په زړه پورې معلومات د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه

د چين په شنګهاي ښار کې سور موټر ساتل ممنوع دي .

د هندوستان په سنګاپور ښار کي ژاوله ژول منع دي .

د ترکيه استنبول يوازينی ښار دی چې په دوه وچو کې واقع دی يانې يوه برخه يې په اسيا کې ده او بله برخه يې په اروپا کې راځي .

په سايبيريا کي د ١٩ مې پيړۍ پورې د چايو پاڼې به د پيسو په توګه استعماليدې .

د يوې سروې له مخې يو نورمال انسان په کال کي ١٤٦٠ خوبونه ويني .

برقي چوکۍ د لومړي ځل لپاره د غاښونو يو ډاکټر جوړه کړې وه .

ډولفن ماهي په يوه سترګه ويده کيږي .

د امريکا په متحده ايالاتو کي هر ٤٥ ثانې وروسته په يو کور کې د اور لګيدني پيښه رامنځته کيږي.

هر کال ٢٥٠٠ چپ لاسي خلک ددې له امله مړه کيږي چې هغوی هغه شيان استعمالوي کوم چي د ښي لاس خلکو لپاره جوړ شوي وي .

او د امريکا په يوه ودانۍ کي چي امياير سټيټ بلد نګ نومويږې د ١٠ ميلنونه زياتي ښيښي لګول شوي دي .

د امريکا پخواني صدراعظم بل کلنټن په خپله ٨ کلني دوره کي فقط دوه ايميلونه کړي دي.

د يو امريکايي په کلمو کي د مټر بوټی رازرغون شو .

د ١٦ پيړۍ د پای پورې ياني د ١٥٦٤ ميلادي کال پورې به ميلادي کال د مارچ د مياشتي په اخره کي پيليدو چي اوس د جنوري د مياشتي د لومړۍ نيټي څخه شروع کيږي .

اکټوپس چي د اوبو يو ژوی دي درې زړونه لري .

د ويل ماهي د ژبې وزن د يو فيل د ټول جسم د وزن برابروي .

يو شارک ماهي د ١٠٠ کلو پورې ژوند لري .

د نړې تر ټولو لوی مکتب په هند کې دي چي په ٢٠٠٢ ميلادي کال کي پکي ٢٦٣١٢ زده کونکو زده کړي کولي .

د نړۍ تر ټولو لنډ مهاله جنګ په کال ١٨٩٦ کي د انګلستان او زنزيبر تر مينځ و چي زنزيبر په ٣٨ دقيقوکي انګلستان ته تسليم شو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب