په اېکوسیستم کې متقابل عمل

 

د يو ژوندي موجود په ځانګړي ډول مطالعې سره، مث ًلا: د يو پړانګ په مطالعې سره ډځر شيان لکه د غذا ډول یې، د غذا وختونه، د ژوند لپاره د استوګنې د پيداکولو څرنګوالی او نور د نوموړي حيوان په باره کې مونږ ته معلومات راکوي. په حقيقت کې ټول ژوندي موجودات د غذا د لاسته راوړلو، استوګنې، ساتنې، د نسل ډځرښت او نورو اړتياوو لپاره له نورو ژونديو او غير ژونديو موجوداتو سره تړلي دي.

اېکولوژيستان د يو ژوندي موجود د يوې مشخصې نوعې په مطالعې سره د زيات شمېر ژونديو موجودات ترمنځ متقابل عمل مطالعه کوي او ددې نوع ترمنځ ارتباط له نورو نوعو سره ترڅړېنې لاندې نيسي. همدارنګه په ذکر شوې نوعې باندې د اېکوسیستم د غيرژونديو اجزاوو تاثيرونه ترڅړېنې لاندې نيسي، د بېلګې په توګه: يو اځکولوژيست د يوې رمې هوسيو څخه يواځې يوه هوسۍ تر مطالعې لاندې نيسي او ددې اړيکو په باره کې د رمې له نورو هوسيو سره چې په يوه چاپېريال کې اوسېږي څړېي یې.

په داسې حال کې چې يو بل اېکولوژېست همدغه هوسۍ د اوسېدلو د چاپېريال د تاثيرونو (لکه: يخنۍ، تودوخې، وچکالۍ او نورو) له پلوه د مطالعې لاندې نيسي. د ژونديو موجوداتو هي& ټولنه په يوازېوالي او خپلواک ډول خپل ژوند مخ پر وړاندې نشي وړای. څرنګه چې پوهېږو اجتماع د وګړو مجموعه ده او ټولنه (جامعه) د څو اجتماع ګانو مجموعه ده چې په خپلو منځونو کې مختلفې اړيکي لري. په يوه اجتماع کې بدلون د يوې ټولنې (جامعې) د بدلون لامل ګرځي، د بېلګې په
توګه که په يوه سيمه کې د موږکانو شمېر زيات شي، د هغه حيواناتو شمېر هم زياتېږي چې له موږکانو څخه تغذيه کوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب