
په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري؟
سوال:
يو دا صورت دی چې د قرآنکريم څه برخه تلاوت کوي او نور ټول هغې ته غوږ نيسي، بيا خپل ځان او مسلمانانو ته دعا کوي.
او بل داسې دی چې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيموي او هر يو د قرآن څه برخه تلاوت کوي او هغوی وايي چې موږ د تبرک د پاره مکمل قرآن ختم کړ.
جواب:
الحمد لله والصلاة والسلام على رسوله وآله وصحبه وسلم، وبعد:
اول: دا چې د قرآنکريم د تلاوت د پاره جمع کېدل، په داسې طريقه چې يو قرآن ووايي او نور غوږ نيسي، او د هغې په معنی کې تدبر او فکر وکړي، واقعاً د خير کار دی. الله تعالی دا قبلوي او د هغې په بدل کې اجر ورکوي.
پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمایلي:
«مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ.»
هيڅ ډله په يوه کور کې د الله تعالی له کورونو څخه د قرآن د تلاوت او مطالعې د پاره نه جمع کيږي، مګر په هغوی باندې سکون نازلېږي، رحمت احاطه کوي، پریښتې احاطه کوي، او الله تعالی هغوی د هغه چا په مجلس کې یادوي چې له ده سره دي.
دوهم: د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيمول، چې هر يو پخپله قرآنکريم تلاوت کړي، داسې ډول لوستل مکروه دي.
- غوره دا ده چې یو ښه لوستونکی يې ووايي او نور عوږ ورته واوري، په هغې کې تدبر وکړي.
- که داسې نه وي، نو بیا هر يو قرآنکريم په کراره ووايي (کفايت المفتي – مفتي اعظم حنفي کفايت الله رح).
و يکره للقوم أن يقروا القرآن جملة لتضمنها ترک الاستماع (عالمګيري ۵/۳۱۷)
فتاوي بلد الحرام وايي: د قرآن سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيمول، او هر کس پخپله د قرآن څه حصه تلاوت کړي، د هيڅ یوه د پاره د قرآن ختم نه شميرل کېږي، فقط د تبرک په نيت د قرآن په تلاوت کې یو ډول نقص یا کمی دی.
- د قرآن د لوستلو هدف الله تعالی ته نږدې والی، حفظ کول، تدبر، د احکامو پوهه، او له بیانونو څخه عبرت اخیستل دي، چې ثواب لري.
- دا طريقه ځکه نا مشروع ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو څخه نه ده ثابت شوې، خو که د حفظ او تعليم لپاره وي، باک نه لري.
ماخذونه:
- فتاوي معاصر البلد الحرام – دائمي ټولنه، بدع الناس في القرآن ص۱۲-۱۱
- مسلم 2699، ابو داود 1455، ترمذي 2946
- فتوى للجنة الدائمة (2/480)
لنډيز:
- د قرآن تلاوت په جمع کې د يو لوستونکي او نورو د غوږ نیولو سره د تدبر او فکر په حالت کې د ثواب سبب دی.
- د قرآن سپارې تقسيمول د تبرک لپاره، چې هر څوک خپله برخه لوستل وکړي، د قرآن د ختمېدو بشپړ ثواب نه لري، خو د حفظ او تعليم لپاره جواز لري.
والله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم