په تعصب د اخته کیدو لاملونه

نو پوښتنه دا ده  چې  کله تعصب  داسې  یو مرض دی، نو خلک  ولې  په دې مرض اخته   کیږي‎؟ په ډیره لنډه توګه ویلی شو  چې  په تعصب  د اخته کیدو لاملونه او اسباب په لاندې ډول دي:

لومړی: غلط فهمي او غرور

د خپل ځان، خپل قوم، خپل وطن … په باره  کې  په غرور کې  اخته کیدل، خپل ځان، خپله کورنۍ، خپل قوم، … ورته ډیر پیاوړی او ستر معلومیدل،  چې  په همدې غرور او غلط فهمۍ  کې  فرعون هم د ځان په اړه اخته وه، هغه به ویل: {قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ } [غافر: 29] فرعون وویل: زه تاسې ته هغه لاره ښایم  چې  زه یې درسته ګڼم، او زه تاسې ته یوازې سمه لاره درښایم. دا وینا ددې ښکارندویه ده  چې  فرعون په څومره لوی غرور  کې  اخته وو، کله هم  چې  انسان ددې غرور څخه راووزي نو بیا د تعصب له مرض څخه نجات موندلی شي، او که دا غرور او غلط فهمي لیرې نه شي نو د عمر تر پایه پورې دا مرض د انسان په زړه  کې  پاتی  کیږي.

دویم: تنګ نظري او د خپل ځان په محور راڅرخیدل

داسې ډیر خلک شته  چې  ډیر تنګ نظره دي، او د هیچا سره تعامل نه کوي، او نه له چا سره راشه درشه لري او نه له نورو سره د اړیکو ساتلو فرصتونه ورته برابر وي،  داسې  خلک هم په تعصب اخته   کیږي ، ځکه  چې  د نورو خلکو سره د تعامل په نتیجه  کې  د نظرپراخي پیدا  کیږي ، د خلکو ښه او مثبت صفات د انسان مخی ته راځي  چې  هغه تعصب له منځه وړي، او د نورو خلکو سره مقاطعه او راشه درشه او راکړه ورکړه نه درلودل په انسانانو  کې  تنګ نظري او د همیش لپاره په خپل محور د راڅرخیدو ناوړه صفات پیدا کوي چې دا بیا په تعصب تمامیږي.

دریم: ناسم ټولنیز چاپیریال

همدا راز هغه ناسم ټولنیز چاپیریال  چې  انسان پکې  ژوند کوي، او هغه پکې  رالوییږي هغه په انسان  کې  د تعصب د راپیدا  کیدلو لامل ګرځي، که څوک په  داسې  کورنۍ، دوستانو، یا  داسې  ټولنیز محیط او چاپیریال  کې  ژوند کوي  چې  هلته د نورو پر ضد نفرت او کرکه وي، نورو ته په سپکه کتل کیږي، او بد رد ورپسې ویل کیږي ، د هغو د ښو صفاتو د یادولو پرځای په منفي اړخونو تر کیز   کیږي ، بلکې مثبت اړخونه یې هم په منفي توګه وړاندی  کیږي، دا ډول چاپیریال د انسان په زړه  کې  د تعصب، او د خپل ځان په اړه پر نورو د ځان لوړ ګڼلو جذبه او له نورو څخه د نفرت او دتحقیر احساسات راپیدا  کیږي، همدا راز که  چیرته څوک  داسې  سیاسي، قومي، مذهبي او فکري مشران ولري  چې  د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د خپلو خلکو په ذهنونو  کې  د نورو پر ضد د نفرت احساسات پیدا کوي دا د تعصب د راولاړیدو یو بل لوی لامل دی.

څلورم: جهالت او دنورو په اړه دمعلوماتو کمی

د تعصب یو بل لوی لامل د خپل ځان په اړه ناپوهي او دنورو په اړه د معلوماتو کمی او یا بیخي  معلومات نه درلودل وي، ځکه د بل چا په اړه د انسان په ذهن  کې  نفرت هغه وخت ځای نیسي  چې  هغه ورته د منفي صفاتو یوه مجموعه ښکاره شي، او دا خو معلومه خبره ده  چې  د یو قوم ټول خلک، او د یوی سیمی او وطن ټول اوسیدونکي او د یوی ژبی ټول ویونکي په یو ډول د ټولو منفي صفاتو درلودونکي کیدلی نشي، همدا راز دغه انسان  چې  په چا فخر کوي ناممکنه ده چې هغوی دې ټول د یو ډول او په یوه سويه د ښو صفاتو لرونکي شي، نو بناء دا څرګنده خبره ده  چې  دغه انسان په جهل، ناپوهۍ، د معلوماتو په کمي او یا هم نشتوالي کې  واقع دی.

پنځم: له نورو خلکو سره د تعامل د اخلاقیاتو څخه بی خبري

یو بل څه چې د تعصب لامل ګرځی هغه له خپلو مخالفینو سره د تعامل د درستو اصولو او اخلاقیاتو څخه بې خبري او یا هم د هغه نه مراعاتول دي، په دې معنا چې ټول انسانان خو په یو څېر نشي کېدلی، د هغوی ترمنځ به د قوم، سیمې، وطن، ژبی، مذهب، رایې، فکر … په بنسټ توپیرونه موجود وي، همدا راز ټول انسانان په ټولو اړخونو کې مختلف هم نه وي بلکې ډېر مشترکات او ګډ صفتونه هم لري، نو همېشه اختلاف د دښمنۍ او نفرت بنسټ ګرځول هم درست نه دی، او نه توافق د همېش لپاره د تأیید اساس جوړول پکار دي، بلکې دلته داسې څه اصول او ضوابط پکار دي چې هغه د خلکو ترمنځ د اختلاف او اتفاق دا دواړه اړیکې  منظمی کړي، هغه اصول دا کېدلی شي:

الف- انسانان دې ته اړتیا لري چې – د ټولو اختلافاتو سره – ګډ ژوند ولري ، که مطلق اختلاف د خلکو د ګډ ژوند مانع وګرځول شي نو بیا هېڅ انسان له بل سره د ګډ ژوند امکانات نه لري، ځکه یو ډول نه یو ډول اختلاف موجود دی، نو اختلاف باید د خپل منځي سولییزاو ګډ ژوند مانع ونه ګرځی، او اختلاف تحمل کړی شي.

ب ـ عدل او انصاف: په دی معنا چې هر هغه څوک چې له تا سره په یو څه کې مختلف وي د کرکې او نفرت مستحق نه دی، بلکې هغه سره باید د عدل او انصاف فیصله وشي، که د هغه کوم کار د ستایلو وړ وي باید وستایل شي، که کوم کار یی د محکومولو وړ وي باید محکوم کړل شي، او کوم کار یې چې د نفرت وړ وي له هغه څخه نفرت وکړل شي، او دا تعامل باید یوازې د هغه چا سره نه وي چې په قوم، ژبه، هېواد، سیمه، مذهب، حزب، تنظیم، رایې او فکر کې ورسره اختلاف ولري، بلکې د هغه چا سره هم وي چې په دغو ټولو کې ورسره ګډ او شریک وي.

ج ـ هر څه د حق په تله وتلل شي، په دی معنا چې دا ونه کتل شي چې دا عمل د چا دی، بلکې دا وکتل شي چې له حق سره څومره تړاو لري، که له حق څخه لیرې وي، نفرت ترې وشي او که حق وي او یا حق ته نږدې وي، تأیید یې وشي، همدا له نورو سره د تعامل اخلاقیات دي.

که  چېرته څوک دا اخلاقیات مراعات کړي نو تر ډېره حده د تعصب د مرض څخه ځان ژغورلی شي، مګر که دا اخلاقیات مراعات نه کړي نو بیا د تعصب په مرض کې پریوتلی شي.

شپږم: د تعصب په باب د شرعي نصوصو څخه بی خبري

همدا راز د مسلمان لپاره په تعصب کې د اخته کېدو یو بل بنسټیز لامل له شرعي احکامو څخه بې خبري ده، ځکه د یو سم او صحیح مسلمان په اړه غالب ګمان دا دی چې هغه به د شریعت د احکامو پابند وي، او کله چې په یوه مسأله کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم وګوري نو هغه تر پښو لاندې کولی نه شي، نو کله چې ته یو مسلمان وګورې چې په تعصب کې اخته دی نو پوه شه چې هغه له شرعي احکامو څخه خبر نه دی، ځکه که  خبر وی نو هېڅکله به په تعصب کې اخته نه وای.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب