په خوراک او څښاک د الحمد الله ویل

انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله له بنده نه راضي کیږي کله چې بنده یو وخت خوراک وکړي او په هغه د الله حمد او ثنا ووایي او یا څه وڅښي او په هغه د الله حمد او ثنا ووایي.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ لَيَرْضَى عَنْ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا. رواه مسلم (2734).

له دې حدیث نه دری خبرې معلومولی شو یوه دا چې له خوراک او څښاک وروسته (الحمدلله) ویل مستحب او سنت طریقه ده دویمه دا چې په کم عمل هم الله جل جلاله له بنده نه راضي کیدلی شي او دریمه دا چې کله سړی پوره خوراک یا څښاک وکړي له هغه وروسته حمد او ثنا ویل مستحب دي ځکه الاکله د یوه وخت (غرمې یا ماښام) خوراک ته وایي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب