په هيواد کې زلزلې او د خلکو انديښنې
د ١٣٨٥ ل کال په ژمی کې، يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره اوسيدونکی ووژل،ددې بشری ناورين نه، څو ورځې وروسته زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازو داسې ويره او ترهه خوره کړه چې چا به ويل نن زلزله راځی او چا به ويل سبا! همدغو ناسمو اوازو د هرات ښاريان مجبور کړل چې د ژمې يخې او سړې شپې تر شنه اسمان لاندی په سپيرو ډاګونو کې سبا کړی. خو هيڅ مرجع نه وه چې ددغو اوازو مخه يې نيولې وای او خپل هيوادوال يې له دغو ستړو او ستومانيو څخه ژغورلي وای . سره له دې چې علم او ټکنالوژۍ ډير پرمختګ کړی خو بيا هم د زلزلې د وړاند وينې له پاره تر اوسه داسې څه نه شته چې هغه بشريت له دغه سترطبعي مصيبت څخه وژغوري .کيدای شي همدا اوس چې تاسو دا ټکي لولی زلزله پيښه شي او کيدای شي تاسو يې په خپل ټول عمر کې هم احساس نه کړی . همدارنګه د ١٣٨٦کال د حمل په ١٤ نيټه چې يوی سختې زلزلې د شپې په دوه بجو زموږ د هيواد زياتې سيمې و لړ زولی نو سهار د هر هيواد وال په زړه کې دا هيله وه چې د بيګانۍ زلزلې په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي. خو له بده مرغه بيا هم هيڅ داسې يو علمی مرکز نه و چې زموږ د هيواد والو دغو اندښنو او وسوسو ته يې سملاسي ځواب ويلی وای . تر څو يوې نړيوالې راډيو د پيښور ښار د زلزلې پيژندنې علمي مرکز سره اړيکي ونيول او زموږ د هيوادوالو د خبرتيا له پاره يې داسې خبر خپور کړ : بيګانۍ زلزله د ريختر په مقياس ٦.٨ درجې وه او مرکز يې د بدخشان په سيمه کې وه . ددې خبر په اوريدو دهيوادوالو يو څه تسلي وشوه. افغانستان د نړۍ د زلزله لرونکو سيمو په يو فعال کمر بند کې پروت دی څومره زلزلې چې د سيمې په هيوادونو کې منځ ته راځی، د هغو مرکز عموماً زموږ د هيواد، د هندوکش په غرونو کې وي.
پوښتنه پيدا کيږي چې په دغه ډول يو حساس موقعيت کې ايا ولی موږ د زلزلې پيژندنې يو علمی مرکز نه لرو؟
ځواب يې که په تاريخی لحاظ و څيړو نو ويلی شو چې موږ لومړی د کابل پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی او وروسته بيا د افغانستان په علومو اکاډۍ کې د زلزلې پيژندنی يو فعال مرکز در لود. خو کله چې په هيواد کې د ډاکټر نجيب رژيم سقوط وکړ نو ورسره سم ددغه علمی مرکز د زلزلې د اندازه کولو دستګاه لومړی د کلا شنکوف په ډزو ويجاړه او ورسته د زړو او سپنو په تول کې په کباړ يانو وپلورل شوه.
له بده مرغه، له هغې ورځې تر نن پورې، بيا چا د دې دستګاه د اخيستلو او فعالولو پاڼه نه ده اړولې . په داسی حال کې چې د افغانستان له پاره، له هر څه نه زيات نه يوازې يوې دستګاه ته بلکې څو دستګاوو او څو علمې مرکز ونو ته اړ تياده. څو دغه مرکزونه په هيواد کې تيری شوې او راتلونکې زلزلې ثبت او راجستر کړي .ځکه د همدغو زلزلو له ارزونی ورسته د بيلا بيلو سيمو له پاره سيستميکی نقشې جوړيږي . او همدغه نقشې دی چې د هغو له مخی بيا مهندسان د زلزلو په وړاندې د ودانيو مقاومت سنجوي. نو که چيرې موږ د خپل هيواد په اړه دغه ډول اساسی او ضروری معلومات و نه لرو نو بيا خو د ابادۍ او بيا رغاونی کارونه د پوښتنې سره مخامخ کيږی.
موږ ګورو چې همدا اوس زموږ د هيواد په لويو ښارونو کې هره ورځ يو شمير لوړ پوړيزه ودانۍ جوړيږی چې د هغو ساختماني نقشې اکثراً له بهرينو هيوادونو څخه راوړل شوی او يا کاپي شوي دی. په داسی حال کې چې د هر هيواد جيولوجيکي موقيعت د زلزلو په وړاندې يو د بل سره توپير لري. په ځنو ځايونو کې زلزلې ډيرې سختې او په ځنو کې يا هيڅ نه وي او يا هم کمزورې وي . ا نو که چيری موږ د خپلو ودانيو په جوړولو کې د خپل هيواد د زلزلی ځانګړی حضوصيات په نظر کې ونه نيسو، کيدای شی په راتلونکو کې خدای مه کړه ستر بشری ناور ينو نه را منځ ته شی. ددې کار د مخنيوي له پاره دکورونو اوښار جوړولو وزارت بايد پوره پاملرنه وکړي او ټولې هغه ساختماني نقشي د خپلو مسلکي کسانو تر کلکې څارنې لاندې راولي چې همدا اوس د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې تر کار لاندې دي .
ديپلوم انجنير ستانه مير زهير