په لنډیو کې حماسي افکار
لنډیز:
فولکلور د ولسونو د ذهنیت، کلتور او تمدن هینداره ده او د هغو د ذهني تصوراتو او هر ډول ټولنیزو روابطو انعکاس دی. لڼډۍ زموږ د ولسي ادب درنه برخه ده او د پام وړ تایخي قدامت لري. د لنډۍ عمر حتا په اټکلي توګه هم معلومیدای نشي، خو دومره ویلای شو، چې دا فورم له ډېر پخوا راهیسې موجود دی.
په دې مقاله کې په لڼډیو کې حماسي افکار د مثالونو په راړولو سره په تشریحي ډول څېړل شوي، چې په دې اړه مختلفې بېلګې وړاندې شوې او سپړل شوې دي.
سريزه:
لنډۍ د پښتو ادب او ژبې هغه ارزښتناکه شتمني ده، چې د نړۍ یوه ژبه يې هم نه لري. د ویلو نېټه يې هم معلومه نه ده؛ لنډۍ ته ځینې خلک ټپه، مصره اوټیکۍ هم وایي.
لنډۍ یوازې یو بیت وي، چې لومړۍ مصره یې (۹) څپې او دویمه یې (۱۳) څپې وي. لنډۍ په همدغه یوه بیت کې چې د شکل له مخې وړوکی دی یوه پوره کیسه ځایولی شي، په نورو ژبو کې دغه ډول منظومه وینا تر اوسه نه ده لیدل شوې. له دې امله د پښتنو او ناپښتنو له خوا ځانګړی پام وراوښتی، بله خوا لنډۍ د لرغونتوب له پلوه هم د ارزښت وړ ګڼل شوې، ویل کېږي د پښتو د منظومو ګړنیو ادبیاتو پیل له همدغو لنډيو شوی. نو موږ په دغه څېړنیزه مقاله کې حماسه په پښتو لنډیو کې څېړلي دي، چې کېدای شي یوه نوې او ګټوره موضوع وي.
د مسألې طرحه:
څرنګه چې لنډۍ د پښتو ولسي ادب یو خوارا مشهور او په زړه پورې ژانر دی او د ولس ټول وګړي ورسره بلدتیا لري، نو د لنډیو د لازیاتو معلوماتو د راټولو او د لا زیات خدمت په خاطر ما وغوښتل، چې په لنډيو کې حماسي ولولې پیدا او لوستونکو ته دا موضوع واضح کړم، تر څو په راتلونکي کې لوستوونکي پوه شي، چې زموږ دغه ولسي فورم کې مختلفې مفکورې معنکس شوې دي.
د موضوع ارزښت او اهمیت:
دا چې هره څیړنه په خپل ځای خاص ارزښت او اهمیت لري، دا څیړنه هم په دې د ډېر ارزښت وړ ده، چې یوه نوې موضوع ده او د لوستونکو لپاره دا یوه ګټوره مقاله ده څو ترې استفاده وکړي.همدارنګه له یوې خوا به فلکلوریکي زیرمې خوندي شي او له بلې خوا به حماسه او حماسي لندیو سره آشنایي پیدا کړي.
د څېړنې موخې
اصلي موخه:
• لوستونکو ته دا وړاندې کول، چې په لنډیو کې هم حماسي مفکوره شتون لري.
فرعي موخې
• لوستونکو ته په لنډیو کې د حماسې په اړه یو بشپړ معلومات وړاندې کوي.
د څېړنې اړوند پوښتنې:
اصلي پوښتنې:
آیا په لنډيو کې حماسه شته یا حماسي مفکوره لرو؟
فرعي پوښتنې:
حماسي اشعار څه ته وايي؟
فرضیه:
په لنډیو کې حماسي مفکوره نه لرو؟
داسې انګیرل کېږي، چې په لنډیو کې حماسي افکار به شتون ولري او کنه.
د څیړنې تاریخي شالید:
تر کومه حده پورې چې موږ معلومات لرو، په دې برخې کې تر اوسه منظم کار شوی نه دی او دا لومړنۍ مقاله ده، چې په لنډیو کې د حماسي افکارو د څېړنې په اړه لیکل شوې او لوستونکو ته د استفادې وړ وګرځي.
د څیړنې ډول او میتود:
څرنګه چې هره څېړنه یو خاص میتود ته ضرورت لري، نو ما هم په دې څېړنه کې د کتابتوني ډول او تشریحي میتود څخه کار اخېستی دی او خپله څېړنه مې د همدې میتود په مرسته مخ ته وړې ده.
