په ناروا تړون او وعده باندې د وفا کولو حکم

یو ورور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې:
زه د څو کلونو راهیسې په یو اروپایي هېواد کې ژوند کوم؛ یوه ورځ مې په یوه قهوه خانه ((coffee shop کې له یو تن سره د قمار لوبه وکړه، (په دې قماربازۍ کې زه تاواني هم شوم)، بیا مې څه وخت بعد له دې لوبې څخه توبه وویستله؛ خو د قهوه خانې څښتن ته مې هغه پیسې چې هغه راڅخه ګټلی وی لا تر اوسه نه دي ورکړي؛ په داسې حال کې چې ما له هغه سره ددې پیسو په اړه ژمنه او وعده هم کړې وه؛ نو په دې صورت کې ما ته څه کول پکار دي؛ آیا دا پیسې د قهوه خانې څښتن ته چې له ما څخه یې ګټلي دي، ورته ورکړم او که په ټولنه کې یې پر بې وزلانو او مسکینانو باندې ووېشم؟

د پورتنۍ پوښتنې ځواب:
مخکې له دې چې د دې ورور پوښتنې ته راوګرځو؛ نو لومړی به د قمار د لوبې حکم ته یوه لنډه اشاره وکړو، بیا به د قمار د لوبې په سر د پیسو د وېش خبرې ته هم راشو. په اصل کې په اسلامي سپېڅلي شریعت کې د قمار لوبه حرامه ده؛ او د حرُمت (حراموالي) په اړه یې شرعي نص هم شتون لري؛ لکه چې قرآن کریم په دې اړه په صراحت سره مونږ ته ارشاد فرمائي چې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
* إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ﴾. [سورةُ المائدة : 91 آیت] ژباړه: اۍ مؤمنانو! بېشکه چې شراب، قمار او بوتان او (د فال نیولو لپاره) غشي (دا څلور واړه) پلیت (ناپاکه او) د شیطان له کړنو څخه دي؛ نو تاسې ترېنه خپل ځانونه وژغورئ؛ ترڅو بریا (نجات او کامیابي) مو در په برخه شي. بېشکه چې شیطان غواړي تر څو ستاسې تر منځ (د همدې شرابو او قماربازۍ له کبله چې تاسې پر دې مرض ښکیل یاست) خصومت (عداوت او دښمني) او بغض (کینه) واچوي؛ او (بل دا چې تر څو) تاسې د لوی څښتن تعالی له یاد او د لمانځه څخه واړوي؛ نو آیا تاسې (اوس د دې ناوړه عملونو څخه د خپل ځان) منع کوونکي یاست؟ (بلکې تاسې حتماً خپل ځانونه ورڅخه وژغورئ).

په پورتني مبارک آیت کې د مَیْسِر کلمه کارول شوېده او د میسر کلمه قمار ته ویل کېږي، او دا کلمه په اصل کې د َیـسرَ څخه اخستل شوې ده؛ او په عربي ژبه کې د یَـسرَ کلمه ډېرې معناګانې لري؛ لکه: د مال په څښتن باندې د یو شي واجبېدلو ته هم ویل کېږي. دویمه معنا یې داده چې: په اصل کې دا کلمه به د جاهلیت په زمانه کې د هغو ريښو لپاره کارول کېدله چې دوی به پرې قماربازي کوله، ځکه چې دا زیلۍ (جرړې او ریښې به) په خورا آسانۍ سره یو له بل څخه جلا او جدا کېدلی؛ نو هر هغه څه چې تاسې یې په خورا آسانۍ سره یو له بل څخه بیل او جلا کړئ؛ نو دې ته د یَسر کلمه کارول کېږي.

د یَسَر د کلمې درېیمه معنا داده چې: خپل ځان په مُخاطره (خطر) او تاوان کې اچول؛ یعنې د جاهلیت په زمانه کې به د مکې مشرکینو کله چې مُقامره (یو له بل سره د قمار لوبه) کوله ؛ نو حتی خپل فامیل (مېرمنې او اولاد) او خپل مال به یې کله کله د قمار په دې بدمرغه لوبه کې له لاسه ورکاوه، او په دې ناوړه دود او دستور کې چې ددوی تر منځ یې خورا زیات ترویج موندلی ؤ، دوی له دې لوبې څخه هر څه (خپل مال او خپل عزت) قرباني کول. دا چې قمار په اسلام کې ناروا ګڼل شوی دی، دا په خپله یوه پراخه فلسفه او خورا حکمتونه لري، ځکه چې د قمار په دې لوبه کې نه یوازې دا چې ګناه پکې پرته ده، بلکې له دې پرته نور جانبي عوارض او زیانونه هم لري؛ لکه: د تاریخ په اوږدو کې لیدل شوي دي چې همدې قمار د لوبو له کبله د قماربازانو تر منځ عداوتونه (دښمنۍ) او خصومتونه رامنځ ته شوي دی او د قمار بازانو تر منځ نفرتونه تولید او د حسد مړه اورونه بل شوي دي؛ نو ځکه په اسلامي شریعت کې دا کار حرام ګرځول شوی دی. په پورتنیو آیتونو کې په ډاګیزه توګه ددې خبرې یادونه شوې ده چې:

قمار د شیطاني کړنو څخه دی؛ او د شیطان په لمسه هر څوک چې دا کار ترسره کوي؛ نو د هغوی دا ډول کارونه څو نور زیانونه هم لري؛ لکه همدا د قمار لوبې له یو لوري مؤمن انسان د لوی څښتن تعالی ــ جل جلاله ــ له ذکر او یاد څخه غافله کوي؛ او نه یوازې د لمانځه په څېر له یو سپېڅلې او یو عظیم نعمت څخه یې بې پروا کوي، بلکې له نورو ډېرو اجتماعي فعالیتونو او ټولنیزو خدمتونو څخه یې هم بې برخې کوي؛ له همدې کبله مسلمانانو ته ښائي چې له دې برمرغه لوبې څخه خپل ځانونه وژغوري او د لوی څښتن تعالی په دې وروستۍ وینا کې چې مخکې مو د هغې یادونه وکړه؛ لږ له ځان سره فکر وکړي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمائي: ﴿فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ﴾.امام قرطبي ــ رحمه الله ــ ددې مبارک آیت په اړه یوه په زړه پورې وینا لري او هغه فرمائي چې: په اصل کې ددې مبارک آیت معنا داسې ده چې: [هذا اِستفهام يُرادُ بِهِ أمْرهم، وإلزامُهُمْ بِتركِهِ… ]. یعنې که څه هم ظاهراً دا آیت د استفهام (پوښتنې) په شکل سره ښکاري؛ خو ولې ددې پوښتنې څخه مراد امر دی، دا په دې معنا سره چې: تاسې نور له دې کار څخه په حتمي ډول خپل ځانونه وژغورئ؛ او حتماً یې پرېږدئ.] کتاب : الجامع لأحكام القرآن للقرطبي 3 جلد 52-53. صص او 6 جلد 291-292 صص]. اوس به راشو د ګران ورور اساسي پوښتنې ته ــ البته دا پوښتنه دوه عمده برخې لري:

لومړۍ برخه: د مسلمان له بل مسلمان سره د قمار د لوبې کولو حکم:
قمار مختلف ډولونه او شکلونه لري، لکه: کله کله هم کېدلی شي چې ددې قمار څخه اساسي مقصود یوازې تفریح، خوش ګذرانی (ساعت تیري) او لوبې کول وي چې په هغې کې یوازې یو طرف د قمار د لوبې شرط وضع کړی وي(او هغه بل طرف پکې شرط نه وي ټاکلی) او یا داسې هم کېدلې شي چې دواړو طرفونو په خپلو منځونو کې په دې اړه شرطونه اېښودلي وي، نو دا ډول عقد او قرارداد په حقیقت کې د معصیت (ګناه) پر اساس رامنځ ته شوی دی؛ او هر هغه تړون چې د ګناه پر اساس رامنځ ته شي؛ که دا د خرید او فروش په معاملاتو کې وي او یا د اجارې او داسې نورو ټولنیزو مسائلو په اړه؛ نو په دې کې هېڅ شک نشته چې په دې ډول تړون باندې وفاء کول هېڅکله هم د مسلمان نارینه او (ښځینه) لپاره جواز نلري.

په دې اړه د فقهاؤو نظریات :
لومړی: د ناروا تړون په اړه د امام ابوحنیفه صاحبــ رحمه الله ـ نظر:
یو مسلمان ته دا روا نه دي چې یو بل انسان په اجاره ونیسي؛ او بیا یې پر دې مجبور کړي چې یوه ګناه ترسره کړي، ځکه دا ډول استئجار (په مزدورۍ د نیولو غوښتنه) په یو داسې څه کې رامنځ ته کېږي چې مسلمان شرعاً د هغې په عملي کولو او تطبیقولو باندې اصلاً مکلف نه دی؛ د یو لړ مثالونو سره غواړو همدا مسئله له تاسې درنو لوستونکو سره شریکه کړو؛ لکه قماربازي همدې ته وائي چې: یو څوک د لوبو او یا د ساعت تیرۍ په خاطر یو له بل څخه د هغې په مقابل کې مُعاوضه او مُزد (پیسې) وغواړي، او یا هم یو څوک کومې سندرغاړې (ډمې) او یا کومې آوازخوانې مېرمنې ته د سندرو په مقابل کې داسې موافقه وکړي چې: ته سندرې ووایه او زه به یې په مقابل کې تاته دومره پیسې درکړم؛ او یا هم مثلاً دوه تنه د په زړه پورو سندرو ویلو په سر یو له بل سره شرط او قمار ولګوي. ددې ډول کارونو حکم هم په اسلامي شر یعت کې ښه واضح دی او هغه داسې چې: لکه څرنګه چې د حرام اخستل او یا بل ته ورکول یو شان دي او د هر هغه څه چې د هغې ترسره کول په اصل کې ناروا وي؛ نو یو دبل سره پرې موافقت کول هم ناروا دي.] – کتاب: (دُرر الحُكام شرح مجلة الأحكام د استاد علي حيدر تألیف ــ كتاب البيوع 1جلد 339 ص]

د حرام تړون او شرط په اړه د امام مالک ــ رحمه الله نظر:
امام مالک صاحب ـ رحمه الله ــ په دې اړه وائي چې: هر کله چې ددو تنو ترمنځ یو تړون او کوم عقد رامنځ ته کېږي؛ نو دا تړون په شرعي لحاظ په خپل ذات کې باید کوم مشکل ونلري؛ یعنې حرام او ناروا باید نه وي؛ لکه داسې څه نه وي چې یو تن نورو فاسقانو او نشه یانو (چرسیانو) ته د موسیقۍ او سندورو ښودلو او د موسیقۍ د آلاتو د استعمالولو او هغوی ته د زده کړې او ښودلو په خاطر د نورو څخه د مزد او پیسو د غوښتلو مطالبه وکړی؛ په دې صورت کې ددې شخص دا ډول غوښتنه او مطالبه هېڅ صحت نلري. که چېرې یو انسان د هغې د تحریم (ناروا والي) په حکم باندې پوه شي؛ نو سمدلاسه دې هغه فسخ او لغوه کړي او د دې کار په مقابل کې دې په ترلاسه شوو پیسو باندې داسې کار وکړي چې یا دې بل چا ته څه ورکړي، (او یا یې دې د ټولنې پر بې وزلو خلکو باندې صدقه او وېشي).

په دې اړه د امام شافعي صاحب ــ رحمه الله ـــ نظر:
امام شافعي صاحب ــ رحمه الله ــ په دې اړه وائي چې: په یو ډول مُحرماتو (ناروا څیزونو) کې د پیسو منل او یو بل ته مُعاوضه (په بدل کې یو څه ورکول) اصلاً جواز نلري؛ لکه: یو تن بل شخص ته ووائي چې: که تا دا ډول سندرې وویلی او یا دې د ساز او سرود دا ډول آلات وکارول او یا دې په زړه راښکونکي غږ باندې د خوښۍ او یا د غم سندرې وویلی؛ نو زه به تاته دومره مال او جائزه درکړم؛ نو دا ډول او یا هم دېته ورته عقود (تړونونه) او شرطونه تړل د مسلمان لپاره جواز نلري؛ او نه هم باید ددې شرطونو په مقابل کې یو بل ته څه پیسې ومنل شي.

د ناروا تړون په اړه د امام احمد بن حنبل ــ رحمه الله ـــ نظریه:
په دې اړه امام احمد بن حنبل صاحب ــ رحمه الله ــ وائي چې: هر هغه عمل چې په خپل ذات کې ناروا وي؛ لکه: د زنا کولو (قتل او غلا کول) او د موسیقۍ د آلاتو سره سم سندرې ویل او یا د غم په مراسمو کې غمجن شعرونه، سندرې ویل او یو له بل سره د قمار په سر شرطونه تړل او داسې نور؛ په دې ډول اعمالو کې اصلاً یو له بل څخه مُزد او پیسی اخستل جواز نلري او دا ځکه چې ددې ډول کارونو ګټه حرامه ده.] – کتاب: (المُغني مع الشرح الكبير) د ابن قُدامة لیکنه 6 جلد 13-135 6ص].

د ناروا تړون په اړه د امام ابن تیمیةــ رحمه الله ـــ نظریه:
په دې اړه امام ابن تیمیه ــ رحمه الله ــ وائي: هر هغه څوک چې د اسلام د سپېڅلي دین په حقیقت باندې پوه شوی وي؛ او په دې خبره باندې یې هم سر خلاص شوي وي چې د اسلام دین په اصل کې د خلکو د مصالحو (ګټو) د خوندي ساتلو لپاره رااستول شوی دی، او دا چې د لوی څښتن تعالی ــ جل جلاله ــ په اطاعت کې د بشر لپاره فاېدې او ګټې نغښتل شوي دي؛ نو د الهي حدودو خیال دې وساتي؛ او خپل ځان دې د شیطان له وسوسو څخه خوندي وژغوري؛ او په دې اړه د غور او فکر کولو وروسته به دا خبره ورته څرګنده شي؛ چې: په اسلامي شریعت کې د یو مسلمان لپاره دا روا نه دي چې د یو بل شخص سره داسې یو تړون لاسلیک کړي چې د هغې په نتیجه کې دا تړون کوونکې انسان د خالق تعالی ــ جل جلاله ــ او د هغه د رالېږل شوي رسول ــ صلی الله علیه وسلم ــ له طاعت څخه منع او ترې غافله شي؛ او یا ترې د همدې عقد او تړون له کبله یو واجب او فرضي عمل پاتې شي، او یا په حرام کار کې واقع شي. د ځینو خلکو سره دا پخپله یو غلط تصور دی چې په دې ډول تړون باندې دې یو مسلمان وفاء هم وکړي؛ بلکې په دې اړه د مسلمانانو اتفاقي او صحیح تصور همدادی چې: دا ډول تړون باید مات او له منځه یو وړل شي. (نظريةُ العقد 33،98صص).

لکه څرنګه چې زمونږ دې پوښتونکي ورور په خپله پوښتنه کې ورته اشاره کړې وه، زما له نظره د قمارو په اړه دې پوښتونکي ورور ته زه دومره وایم: قمار په اصل کې جائز نه دي، او په دې اړه که کوم تړون هم ستاسې تر منځ تړل شوی وي؛ که هغه په هر شکل؛ لکه: په شفاهي او یا هم په مکتوبي او یا بل کوم شکل سره وي؛ باید فسخ او باطل وشمېرل شي؛ ــ البته دا په هغه صورت کې چې دا شخص چې تاسې ورسره د قمار په لوبه کې شرط تړلی دی، که چېرې مسلمان وي ــ؛ نو په دې صورت کې د قمار په لوبه کې کوم مُزد (مال) چې تاسې له لاسه ورکړی دی؛ او د قهوه خانې څښتن له تاسې څخه ګټلی دی؛ نو په دې تړون باندې وفاء کول پر تاسې باندې واجب او لازم نه دي؛ بلکې تاسې کولای شئ چې همدا مال د خیر په لاره کې چې څنګه تاسې ته مناسب ښکاري مصرف کړئ؛ خو که چېرې داشخص چې تاسې ورسره د قمار د لوبې په سر شرط لګولی دی، کافر او غیر مسلمان وي؛ نو دا بیا جلا حکم لري چې اوس به یې له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو.

دویمه برخه: د یو مسلمان له بل کافر سره د قمار د لوبې کولو حکم:
مونږ مخکې هم وویل چې د قمار لوبه په اصل کې حرامه ده؛ اوس که د قمار دا لوبه د مسلمانانو تر منځ ترسره کېږي او که له غیر مسلمانانو سره؛ نو دا صحیح کار نه دی. خو که چېرې دا د قمار لوبه د یو مسلمان ترمنځ چې دین یې له قماربازۍ څخه منع کوي او د غیر مسلمان ترمنځ وي، چې د هغه په دین کې اصلاً دا ډول لوبه ناوړه او ناروا نه ګڼل کېږي؛ نو په دې صورت کې مسلمان ته ښائي چې د هغه سره په دې ډول تړون باندې وفاء وکړي، ځکه د کافر سره په شوو ژمنو او عهودو باندې وفاء نه کول، په اسلام کې د غدر او خیانت معنا لري؛ په داسې حال کې چې زمونږ د اسلام دین د وفاء دین دی، (نه د غدر او بې وفائۍ دین)، او دا خبره له قرآن کریم او نبوي سنتو څخه هم ثابته ده.

لومړی: د قرآن کریم له نظره د یو لړ مشرکینو سره پر شوو وعدو باندې د وفاء حکم:
کله چې د همدې مسئلې د حکم په اړه په قرآني کریم کې څېړنه او پلټنه کوو؛ نو څرګندیږي چې قرآن کریم له کفارو څخه د خپلې بې زارۍ او برائت ( د اړیکو د شلولو) خبره مطرح کوي؛ خو په ضمن کې ورسره د دې خبرې یادونه هم کوي چې که چېرې(اۍ مسلمانانو !) ستاسې او د مشرکینو تر منځ کوم تړون رامنځ ته شوی وي؛ نو بیا به په دې صورت کې د هغوی سره پخپلو عقودو (تړونونو) او وعدو باندې وفاء کوئ؛ ــ البته دا وفا کول هم یو څو شرطونه لري ــ؛ لکه چې لوی څښتن تعالی ارشاد فرمائي: ﴿وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ــ إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُواْ عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّواْ إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ﴾. (سورة التوبة: 3 او 4 آیت).

ترجمه: او د لوی څښتن تعالی او د هغه د رسول ــ صلی الله علیه وسلم ــ له لوري خلکو ته د لوی حج په ورځ ددې خبرې اورول (او نورو ته ددې خبرې اعلان کول) دي چې الله تعالی ــ جل جلاله ــ او د هغه رسول ــ علیه السلام ــ د مشرکانو (او د دوی د تړونونو او عهدونو څخه) بېزاره دی؛ که چېرې تاسې (اۍ مشرکانو) توبه وویستله (له شرکه، غدر او خیانت څخه)؛ نو دا کار ستاسې لپاره غوره دی؛ او که چېرې تاسې مخ واړاوه (او شرک او بې لاریو ته مو دوام ورکړ)؛ نو پوه شئ (اۍ مشرکانو) چې تاسې د الله تعالی ــ جل جلاله ــ عاجز کوونکي نه یاست؛ او هر هغو کسانو ته چې کافران شوي دي د یو دردناک عذاب زېرې ورکړه. مګر له مشرکانو څخه چې چا له تاسې (مسلمانانو) سره عهد کړی دی او ( هغوی د وعدې په شرطونو کې ) له تاسې (له مسلمانانو سره) هېڅ ټګي (او کمې) نه ده تر سره کړی؛ او نه یې هم ستاسې پر ضد له بل چا سره (یعنې ستاسې له دښمنانو سره) مرسته نه ده کړی؛ نو تاسې (اۍ مؤمنانو) له دوی سره تر خپلې ټاکلې مودې پورې خپل عهد پوره کړئ؛ (پر خپلو کړو ژمنو ورسره وفا وکړئ) ځکه چې لوی څښتن تعالی له متقیانو سره مینه لري. (یعنې له هغو کسانو سره چې د غدر او خیانت څخه خپل ځانونه ژغوري).

ددې مبارک آیت له څلورم آیت څخه مونږ او تاسې ته د پورتنۍ پوښتنې ځواب په ښه توګه څرکندېدلی شي؛ او هغه داسې چې: لوی څښتن تعالی د مشرکانو څخه بېزاره دی؛ خو د مشرکانو له ډلې څخه یو ډول خلک مُستثنی ګرځول شوي دي؛ او دا ډله خلک هغه کسان دي چې د هغوی او د مسلمانانو تر منځ یو لړ ټاکلي تړونونه او عقود شتون ولري؛ نو په دې صورت کې د هغوی سره په شوو وعدو او ژمنو باندی باید وفاء وشي؛ ــ البته ستاسې دا کار هم دوه شرطونه لري چې اوس یې له تاسو سره شریکوو ـــ:
لومړی شرط: دا چې دا معاهده کوونکي مشرکین باید له هغو کسانو څخه وي چې له تاسې سره یې کړې ژمنې او عهود نه وي مات کړي او بې وفائي یې نه وي کړي.(لکه چې همدې خبرې ته په پورتني مبارک آیت کې هم اشاره شوې ده).

دویم شرط: دا چې دا ډله مشرکان به له هغو کسانو څخه نه وي چې ستاسې پر ضد یې نور خلک هڅولي وي او یا یې له هغوی سره مرستې کړي وي. همدا خبره مونږ ته د همدې سورت (سورت توبې) په یو بل ځای کې هم ښه په ډاګه شوی ده ؛ لکه چې لوی څښتن تعالی مونږ ته فرمائي: ﴿إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُواْ لَكُمْ فَاسْتَقِيمُواْ لَهُمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ﴾ (سورة التوبة 7 آیت).

ترجمه: مګر هغه کسانو چې له تاسې سره یې د مسجد الحرام په اړه عهد کړی وي (اۍ مؤمنانو ! او بیا ېې خپلې ژمنې، لوظونه او عهدونه نه وي مات کړي)؛ نو تر هغه وخته پورې دې چې دوی له تاسو سره (په دې ژمنو او عهدونو باندې پابند) او استقامت لري؛ نو تاسې هم ورسره د استقامت (او په شوو ژمنو باندې) د پابندۍ لاره غوره کړئ؛ بېشکه چې لوی څښتن تعالی له متقیانو سره مینه لري(او بې وفا خلک نه خوښوي).

د نبوي سنتو له نظره د یو لړ مشرکینو سره پر شوو وعدو باندې د وفاء څو مثالونه:
په دې اړه حضرت عَمْرُو بْنُ عَبَسَةَ – رضي الله عنه – څخه په روایت شوي حدیث شریف کې راغلي دي چې: ما له نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: ” مَنْ كَانَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ قَوْمٍ عَهْدٌ , فلَا يَحُلَّنَّ عَهْدًا وَلَا يَشُدَّنَّهُ حَتَّى يَمْضِيَ أَمَدُهُ , أَوْ يَنْبِذَ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ (7)

ژباړه: هر کله چې د یو شخص او د یو قوم تر منځ عهد (تړون او پیمان تړل شوی) وي؛ نو هېڅکله دې دا عهد له منځه نه وړي او نه دې هم پکې څه زیاتوي (دعهد شروط به هغه بل لوري ته نه سختوي، دا تر هغه وخته پورې چې) تر څو پوری (د دوی تر منځ) ټاکلې موده پای ته نه وي رسېدلي، او یا دا چې دواړه (طرفونه) یې په مساویانه توګه یو بل ته ورګوزار کړي (یعنې په خپلو منځونو کې شوې وعدې او ژمنې ماتې او له منځه یوسې).

امام کاساني ــ رحمه الله ــ د حضرت أمیر المؤمنین عمر ـ رضي الله عنه ــ په زمانه کې د یوې لرغوني او تاریخي پېښې یادونه کوي او وائي چې: په شام کې به کفارو شراب خرڅول (او دا ځکه چې شراب خرڅول خو د هغوی په دین کې جواز لري)؛ نو یو ځل داسې وشول چې: حضرت عمر ــ رضي الله عنه ـــ خپل عُشر راټولونکو کسانو ته ولیکل چې: تاسې په شام کې د شرابو د خرڅولو لپاره غیر مسلمانان (د خرڅونکو په توګه) وګمارئ، او په پای کې د دې خرڅ شوي مال د ټول قیمت څخه یوازې عُشر (لسمه برخه) واخلئ؛ او بیا یې ددې مسئلې د لاښه وضاحت لپاره وویل: که چېرې د کفارو له لوري د شرابو خرڅول ما روا نه ګڼلې؛ نو ما به هېڅکله هم دوی (خپلو کسانو) ته دا امر نه وای کړی چې تاسې د هغې (شرابو) د خرڅلاو مسئولیت دوی (کفارو) ته وروسپارئ.(کتاب بدائع الصنائع للكاساني 5 ج 143 ص).

په همدې اړه امام کاساني ــ رحمه الله ــ او یو لړ نورو معاصرو علماؤو دا خبره هم کړې ده چې: د خنزیر د غوښې او د شرابو خوړلو حکم په عمومي توګه په ټولو دینونو کې حرام ګڼل شوی دی؛ هم د مسلمان لپاره او هم د کافر لپاره ، ځکه دوی (اهل کتاب) هم خپل قوانین او خپل شریعت لري؛ او ددې حرامو شیانو څخه د ځان ساتلو د حکم یادونه حتی د دوی په شریعت کې هم راغلی ده؛ خو اوس ستونزه په دوی کې داده چې: دوی د دې حرامو شیانو د خرڅولو څخه خپل ځانونه نه ساتي؛ ځکه چې د دوی (اهل کتابو) ستونزه په دې کې ده چې دوی د دې شیانو په حُرمت (حراموالي ) باندې اصلاً اعتقاد او باور نلري؛ بلکې دوی یې خرڅول د خپلو ځانونو لپاره رواء بولي او په دې توګه دوی د دې مُحرماتو په تَموُّل سره (مال ګټلو او تجارت کولو) پیسې ترلاسه کوي؛ خو زمونږ بنسټیز فرق د دوی سره دادی چې: مونږ مسلمانان ددې پورته ذکر شوو شیانو د خرڅلاو او ورڅخه د استفادې کولو څخه منع شوي یو؛ او زمونږ لپاره دا جائز نه دي چې: په کوم ډول چې اهل کتاب ددې مُحرماتو په اړه څنګه باور او تصور لري؛ هماغسې مونږ هم باورمند واوسو.

