
په فتنو ډک وخت کي د مسلماني ښځې ایمان عزت او رول
په ننني وخت کې، د اناثو (ښځو) لپاره تر ټولو مهمه او اړینه موضوع چې زه یې دي ته اړ کړم چي پرې څو کرښې ولیکم هغه دا ده فتنو په ډک وخت کې د مسلماني ښځې ایمان عزت او رول دی.
دا موضوع ځکه ډېره مهمه ده چې:
1. ✅ ایمان له سختو ازمیښتونو سره مخ دی سوشل میډیا ( مجازې نړۍ )فیشن، شهوت، بېحیایي، له دین نه لیري فرهنګ او د ننې عصر بد رواجونه .
2. ✅ د ښځې اصلي ارزښت هېر شوی د یوې مؤمنې، پردې دارې، د اخلاقو ښې نمونې، او د نسل روزونکې رول تر سیوري لاندې شوی.
3. ✅ کورنۍ بېثباته شوې دي ښځه د کور بنسټ ده که دا باثباته نه وي نسل بربادېږي.
4. ✅ بدلونکي وخت ته چمتو والی پکار دی تعلیم، دین، تقوا، او بصیرت باید ولري.
په دی فتنو ډک وخت کي د مسلماني ښځې ایمان عزت او رول
د دې موضوع لاندې مهم بحثونه:
1. د یوې مؤمنې نجلۍ یا ښځې صفات
• حیا، حجاب، صبر، اطاعت، عاجزي.
2. د پردې ارزښت او د بدن ساتنه
• د قرآن او سنتو له نظره.
3. د علم او اخلاقو یوځای اهمیت
• علم لرل او له حیاء نرمۍ سره دا علم خپرول
4. سوشل میډیا او عصري فتنې
• ځان ساتنه، حدود پېژندل، محتاط چلند
5. د مور، خور، لور او مېرمن رول
• د نسلونو تربیه عملي مثالونه حضرت خدیجه، فاطمه، عایشه رضی الله عنهن.
د نن ورځې مؤمنه ښځه که خپل ایمان، عزت او حیاء وساتي نو امت بیدارېږي، کورونه روښانه کېږي، او نسلونه ژغورل کېږي
ډاکټر عبدالنافع حقمل
شهرنو، کابل افغانستان