اصلي متن:
د لنډۍ پېژندنه
لنـډۍ څه ته وايي؟
لنډۍ د پښتو ګړني ادب مهم ډول دی. لنډۍ ته ځینې وخت ټپه ، مصره اود ټیکۍنومونه هم ویل کېږي. لنډۍ یوازې یو بیت وي، چې لومړۍ مصره یې (۹) څپې (سیلابونه) او دویمه یې (۱۳) څپې وي. لنډۍ په همدغه یوه بیت کې چې د شکل له مخې تر ټولو وړوکی جوړښت لري، یوه پوره کیسه ځایولای شي، په نورو ژبو کې دغه ډول منظومه وینا تر اوسه نه ده لیدل شوې لڼډيو کې زموږ د ټولنې ګڼې خواوې( سیاسي، اجتماعي، اخلاقي، حماسي، مینه او محبت، عشق، بېلتون، لارښوونې، افتخارات، نارضايي، خوښي، خفګان،اقصتادي او تاریخي حالت او ګڼې نورې خواوې) بیان شوي دي. له دې امله د پښتنو او نا پښتنو له خوا ځانګړی پام وراوښتی، بله خوا لنډۍ د لرغونتوب له پلوه هم د ارزښت وړ ګڼل شوې، ویل کېږي د پښتو د منظومو ګړنیو ادبیاتو پیل له همدغو لنډيو شوی او داسې لنډۍ موندل شوې، چې لرغوني معناګانې یې لا هم ساتلې او د پښتون ولس د پېژندګلوۍ لرغونتوب او اروایي احساساتو استازي په کې کتل کېدای شي.
د لنډیو مهمه ځانګړنه ځانته والی یا انفرادیت دی، یعني په یواځني یوه بیت کې هر څه ځایوي، د یوې ښې یا بدې پېښې پوره کیسه په کې راغلې وي؛ که څوک و غواړي، یوه اوږده کیسه یواځې په یوه لنډۍ کې بیان کړي، دا کیدای شي؛ دا د لنډیو قوت، عظمت او انفرادیت وي.
د لنډۍ نومونه:
لنډۍ بېلا بېل نومونه او بېلا بېل تعبیرونه لري، چې په لنډ ډول به ورته اشاره وکړو.
ځینې خلک وایي، لنډۍ یا لنډی د یو کوچني زهرجن مار نوم دی، چې سترګې یې له رڼا سره حساسیت لري او د ورځې په رڼا کې نه شي کولای وګرځي، نو د شپې له خوا راوځي او ښکار کوي، وایي د دغه مار زهر دومره تیز دي، چې کله یو ځناور یا انسان وچیچي، نو بیا د پاتې کېدو نه وي، همدا لامل دی، چې لنډي په خپلو دوه نیم بیتو کې داسې لوی او ناشونی جاج ځایوي، چې اټکل یې هم ناشونی دی او په همدې پار ورته لنډۍ وايي (۸: ۵م).
د لنډیو جوړښت:
لنډۍ هغه دوه مسره ییزه نظم دی، چې لومړۍ او دویمه مسرۍ نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کښې سره برابرې وي، په بله اصطلاح کې لنډۍ په پښتو شاعري کې تر ټولو کوچنی شعري فورم دی، خو د معنا د ځواک او لیږد له پلوه نه یوازي په پښتو شاعرۍ بلکې په نړیواله شاعرۍ کې یې ساری لیدل شوی نه دی. د لنډۍ کمال په دې کې دی، چې مجموعاً په (۲۲) څپو یا دوو مسرو کې دروند معانیز بار او ښکلا لیږدوي. د لنډۍ لومړۍ مسره(۹) او دویمه مسره یې (۱۳) څپې لري، لنډۍ قافیه نه لري، خو د دویمې مسرې په پای کې یوه آهنګینه کلمه لري، چې د لنډۍ ټول اهنګ بشپړوي. هره لنډۍ باید د زور(ه) په واول یا غږن اواز پایته ته رسیدلې وي. که په پای کې دا زور (ه) را نه شي، نو اهنګ یې نیمګړی پاته کېږي( ۸: ۱۲)
مخکې له دې چې په لڼډيو کې د حماسې برخې او مثالونو ته داخل شوو اړینه ده چې حماسه، حماسي شعر او ویاړنه دروپېژنو.
حَماسه څه ده؟
حماسه په لغت کې زړورتیا او شجاعت ته وایي او په ادبي اصطلاح کې د پهلوانانو هغه ستایونکی شعر دی، چې د جنګونو منظومې کیسې، زړورتیاوې او د یوه ملت قومي او نژادي ځانګړتیاوې په داستاني ډول را ونغاړي. ښایي زموږ په شاوخوا کې د فردوسي شاهنامه د حماسي ادب پېژندل شوی اثر وي.
حماسي ادبیات او حماسه په لومړي نظر د لوستونکي ذهن ته د جنګ او فتحې په څېر موضوعات ور یادوي، خو په واقعیت کې بېلا بېل مفهمونه پکې شامل دي.
حماسه د تېرو زمانو د انسانانو د ژوند شرحه ده، چې د خپل ملت د تمدن او لوړتیا په منظور یې خوځښت پیل کړی دی. همدا لامل دی چې د زور زیاتي او دښمن په مقابل کې د جګړو کیسې، داستان او داسې نور موضوعات حماسي ادبیات ګڼل کېږي. په واقعیت کې حماسه د ملت له هغه ارمانونو سرچینه اخلي، چې د خپلې لوړتیا او خپلواکۍ په لاره مزل پیلوي او خپلې دغه هڅې راتلونکو نسلونو ته روایت کوي.
لامارتین د حماسې په اړه وایي: «حماسه د ملتونو د کوچینوالي شعر دی، د هغه وخت چې تاریخ او اساطیر، خیال او حقیقت یې یو له بل سره ګډ کړي او شاعر د ملت مورخ دی.»
په پښتو ادب کې د هوتکو د دورې حماسې د یادولو وړدي لکه محمود نامه
حماسي شعر:
حماسي شعرونه هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنگ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننگ غیرت ، توره او ویاړنه وي.
لکه:
نه په تورو په لښکرو نه په زغرو
مټ یې هرکله یوازې په خپل ځان شي
په جهان د ننګیالو وي دا دوه کاره
یابه وخوري ککرۍ یا به کامران شي
ویاړنه:
په خپل دین ، قوم ، ژبه په خپل ځان او کارنامو،د نیکونو په مېړانې میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر یا ویاړنه وایی.
د هـجـرت زر دوه ویشت سـن و چې زه راغلم پـه جهان
زه خو شحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کان په کان
شهبـاز خان د یحی خان و چې بل نه و هسی ځـوان
یـحی خان د اکـوړی و چې په توره و سلـطان
په لڼډيو کې حماسي افکار او مثالونه:
څرنګه چې لنډۍ په معنوي لحاظ ګڼې خواوې رانغاړي، چې یوه يې هم حماسي برخه ده. څرګنده خبره ده، چې زموږ هیواد د اسلام د مبارک دین له راتګ وروسته د غزا او جګړو د یو میدان حیثیت غوره کړی دی، کله د دې هیواد نومیالي بچیان د اسلام د خپراوي په پار د غزا په نیت نورو ملګونو ته تللي او سوبمن فتوحات یې ترسره کړي دي، کله بیا د نړۍ طاغوتي لښکرې زموږ حریم ته داخلې شوي دي، چې د ولس مېړنیو په ټولو حالاتو کې ښه په مېړانه د عبرت درس ورکړی دی. څرنګه چې هیواد مو د اتلانو کور دی، نو د نورو ګڼو ژانرونو په شمول يې په لڼډیو کې اتلولیو او مېړانې په لویه کچه انعکاس کړی دی. اکثره لڼډۍ د حالاتو او شرایطو سره سم د احساساتو د څرګندولو په پار ویل شوي، چې د نمونې په ډول يې یوه بېلکه وړاندې کوو.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د انګریزانو پرضد د میوند په جګړه کې کله چې د ټپي شوي افغان جنګیالي له لاسه افغان بیرغ د لویدلو په حال کې و، ملالې ميوندۍ (خوږیاڼۍ) چې جنګیالیو ته يې د اوبو رسولو دنده پر غاړه درلوده دغه لنډۍ وویله.
لنډۍ په ویلو سره له افغان جنګیاليوبیرغ واخیست. کله چې افغان جنګیالیو د پیغلې ملالې لنډۍ واوریده او د دې شهامت يې ولیده، په غورځنګونو شول او د میوند په ډګر کې يې دښمن تارو مار او جګړه د افغانانو په ګټه پای ته ورسیده.
د حاسي لڼډیو مثالونه، چې د تاریخ په مختلفو مرحلو کې ویل شوي دي:
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
که د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار دیدن له ځمه
چې توره نه کړو نو به څه کړو
چې مو شېدې د پښتنې رودلي دینه
که په میوند کې شهید نه شوې
خداېږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتينه
هیواده زیری مې درباندې
دا ستا له عغېږې صلبیان په تېښته دینه
د هلمند مخ ته شملورو
په یرغلګرو دي راوستي ماتمونه
د کندهار غیور وګړي
د دښمن جنګ ته په اشر راوتي دينه
د ارزګان زابل زلمیو
بیا په پردیو کړل حرام د ناز خوبونه
غزني وردګ کمین کمین ده
ګام په ګام کیږي په غربیانو سخت بریدونه
لوګر پکتیا سنګر سنګر ده
ډیر په میړانه یې زلمي کړي جهادونه
خوست پکتیکا ورته سقر شوه
په کې سوزیږي هره ورځ مغرور ځواکونه
له نورستان او له کونړ نه
تل د بري او ازادۍ زیري راځینه
په ننګرهار او په لغمان کې
د ناټوګۍ زامن په چيغو چیغو دینه
د کاپیسا هیبتي خلکو
په یرغلګرو یې توبې ایستلي دینه
هلته هرات اوپه فراه کې
په صلیبیانو زلمو جوړ دي محشرونه
هم په بادغیس او په نیمروز کې
غیور اولس مو په دښمن کوي بریدونه
د غور فاریاب خلک په مینه
د تن په وینه د اسلام سنګر ساتینه
په ګران مزار او په جوزجان کې
په صلیبیانو غازیان تل کړي تعرضونه
کندز بغلان او په تخار کې
په ستمګرو یې دي مات مغرور سرونه
په بدخشان او په پروان کې
په غلیمانو زلمو بل دي سره اورونه
په لويو لارو د وطن کې
څنګه شول خاورې دغلیم غوښې هډونه
په وینو رنګ توره دې راوړه
راشه په سرو شونډو به يې زه در پاکومه
تر دې کږې پګړۍ دې جار شم
تړلې تا ده کږه زه له خیاله ځمه
هلکه ځه ښه په نخرو ځه
په لویو غرو ځه چې شمله دې باد وهینه
جانان مې جنګ کې توره وکړه
ځکه همزولې را ته کوښې سموینه
مایزر ته مه راځه پرنګه
مایزر ډنډونه دي کچرې غرقوینه
توره وهم بې ننګه نه یم
نن مې دښمن لره وهلي سنګرونه
توره په وینو هلک راغی
ځکه يې توره په سرو شونډو پاکومه
توره کول درسره بویه
که دې په کار وي چې ځوانان دې یادوونه
پر وطن نیمه ډوډۍ ښه ده
نه په پردې وطن کې غوښې پلوونه
بالښت د خاورو سر ته کیږده
بې ننګ ته نه ږدم د سر لاندې بالښتونه
بالښت د زلفو مې ساتلی
د غیرتي اشنا د سر لاندې يې ږدمه
توره زما د پلار منصب دی
دا نور عالم چې لافې کړي خندا راځینه
په سپین میدان به در سره یم
زه پښتنه له تورو نه تښتم مینه
چې توره نه کړو نو به څه کړو
چې مو شيدې د پښتنې رودلي دینه
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچله زه ور سره ځمه
د پاکۍ لال به ترې قربان کړم
که مې اشنا پر دښمن مات کړل سنګرونه
سبا لا لمر ختلی نه و
زما جانان سنګر ته ځي اتڼ کوينه
غاړه غړۍ به در قربان کړم
که دې د جنګ پر ډګر وکړل یرغلونه
که بریالی له جنګه راغلې
دا تور اوربل به له تا جار کړم مینه
که په زلمو کې بریالی شوې
قسم مې کړی د یارۍ لاس درکومه
که تور اوربل می میراتیږي
په وطن ننګ دی جانان نه منع کومه
دا هیواد دې کله هم بې حماسو نه شي، کله دې هم د دوی غرور نه ماتېږي، د داسې یوې ورځې په هېله، چې ددې هیواد مېړني د نړۍ د مسلمانانو تللی برم بېرته اعاده کړي.
په اسلامي او افغاني مینه
پوهنیار امیرزاده صافی
اخځونه:
. سلمي، شاهین. ( ۱۹۹۴م). روهي سندرې. (دویم چاپ). پېښور: جدبون پرنټنګ پریس.
۲. سيدي، سید نظیم. ( ۱۳۹۱ لمریز). زرچاڼ. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.
۳. همنوا، عبدالاحد. (۱۳۷۲ ل.ل). شیرینې لنډۍ. مذهبي کتابخانه کانسي روډ غني چوک.
۴ـ هېوادمل، زلمی. (۱۳۷۹ لمریز). د پښتو ادبیاتو تاریخ(لرغوني او منځنۍ دورې).کابل: دانش خپروندیه ټولنه.
۵ –
۶ ـ مجازي نړۍ.