د غیر مسلمانانو شریعت دوی ته ددې اجازه ورکوي چې شراب خرڅول د دوی لپاره رواء دي؛ لکه څرنګه چې د خنزیر د غوښه او د قمار لوبه دوی د خپل ځان لپاره پخپل دین کې روا بولي؛ نو که چېرې مسئله داسې وي چې د یو مسلمان او یو کافر تر منځ د یو ناروا څيز په خرڅولو باندې د دواړو تر منځ یو تړون او موافقه رامنځ ته شوله؛ نو په دې صورت کې بیا مسلمان ته ښائي چې د هغه سره په دې تړون باندې وفاء تر سره کړي او غدر او خیانت ورسره ونه کړي، خو په دې شرط چې دا مسلمان به په زړه کې دا عقیده هم ساتي چې دا شیان زمونږ په دین کې حرام دي؛ او غدر او خیانت به ځکه له کفارو سره نه کوي چې اسلامي شریعت غدر او غدرکوونکي انسانان نه خوښوي؛ بلکې خپل پیروان ورڅخه ژغوري او ورته ددې سپارښتنه کوي؛ تر څو ترې خپل ځانونه وژغوري.

په پای کې به خپله دا مقاله په همدې مهمې مسئلې باندې پای ته ورسوو چې: د کفارو سره په هر ډول معاهدو (تړونونو) باندې وفاء کول او د هغوی سره د ژمنې سره سم خپله وعده تر سره کول هم په ټولو صورتونو کې جواز نلري؛ بلکې په دې لړ کې به مونږ مسلمانان لومړی د تر سره شوې وعدې ماهیت او طبیعت تر غور او کتنې لاندې نیسو؛ ځکه یو لړ کارونه داسې دي چې نه یوازې اسلام، بلکې حتی په نورو آسماني دینونو کې هم د هغې د حُرمت (حراموالي) یادونه شوې ده؛ لکه: قتل، زنا، غلا، په ځمکه کې فساد کول؛ او هېڅ چا ته هم دا رواء نه دي چې له خپل ځان سره ووائي: ما له یو کافر سره په دې باندې ژمنه کړې وه چې زه به د یوې مېرمنې سره زنا کوم؛ یا به فلانی شخص ورته وژنم، او یا به له فلاني شخص او یا هم فلاني ځای څخه غلا کوم؛ نو په دې ډول عهودو او تړونونو باندې حتی د کافر سره هم وفاء کول جائز نه دي او نه به یو مسلمان هېڅکله پر داسې یو تړون باندې وفاء کوي او نه هم په شرعي لحاظ وفاء کول پرې واجب او لازمیږي، او دا ځکه چې دا ډول کارونه په ټولو دینونو کې په مساوي او یو شان حرام ګڼل شوي دي.

په پای کې به په لنډه توګه سره ددې پوښتونکي ورور لپاره د هغه د پورتنۍ پوښتنې ځواب یو ځل بیا تکرار کړو او وبه وایو چې: پر مسلمان باندې دا لازم دي چې: که چېرې د قهوه خانې ملګرې او دوست یې کافر وي؛ نو په دې صورت کې به په ترسره شوو ژمنو باندې وفا ورسره کوي او بې وفائي به نه ورسره کوي؛ او هغه کافر چې څومره روپۍ یې ورڅخه ګټلي وي؛ نو هغه ته به یې په پوره ډول ورسپاري؛ او دا هم ددې لپاره چې تر څو دا ډول قمار باز مسلمان په خپل دې ډول ناروا کار باندې یو څه جزا وویني.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب