په مېتابولېزم کې د غيرعضوي مرکباتو رول
په مېتابولېزم کې د غيرعضوي مرکباتو رول
اوبو د 65% تر 95% پورې د ژونديو اجسامو د حجرو جوړښت تشکيل کړی دی. همدارنګه ډېر مهم غيرعضوي خواړه د نباتاتو لپاره شمېرل کېږي. په نباتي مېتابولېزم کې اوبه د هايدروجن او اکسېجن لپاره ښه سرچينه ده. اکسېجن چې د ضيايي ترکيب په عمليه کې ازاديږي د اوبو د تجزيې څخه لاسته راځي. اوبه نه يوازې د لومړۍ مادې په ډول نباتي مېتابولېزم باندې اغيزه لري، بلکې د وچې، دريابونو، هوا د اقليم بېلابېل اړخونه هم تر اغېزې لاندې راولي.
سره له دې چې منرالونه لږ پکارېږي، خو د ژوندۍ مادې مهم جز دی چې نباتات بې له هغې ژوند نشي کولی. منرالونه، چې د وچې د نباتاتو او حيواناتو په واسطه جذبېږي، له مړينې وروسته د خاورو برخه ګرځي. لومړی د خاورې منرالونه په اوبو کې منحل کېږي، سيندونو ته ځي او له سيندونو څخه سمندرونو ته تويېږي. په دريابونو کې نباتات په ازاد ډول له منرالونو څخه ګټه اخلي.
د نباتاتو حجرې د خپل پايښت لپاره اوبو، رڼا او معدني توکو ته اړتيا لري. دغه حجرې د فوتوسنتېسز د عمليې له ليارې ټول عضوي مرکبونه جوړوي. د رېښې حجرې پر اوبو او اکسېجن سربېره په اوبو کې منحل منرالونه د ويښته ډوله رېښو په واسطه د خپلې تغذيې لپاره جذبوي.
د کلسيم مالګې په زياته اندازه زموږ په بدن کې شته. يو بالغ انسان، چې منځنی اندام ولري په خپل بدن کې تقريباً يو کېلو ګرام کلسيم لري او معموًلا په غاښونو او نورو هډوکو کې پيداکېږي. کلسيم د هډوکو د کلکوالي سبب کېږي. د انسان د بدن وده، غاښونه او هډوکي د جوړېدو په وخت په پوره اندازه کلسيم ته اړتيا لري.د بدن د اړتيا وړ کلسيم بايد د خوړو له لارې؛ لکه: شېدو، پنېر او نورو کلسيم لرونکو لبنياتو په واسطه پوره شي.
د کلسيم کموالی په ماشومانو کې د هډوکو د نرمۍ سبب ګرځي چې ناروغۍ يې د راشيتېزم په نامه يادېږي او په لويانو کې د هډوکو ډډوالي )پوک( سبب ګرځي. د فاسفورس عنصر د هر بالغ انسان په بدن کې په زياته اندازه )تقريباً نيم کېلوګرام( پيداکېږي. فاسفورس د انسان د عصبي سېستم د ساتلو لپاره اړين دي. زياتره معدني مالګې د بدن لپاره په کمه کچه ضروري دي، خو دا په دې معنا نه دي چې په بدن کې ارزښت نه لري. اوسپنه )F e( د وينې د سرو کروياتو په جوړښت ، په سږو کې د اکسيجن اخيستلو او د بدن نورو برخو ته د هغې په لېږد کې ډېر ارزښت لري. په دې ډول په بدن کې د اوسپنې کموالی د وينې د هموګلوبين )هموګلوبين اوسپنه لرونکي پروټين دي چې د وينې د سروکروياتو په حجرو کې شته او بدن ته د اکسيجن د لېږدونې مسووليت لري.( د کموالي سبب ګرځي. د اوسپنې د کموالي په صورت کې په وينه کې د اکسيجن د لېږدونې وړتيا کمېږي او شخص په ستړيا او کمزورۍ اخته کېږي. دې حالت ته د وينې کموالی )کم خوني( وايي. هغه څوک چې د وينې د کموالي په ناروغۍ اخته شي، کولی شي چې د درملو له لارې يا د طبيعي سرچينو؛ لکه: غوښې، ځيګر، مېوو او سبو له لارې يې پوره کړي. أيوډين چې د کم مصرفو غيرعضوي موادو له ډلې څخه دی په بدن کې يې کموالی خرابې پايلې لري. أيودين د تايروييد د غدې )چې په مرۍ کې د حنجرې تر څنګ ځای لري( په وسطه جذبېږي.
د أيوډين د کموالي په صورت کې تايروييد غده زيات فعاليت کوي، ترڅو د بدن د اړتيا د پوره کولو لپاره زيات أيوډين جذب کړي. په پايله کې د تايروييد غده غټېږي او د غاړې برخه پړسېدلې ښکاري، چې د جاغور )Goiter( په نامه يادېږي. د تايروکسين هورمون أيوډين لري چې له تايروييد څخه څڅول کېږي. د کېمياوي عکس العملونو د لوړوالي سبب ګرځي. د أيوډين کموالی د جنين د ودې د ورو کېدو سبب کېږي. همدارنګه د جسمي او ذهني وروسته والي لامل ګرځي.
اضافي معلومات
فلورين د غاښونو په جوړښت، په ځانګړې توګه د غاښونو په مينا، کې موجود دی له دې کبله د غاښونو په کريمونو کې ورزياتېږي ترڅو غاښونه روغ پاتې شي او له سوري کېدو څخه يې مخنيوی وشي. مګنېزم د نباتاتو د کلوروفيل په جوړښت کې شامل دی. څرنګه چې پوهېږو کلوروفيل د نباتاتو په کلوروپلاست کې شته. په نباتاتو کې د ضيايي ترکيب عمليه سرته رسوي.