسې ښوونیز خدمات وکړي چې د زمانې ټولو علمي غوښتنو ته مثبت ځواب له ځان سره و لري او افغانان د تورتم له سیاچالونو څخه د پوهې، رڼایۍ او خود کفايۍ په لوري روان کړي.

ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب