په اسلام کې د ښځو تعليم

ښځه دانسانانو په نړۍ کى نيمه نړۍ ده اودنارينه  يوه حصه ده لکه چى څنګه رب العالمين په خپل کتاب کى فرمائي ژباړه (هغه خداي چى تاسو يي له يو نفس څخه پيدا کړۍ او له همدغه نفس يي دده ميرمن پيدا کړه اوله دوي دواړوڅخه يي ډير سړي او ښځي خپاره کړه ). اوله ښځى سر بيره انسان نيمګړي دي ښځه ده چى لور خور ميرمن او مورده ښځه دهر انسان لمړۍ مدرسه ده بايد لومړنۍ  مدرسه ډيره پياوړې او په هر علم پوره وي ځکه له دي څخه ديوکوچني لمړى ښوونه او روزنه  پيليږي هرکله چى مور نالوستي وى نو دکوچني لمړۍ پؤړۍ له پوهې بې برخې شوه همدا راز ښځه ده چى دخپل کور مالکه او وزيره  ده  هرکله چى دومره لويه چوکۍ او منصب ددي ترغاړي دي نو لازمه ده چى پوهه او عالمه وي او خپله ورترغاړي دنده په ښه او سالمه توګه ترسره کړي ښځه ده چى ميرمن ده او دښي ميرمنى په باره کى رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايي ژباړه (ښه ميرمن هغه ده چى خاوند ورته حکم وکړى هغه ئي اومني،دخاوند په نه شتون کى دهغه دمال اولاد اودخپل ځان حفاظت وکړى، هرکله چى ورته خاوند نظر وکړې هغه يي په ليدوخوشحاله اوخوښ شي (چى دځان دصفائ اوډول سينګار خيال ساتى) او داټول هرڅه دعلم او پوهي په شتون کى شوني دى.
راځو ديته چى ايا ددوي دعلم په باره کى الهى امر يا نهى خو نده راغلي لمړي  ترټولو خبرو او کلامونو بهتر کلام درب العالمين دى چى فرمائي ژباړه (ايا برابر دي هغه کسان چي پوهيږي   اوهغه کسان چي نه پوهيږي ) بلکې ندي برابر همداراز بل ځاي کي فرمائي ژباړه (دهغه خداي په نوم ولوله چي انسان ته يي ښودنه کړيده په قلم) اوانسان ته ئي هغه څه وښوده چي پري نه پوهيده ) په دوهم مقام کى رسول الله فرمائي ژباړه (ښځى دسړو يوه برخه ده ) له لومړي  ايت مبارک څخه دا معلوميږي چى لوستي ښځي او سړى دنالوستوڅخه بهتردى په دوهم ايت کى ديته اشاره ده چى علم په دواړو جنسونو کى ښائست او پردواړو دالله رحم اوپيرزوينه ده ځکه چى دانسان لفظ عام دي پر دواړو يو شان د تطبيق وړدي اودي خبري ته په پورته حديث کى رسول الله اشاره کړيده چى ښځي دسړو يوه حصه ده او هر کله چى يو حکم مسلمان ته وشي نوبياددغه حکم لاندي ښځى او سړي يو شان راځي لکه چى رسول اکرم فرمائي ژباړه (دعلم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده ) نو دلته دمسلمان لاندي دواړه اجناس راغله په حديث کي دمسلمة لفظ نشته خو دناپوهي په وجه خلکو زيات کړيدي حال داچى دي زيادت ته هيڅ ضرورت نشته پدي اړه صريحى احاديث موجود دي رسول الله حال دا چى پخپله نالوستي وو خو دا دهغه په شان کي عيب نه بلکي حسن دي هغه يوي صحابيې ته چي (شفاء) نوميده حکم کوي چي حفصي‌ ته ليک لوست وښايه حال داچى نوموړي   دزاړه عمر اوبوډۍ ښځه وه .
پدي حديث کي يو لوي درس دي دهغه چا لپاره چي دښځو تعليم ناروا بولي او ښځي دجهل او ناپوهي په طرف بيايي اوښځي په يو لويه ګناه ګرفتار وي چي ديو ښه کتاب کتلو په ځاي  هميشه غيبت ، بهتان، او درواغو ويلو ته  وزګاروې وي لکه چي يي ګورو همدغه راز پکار وو چى دخپل اولاد سره دهغوي په درسونو کى  کومک کړي واى نشي کولايي ځکه چې نالوستي ده .نودا اياتونه او احاديث دهغه چا درواغ  ثابتوي چې پدي کلک دي چې دښځو ليک لوست ناروا او حرام دي او په دليل کي دا موضوعي او ضعيف حديث راوړي چې وايي ژباړه (ښځي په بنګلوکي مه اوسه وي ، اومه ورته ليک لوست ښايي) لږ دفکر ځاي دي چى دغه رنګ احاديثو څومره ښځي بي تعليمه کړي اوڅومره بچي يي نالوستي کړل حال داچي واضح او ښکاره اياتونه او احاديث پدي برخه کي موجود دي.
لکه څنګه چي پدي ايت کريمه کي راغلي دي ژباړه (اي دايمان والاو خپل ځانونه اوکورني داوړه له اوره وژغورۍ) دا ايت دليل دي پردي چي دکورنۍ ښوونه او روزنه پر سړي لازم دي چي هغوي به نيکو کارو ته رابلي او له بديو به يي منعه کوي، او هرکله چى رسول الله دخپل امت  هغه غړي چي ازاد ندي بلکي غلامان او وينځي دي ديته رابلي چى تعليم وکړي.
( نو ولي دهغه امتيان هغه خلکو ته تعليم نه ورښاي چي ازاد او دهغه دتن غوښي  وي) امام بخاري پردي اړه باب  ايښې چي (دسړي تعليم خپلي وينځي او کورنۍ ته) او بيا دا حديث راوړي   ژباړه ( دري تنه دي چي دهغوي لپاره دوه اجره دي………او هغه سړي دي چي دهغه په ملکيت کي وينځه وي ادب ورته ورکړي اوښه ادب ورته ورکړي،ښوونه ورته وکړي اوښه ښوونه،اوبيا يي ازاده کړي اونکاح ورسره وکړي نو دده دوه اجره دي) همدغه راز امام بخاري باب ايښې چي ايا دښځو دتعليم لپاره يوه ورځ معلومول پکاردي او کنه اوبيا دا حديث راوړي  ژباړه (ښځو رسول الله ته وويل چي پرتاسو زمونږڅخه سړي ډير غالبه شوي نو زمونږ لپاره يوه ورځ معلومه کړه ، نو رسول الله ورسره ديوي ورځي وعده وکړه  او ورته ورغى نصيحت او امر ئي ورته وکړه ) نو ددي حديث نه  دښځوتعليم او دصحابياتو دپوهي سره بي کچي مينه معلوميږي ، نو داچي علم يواځي په سړو فرض دي نه په ښځينو داډيره لويه ناپوهي اودټولني نابودي ده.
دغه رازښځه هم يو انسان دي  اړتياوي لري مريضيږي ډاکټر ته ضرورت لري ښه داده چى ښځينه ډاکټره يي تشخيص وکړي هم به يي تشخيص ښه وشي ځکه چي له نارينه ورباندي ښه پوهيږي ولي يو جنس دي او هم به يي يو اهم حکم پر ځاي شي چي ستر دي.

په هر حال دښځي تعليم ضروري دي ډيري نيکي او ګټوري پايلي لري خو دښځو تعليم له شرطونو خالي ندي دبيلګي په توګه.

اول : هغه مدرسه يا مکتب چي ښځي ورپکي تعليم حاصلوي  بايد دښځو لپاره ځانګړي وي نه داچي هلکان ورسره شريک وي.

دوهم :بايد ښوونکې ښځي وي نه نارينه مسلماني وي نه کافري.

دريم: ښځه باندي لازم دي چي مکتب يا مدرسي ته ځي بايد په حجاب شرعي کي وي خوشبويي ونه لګوي او هرکله چي په موټرکي مکتب ته ځي بايد يو محرم ورسره وي نه يواځي غيرمحرم ډريور ځکه چي دايواځاي والي دي ديو غير محرم سړي سره اوداحرام دي لکه چي رسول الله فرمايي ژباړه (نه دي يواځي کيږي سړي ديوي ښځي سره مګرهغي ښځي سره چي هغه يي محرمه وي).

څلورم :بايد مدرسه يامکتب په  داسي ځاي کي وي چي ښځي ورته له ستونزو پرته لاس رسى ولري چې ښځه ورپکي د شرعي محرم پرته سفرته اړنه شي .

پنځم: دښځي ولي بايد پشپړواک ولري چي دښځي ټول حرکات، کړني ، درسونه، وختونه ،تلل او راتلل وڅاري ترڅو له راپيداکيدونکي فساد څخه يې مخنوي کړي وي ..

شپږم: تعليم بايد ددي باعث نشي چي ښځه دنکاح او واده څخه منعه کړي ځکه چي داد رسول الله ددي حديث خلاف دي ژباړه (هرکله چي تاسو ته هغه څوک راشي چي تاسو يي دين او اخلاق خوښوي نو خپله لور خور ورته په نکاح کړى) همدغه راز ددي حديث ژباړه (اي دځوانانو ډلي څوک چي تاسونه د واده معنوي او مادي توانمندي لري نو واده دي وکړي ځکه چي داد نظر او دعورت دګناه نه ساتونکي دي ) او د واده نه منع کيدل يا کول دامصالح ديني (فوت) مړه کوي، هرکله چي ښځي داشرط په ميړه اوتړه چي دا به تعليم پوره کوي او تعليم هم داسي وي چي دټولني په خير وي لکه طب وغيره نو څه باک نشته خو که تعليم غير ضروري وي نو بيا اختلاف دنظرونو شته بعضي علماء وايي هرکله چي ښځه دومره وکړايي شي چي ليک لوست يادکړي چي دکتاب الله قرات او تفسير پري وکړي پوره ده نور لازمه نده چي د واده مانع وګرځي.

اووم: داچي دتعليم نه به هدف اسلامي وي کوم چي په اسلام کي دښځي پوري اړه ولري  نه هغه کفري درسونه او تعليمونه لکه هنر زيبا زيباي اندام ماډلنګ وغيره چي بيحياي ته دعوت ورکوي او په اسلام کي ناروا وي.

داو دښځو دتعليم په اړه اسلامي معلومات خداي دي وکړي چي نه يو غلط شوي شايد نور ملاحظات اوشروط هم وي مونږ ته نه وي معلوم خوبياهم انسان لره خطا او هير شته.

دګران هيواد د روښانه راتلوونکي او اصلاح په هيله.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب