په ټولنه کې د مسلمان ځوان مسؤلیت

لیکنه محمد الله نوري

ځوان چې په ټولنه کې د ملا دتیر حیثت لري کولی شي چې په ټولنه او ځوان نسل کې یو مثبت بدلون راولي چونکه ځوانان اوس مهال د داسې فکري استعمار ښکارشوي چې هیڅ په ځان پوه نه دي او په لوی لا س ځان د هلاکت کندې ته غورځوي. په مجموع کې هغه ځوانان چې په عصري زده کړو بوخت دي، غربیانو د مسلمان ځوان نسل لپاره داسې یو تعلیمي ماحول برابر کړ چې ځوانان نه تنها چې خپلې زده کړې په صحي معنی پای ته ورسوي بلکې دوئ یې په یو غیرمشروع (ناروا) یا په اصطلاح غیرمقصودي کارونو هم مبتلا کړي دي.

په نصابونو کې یې د پخوا په پر تله په بېسارې کچې بدلون راوستلی، دیني مضامین ډیر کم پکې تر سترګو کیږي. هیڅ یو مسلمان ځوان په دې کچه نه روزل کیږي چې هغه یو اسلامي درد سوچ او فکر ولري، بلکې دا احساس له هغه څخه مکمل سلب شوی وي او په ځای یې فحاشي عریاني ته مخه کړې وي، ځوانان مو ټول د سیکولریزم او نشنلیزم په جال کې راګېر شي.

سیکولریزم دا یوه نوې مفکوره ده چې غرب یې په اسلا مي هیوادونو کې تمویلوي او غواړي چې ځوان نسل ددغې لا رې ګمراه او د ډیمکراسۍ په خپرولو او نافذولو کې قرباني کړي.

ځوانه ویښ او ځیرک اوسه لکه څرنګه چــې غربیــانو خــپل باطــل ادیــــان عیسویت نصرانیت او اسرائیلیت زمونږ اسلا مي هیوادنو ته رانقل کړل داسې ته هم مسؤلیت لرې چې د خپلو عصري زده کړو پرمټ کولی شې چې د اسلام مقدس دین غربي هیوادنو ته نقل او هلته اسلامي افکار او نظریا ت خواره کړې.

ځوانه ته خو یو مسلمان ځوان یې ستا پرسر خو ستر مسؤ لیتونه پراته دي. ځوانه! له الله ج څخه وډار شه! کله هم چې په کوم کار شروع کوې نو په پيل کې وګوره چې ایا اسلام ماته دا اجازه راکوي چې زه دا کار تر سره کړم؟ ایا دا کار خو به د اسلام د مقدس دین سره ټکر کې نه وي؟ نو کله چې تا سره دا سوچ او فکر پیدا شو نو پوهه شه چې زه اوس د کامیابۍ پر لاره روان یم.

ځوانه! د ولاء، او براء په معنی ځان پوه کړه.

ځوانه! تاته خو ولسونه انتظار کوي!

ځوانه! ته خو دراتلونکي نسل مشري پر غاړه لري.

ځوانه!ته خو به د اسلام د مقدس دین حفاظت کوې!

ځوانه تا ته خو به د ګران هیواد د حفاظت چارې سپارل کیږي!

ځوانه ويښ اوسه دعصري زده کړو سره په دین هم ځا ن پوه کړه هسې نه چې ته مسلمان یی خدمت عیسویت او یهودیت ته کوې .


يادونه: په وسیع ويب  کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب