په افغاني ټولنه کې د ښځو غجمن حالت
په اسلامي مبارزه کې مسلمانو ښځو هم له نارینه وو سره اوږه په اږه برخه اخیستې او سترې قربانۍ یې ورکړي دي. که د رسول صلی الله علیه و سلم له ژونده یادونه وکړو، نو په ډېرو حساسو مسایلو کې د ښځو برخه جوته وه. د راشده خلفاوو په وروستي پیر کې د عایشې رض سیاسي دریځ او فعالیت ټولو ته څرګند دی. زموږ د وطن په ملي مبارزو کې د هېواد د تاریخ په پاڼو کې د خویندو کارنامې په زرینو کرښو لیکل شوي دي. د دوی ویاړ د تاریخ د پاڼو په ښکلا کې اوڅاره برخه لري. د نازو انا حکمت او تدبیر، د ملالې زړورتیا د ناهید شهادت د دغو ویاړونو بېلګې دي. (مشت نمونه ای خروار)
له دغو پتمنو ښځو سره سره باید پر دې تریخ حقیقت هم اعتراف وکړو، چې زموږ په ټولنه کې، ښځو ته د اسلام د مبارک دین له خوا ورکړل شوي حقوق حتی نیم هم نه دي ورکړل شوي. د پښتنو په اړه یوه خبره ډېره عامه ده، چې «پښتنو نیم قرآن منلی، زما یو دوست بیا وايي چې ایله یې لس پارې منلی وي!» پښتانه د ګڼو لاملونو له امله د ښځو د حقوقو په ورکړه کې تر دې دمه پاتې راغلي دي؛ همدلته باید پر دې هم اعتراف وکړو، چې زموږ تاجکان، اوزبیکان او … وطنوال تر پښتنو په دې برخه کې ښه دي، ولې د اسلام له لارښوونو سره د دوی چلند هم سم برابر نه دی.
زموږ په وطن کې د ښځو او نارینه وو سره متفاوت چلند ډېر عام دی. کله چې د چا مېرمن حامله وي، نو له پلاره نیولې تر نور ټولو پورې د هر چا همدا دعا وي، چې الله دې زوی کړي. دا هم له دې سرچینه اخلي، چې له نجلۍ سره په راتلونکي ژوند کې یو شمېر کړاونه وي؛ د بېلګې په ډول، ماشومه چې لږ ستره شي، پلار سره پټي کې کار نه شي کولای، د کلیوال ماحول اخلاقي ستونزې کورنۍ ته د تشویش بله منبع وي، چې د واده شي هلته بیا دا ستونزه وي، چې ټول انتظار وباسي که څوک نجلۍ پسې د رېبارۍ لپاره راغلل ښه، کنه افغاني کلتور کې دا بي غیرتي ده چې د نجلۍ پلار یا ورور یو نېک انسان ته له خپلې خور سره د نکاح وړاندیز وکړي، که پلار زوی نه لري، لور (چې نه تعلیم لري او نه بل کمال) نه شي کولای د کورنۍ اقتصادي مشکلات حل کړي او داسې نور… دا ټول هغه عوامل دي چې د ټولې کورنۍ له لور څخه زړونه ماړه وي.
کله چې یوه نجلۍ په داسې یوه چاپېریال کې لویه شي هغه په طبیعي ډول ځان تر خپل وروره کمه ګڼي! اول چې کله خور او ورور (د ماشومتوب پرمهال) مکتب ته ځي (مکتب ته هم ډېری نجونې د تګ حق نه لري) هر سهار پلار څه چې حتی مور په ډېر شمېر کورنیو کې که لور ته دوه افغانۍ ورکوي، زوی به څلو اخلي. د ځینو خو ما دا هم اورېدلي دي، چې زوی ته جوش کړې هګۍ د کتابونو سره ږدي او لور به سپوره ډودۍ مکتب ته وړي!! (آیا دا موشومه به کله هم له ځانه سره دا فکر نه کوي، چې دې ته ولې نیم مصرف ورکول کېږی، په داسې حال کې چې د دواړو مصرف برابر دی؛ ماشوم کله کله په داسې مسایلو فکر کوي، چې موږ تصور هم نه شو کولای). که ورور کور ته راځي، تږدی وي، خور به ورته اوبه راوړي، حتی که دا خور له وروره مشره هم وي! تل داسې پېښېږي چې کشر ورور پر مشرې خور ګوزارونه کوي، خو هغه د ځان د دفاع حق هم نه لري، په تېره بیا چې زوی یو وي، هغه بیا تر نورو ډېر زیات حقوق لري!
دا زما خپله تجربه ده، له کلي څخه مې ترور -چې زړه ښځه وه- ښار ته راغلې وه، زه خونې ته دننه شوم، که څه هم هغه زموږ کره مېلمه وه، له ځایه وښورېده ما ته یې د پورته کېناستو ست وکړ، ما و نه منله، دې وې، «نه، ته پورته کېنه، ته خو نر یې!!» زه د هغې وراره، د هغې له زامنو ډېر کشر، خو زه نر یم، باید تر هغې په خونه کې پورته کېنم!! پښتني دود دا دی، چې که پلار یا د کور سرپرست نه وي، ښځې (که مور هم وي) باید له مشر زویه د باندې تګ اجازه واخلي! اکثر داسې پېښېږي، چې کله کشری زوی د مور خبره نه مني، پر دې یې وېروي، چې لالا (مشر ورور) ته دې بیا وایم! عجیبه ده، چې له موره د چا حیا نه راځي، او له مشره وروره چې له همدې موره زېږېدلی، وېرېږي!
دا دود اوس هم په پښتنو کې ډېر عام دی، چې د لور په نکار کې له لوره هېڅ پوښتنه نه کېږي، لور حتی په خپل برخلیک کې د تصمیم نیولو له حق څخه بې برخې ده. د دغه حق د نقض په سبب لور بیا له چا سره ارتباط نیسي او د پلار له اجازې پرته کور پرېږدي. په دې حالت کې لور بیا واجت القتل ده!! د امام ابو حنیفه (رح) له نظره، نجلۍ چې بالغه او عاقله وي، حق لري، د ولي له اجازې پرته له چا سره نکاح وکړي. که په پښتنو کې چا د امام صاحب مذهب پرې ښود، له کفره یې اړوي، خو په دې مساله کې بیا د امام صاحب رایه په تاقچه کې پاتې کېږي.
مهر او میراث چې په اسلامي شریعت کې ځانګړی ارزښت لري، ښځه ترې تر ډېر بریده بې برخې ده. په کلیوالو نکاح ګانو کې د هلک پلارد نکاح په مجلس کې وایي، هغه پټی مې ورکړ، دغه حوېلۍ مې ورکړه او … خو د مجلس له ختمېدو سره دا خبرې بیا هېرې شي. جالبه دا ده، چې عین ځایونه پلار د څو زامنو په نکاح ګانو کې ورکوي! که کومې خور له وروره میراث وغوښت، بیا نو دښمني اعلان ده. میراث دومره هېر شوې چې ښځې اصلاً فکر نه کوي، چې دوی به د پلار په میراث کې حق ولري. ځکه ښځې اکثر د میراث غوښتنه نه کوي، یاده دې وي، چې د میراث اخیستو عواقب به ډېر ترخه وي، ځکه خور ترې تېرېږي. که د یوې خور زر افغانۍ پر ورور پور وي، سهر او بېګا به یې ترې غواړي، ځکه پر دې یقین لري چې دا د دې حق دی، ولې د میراث یادونه بیا اصلاً نه کوي. ډېری وخت داسې پېښېږي، چې ورور ډېر عالي ژوند ولري او د خور زامن له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ وي، خو بیا هم خور د میراث د حق د اخیستو تصور نه شي کولای.
ښځه چې کله زړېږي، خاوند یې نه وي، بیا د اولادونو د اوږې بار وي. ځکه ناپوهي له یوې خوا او د ښځې ټیټ اجتماعي حیثیت له بلې خوا، د دې لامل کېږي چې اولادونه بیا زړه مور د اوږو بار ګڼي او مرګ ته یې شېبې شماري. زوی چې کله واده وکړي، بیا نو مور د کور پر اضافي غړي بدلېږي، ځکه نور کوم خاص رول نه لری، باید ژر تر ژره په خپله مخ ولاړه شي. له مور سره په سلو کې شاید پنځوس یا لا زیاتو کورنیو کې ښه وضعیت و نه شي.
دا د ښځې د ژوند دوران و، چې تر مرګه مو بدرګه کړه. اوس په دغسې یوه ټولنه کې به څوک د ښځو پر سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او … حقوقو اعتراف وکړي؟! آیا په دغه ډول ټولنه کې د ښځو سیاسي حقوق او په مهمو مسایلو کې ورسره مشوره به خلکو ته د خندا وړ نه ښکاري؟! ما له ځینو بې سوادانو اورېدلي دي، چې وايي، «دا ملایان (له ملایانو څخه یې هدف با سوادان دي، ځکه هغوی خو نور مسلکونه نه پېژني) لږ داسې دووسان غوندې وي، خپلو ښځو ته به یې جینګه خوله نیولې وي!» په کلیوال ماحول کې له خپلې ښځې سره خوږه خبره یا خندا دووسي ده. هلته غیرت او نرتوب دا دی، چې ښځې سره تریخ سلوک وشي، توندې او تېزې خبرې ورسره وشي اول خو باید چې ډېرې خبرې ورسره و نه شي. په کلیوال ماحول کې ښځه له حجاب پرته، له لوی ټیکري سره منګی پر اوږه اوبه راوړي، هلته نارینه وو ته د اوبو راوړل عار او ننګ ښکاري او دا چې خویندې او میندې یې اوبه راوړي دا غیرت دی، ننګ دی او نرتوب دی!!! عجیبه ټولنه، عجیبه دودونه او نا آشنا غیرتونه! په دغه ډول یوه ټولنه کې د داسې اصلاحاتو ضرورت دی، لکه په اخترونو کې چې خپل کورونه څنډو. باید پر خپلو دودونو بیا کتنه وکړو، یو ځل یې د اسلام له فلتره تېر کړو، مضر یې پرېږدو او مفید یې راخپل کړو. په خپلو دودونو کې یوه داسې خانه ټکاني وکړو، چې زموږ راتلونکې خویندې له دغو بې ځایه دودونو وژغورل شي او با عزت او پتمن ژوند ولري. دغه کلتوري خانه ټکاني جرئت، شجاعت او زړورتیا غواړي. څوک چې د دغه ستر کار او ستر اصلاح نیت لري، د خور او مور غم یې ورسره وي، باید د دې اصلاح برخه شي. هر څوک یې باید له خپلو کورونو شروع کړي. د دې اصلاح لومړنی ګام تعلیم دی. تعلیم د هر جنس لپاره، زوی او لور دواړه باید باسواده وي. که دا کار وشي، زموږ بدمرغه ټولنه به په یوې نېکمرغې هغې بدله شي او راتلونکي نسلونه به تل موږ ته دعا کوي. دا خبره بیا هم واورئ، دا کار جرئت، شجاعت او زړورتیا غواړي، د خلکو تورونه او خنداګانې باید وزغمو چې راتلونکو ښځینه نسلونو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړو.
عبدالله داعي