په ولسي ځواک دسولې غوښتل یوه اړتیا ده
سوله یوازې د جګړې د نشتوالی په مانا نه ده،لکه څرنګه چې ازادي د نه بندیتوب په مانا نه ده .سوله دجګړو او شخړو د پای ته رسولو، د ټیکا و او امنیت ټینګولو په مانا ده،خو امریکا د پاره د خپلو ګټو د لاسته راوړلو وروسته دجګړې پای،
سوله ده. د جګړو تاریخ ته په کتو په ټو لیزه توګه په جګړه کې سولې ته رسیدل د دوو لارو څخه ممکن دي : — د جنګ له لارې مقابل لوری سولې ته اړ کول.په دې صورت کې کامیاب لوری او یا هم بې طرفه ځواکونه د سولې د پاره داسې شرایط ټاکي چې هغه د کامیاب لورې په ګټه وي
دوهمه لار دخبرو اترو له لارې د جګړې پای ته رسول دي .په افغانستان کې د روانې جګړې واقعیت دا دی چې په جګړه کې ښکېلې لورې یوه هم په زور سره هغه ګټلی نه شي،او همدغه د خبرو اترو لار منطقي او عملي لار ده . په افغانستان کې د سولې په اړوند طرحه دلېزسابون په کنفرانس کې وړاندې شوې وه .د طالبانو د ځواکمن کېدو او مقاومت پراختیا وروسته امریکا او ټلوالې یې دعیني واقعیتونو څخه د عامه ذهمیت بل خواته اړولو په خاطر او هم د خپلې حتمي ماتې څخه د وېرې په وجه د افغان وژنې جګړه او د سولې غولونکي تبلیغات یو ځای مخته وړي .دا درسته ده چې سوله یوه پروسه ده ، یو وخت په بر کې نیسي او مختلفې هلې ځلې غواړي ،خو دا هم واقعیت دی چې دسولې اړوند پروسې څخه کلونه تېر شول اودکوم ډاډ من امید څرک نه شته . په دغه برخه کې فعالیتونه نیمګړي او افغان واکمنان ،نه دا چې په کې خپله اراده او واک نه لري بلکي ریښتیني هم نه دي .سوله او جګړه دواړه دامریکا په انحصار کې دي .
دا سمه ده چې دسو لې اړوند فعالیتونو دپاره پیسې او بودیجه په کارده، خو سوله په پیسو اخیستل کېدی نه شي .امریکا په پیسو باندې دسولې اخیستلو په موخه په فساد کې ډوب افغان دولت له لارې د سولې دعالي شورا (داسې شورا چې لوی اکثریت غړي یې دسولې ضد او هغه په خپله ګټه نه ګڼي )په وجود کې او د دیني سوداګروعالمانو له لارې په کابل ،اندونیزیا ،سعودي عربستان ….کې د مختلفو کنفرانسونو او فعالیتونو سرته رسولو سره ،په میلنونو ډالر لګولي ،خوکومه عملي پایله یې نه ده لرلې .دا ځکه چې هغوی دسولې اړوند کنفراسونوکې د امریکا ناراوا موخو، د ترهګرۍ اصلي زېږونکی (امریکا ) او د جګړې اصلی عامل یعنې په افغانستان کې د امریکایي—ناتو پوځونو شتون اودهغوی دوتلو مهال ویش ته هیڅ ډول اشاره هم نه ده کړې .
که د وجدان دحکم په بنسټ دعیني واقعیتونو له مخې قضاوت وشي ،نو د دې وروستیو اولسو کلونوافغان دولت کارکونکي ،په تېره بیا د لوړې کچې کسان د امریکا د مامورینو حیثیت لري ،ځکه چې دامریکا په ډالرو اعاشه کېږي اوپه بدل کې د امریکا د ګټو دپاره د خپلو خلکو دوژنې جګړه مخته بیایې .د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې (چې نه ده ساتل شوې ) او دخلکو دښېرازۍ په شعارونو سره افغان ولس او هېواد د نېستۍ د کندې په څنډه درول شوی دی .افغان دولت د امریکا سره دامنیتي—پوځي تړون دلاسلیک کولو او د دوام یو مهم علت دا په ګوته کوي چې که امریکا مونږ ته پنځه ،شپږ میلیارده ډالر رانه کړي، نو مونږ داولسو کلونو په تېرېدو سره بیا هم خپل ځان او پوځ نه شو ساتلی .ایا داسې دولت دیو خپلواک هېواد دولت ګڼل کېدی شي ؟
دترهګرۍ ضد جګړه چې امریکا دعامه ذهنیتونو او ملاتړ خپلولو دپاره ورته دغه نوم ټاکلی دی،نوره یوه رسوا،غولونکې اوله شرمه ډکه خبره ده .تر دغه نامه لاندې جګړه د امریکا د اقتصادي –ستراتیژیکې مشرۍ،برلاسۍ او دنړۍوالې امریکایې واکمنۍ غوښتلو پرته بل څه نه ؤ او نه دي .
امریکا چې هرڅومره په افغانستان کې جګړه اوږدوي،همغومره دسېمه ایزو هېوادونولاس وهنې دلته ډېریږي او پراختیا مومي اوورسره سم د سولې پروسه د سېمې دهېوادونو دګډون پرته لا پسې اوږده او ناشونې کیږي .اور چې چا بل کړی وي ،هغه یې باید مړ کړي .امریکا چې هم دجګړې اصلي اوربلونکی اوهم اصلي لوبغاړی ده ،ورته ښایې چې په افغانستان کې سولې ته درسېدلو لنډه لار غوره کړي،او هغه دا چې دافغانستان څخه دخپلو پوځي ځواکونو دوتلو مهال ویش اعلان کړي او دنړۍ وال کنفرانس له لارې دسولې او ټيکا و تضمین ،په تېره بیا دامنیت شورا د دایمي غړوهېوادونو له خوا وشي .خو په خواشینۍ سره دامریکا او افغان دولت نیت او ارادو ته په کتو سره هغوی دغه کار په اسانۍ سره نه کوي ، تر څوچې زور ونه ویني، یعنې دا چې سوله په ولسي ځواک سره و غوښتل شي او په دغه پروسه کې د امریکا انحصار ته د پای ټکی کېښودل شي .ولس باید په یو موټي توب او یوه اواز سره د امریکا د پوځي ځواکونو دوتلو دمهال ویش ټاکلو او دموقت حکومت جوړونې غوښتنه وکړي .د ښکېلاک په شرایطو کې ټاکنې د یوې غولونکې سیاسي ډرامې پرته نور څه نه دي .امریکا په هر وار ټاکنو کې یوازې هغه څوک د واک په ګدۍ کښېنولي او کښېنوي یې چې د نورو په پرتله د امریکا ګټو ته زیات وفادار وي او د څارګرۍ او پردۍ پالنې په ازموینه کې ښه ځلېد لي وي .
په هېواد کې دښکېلاک ضد او سوله غوښتونکي ولسي ځواک د پیاوړتیا په هیله .
ډاکتر سید احمد ماموند