په اسلام کې د عقیدې استقلالیت او آزادي

الله جل جلاله پخپل مقدس کتاب کې له اوله بیا تر آخره د عقیدې په آزادۍ او استقلالیت ټینګار کړیدی، الله جل جلاله فرمایي: (قال يا قوم ارايتم ان كنتم علي بينة من ربي و اتاني رحمة من عنده فعميت عليكم انلزمكموها و انتم لها كارهون) هود ۲۸
ژباړه: هغه وویل ای زما قومه لږ شان فکر وکړئ چې که زه د خپل رب له لوري پر یوې څرګندې شاهدۍ ولاړ وم او بیا هغه زه پخپل ځانګړي رحمت سره هم سرلوړی کړم، خو هغه تاسو ونشول لیدلی، ښه نو زموږ سره څه وسیله ده چې تاسو منل نه غواړئ او مونږ په زوره هغه ستاسې په سر باندې وتپو ؟

د الله جل جلاله د ټولو پیغمبرانو له اوله بیا تر خاتم النبیین محمد صلی الله علیه وسلم پورې د دعوت او بلنې یوه طریقه وه ټولو پیغمبرانو ع د خپل وخت خلکو ته د الله جل جلاله د دین دعوت ورکړیدی او خلک یې بغیر له کوم جبر او زور څخه د خپل رښتیني دین په حقانیت قانع کړیدي او د الهي ارشاداتو او لارښوونو سره سم یې هیڅوک په هیڅ ډول ندي مجبور کړي چې د دوي دغه دعوت ومني او لازمي پرې ایمان راوړي، ځکه چې د الله جل جلاله د پیغمبرانو او له پیغمبرانو څخه وروسته د الله ج دین ته د دعوت کوونکو او رابلونکو دنده او میشن دا دی چې خلک د الهي دین په حقانیت او رښتینولۍ وپوهوي ددغه مقدس دین له ښیګڼو یې خبر کړي او د نورو باطلو او د انسانانو په لاس د جوړو شویو ګمراه کوونکو قوانینو او دینونو نیمګړتیاوې ور په ګوته کړي او پدې یې وپوهوي چې دغه ګمراه کوونکي دینونه او قوانین انسانان د ذلت او تباهۍ کندې ته بیایي او بیا خلک په آزاد او مستقل ډول پریږدي چې کومه لاره اختیاروي د الله جل جلاله د دین سیده او نیغه لار او که د جهالت او ګمراهۍ هلاکونکي لار، الله ج پدې هکله فرمایي: (فمن شاء فليؤمن و من شاء فليكفر) الكهف 29
ژباړه: که د چا زړه غواړي ودې مني او که د چا زړه غواړي منکر دې شي

الله جل جلاله زمونږ پر خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پخپل کتاب قرآن عظیم الشان کې ډیر ټینګار کړیدی چې تر څو د الله جل جلاله له دین سره د ډیرې مینې له امله هیڅوک مجبور نکړي چې مسلمان شي او په الله، د الله په رسول او د الله په دین ایمان راوړي الله جل جلاله فرمایي:
(و ما انت عليهم بجبار) ق 45
ژباړه: او ستا وظیفه په هغوي باندې په زوره خبر منل (اسلام راوړل) ندي

(قل لست عليكم بوكيل) الانعام 66
ژباړه: دوي ته ووایه: زه پر تاسې باندې د ساتونکي په توګه نه یم ټاکل شوی

(و ما جعلناك عليهم حفيظا)الانعام ۱۰۷
ژباړه: ته مونږ پر هغو پیره دار نه یي ټاکلی

(و ما انا عليكم بوكيل)یونس ۱۰۸
ژباړه: او زه پر تاسې باندې څارندوۍ نه یم

نو الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته روښانه کړیده چې نبي صلی الله علیه وسلم د خلکو د هدایت او ایمان راوړلو مسئول ندی بلکې الله جل جلاله پدې باندې مبعوث کړیدی چې خلکو ته د حقانیت لاره وښایي او پخپل رښتینی دین یی وپوهوي او تر خپل اخري حده کوښښ وکړي چې ګمراهان د روښنایۍ لاره بیا مومي.

نو الله جل جلاله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته روښانه کړیده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دنده دا ده چې خلکو ته د الله جل جلاله د دین د دعوت په رسولو کې تر اخري حده کوښښ وکړي او نور هدایت او د زړونو بدلون د الله جل جلاله په لاس کې دی په همدې ډول په نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا هم لازمه نده چې د خپل دین د دعوت نتیجه دې پخپل ژوند کې وګوري ځکه د نبي او دعوتګر دنده خپل دعوت تر خپل توانه تر سره کول دي او نتایج یې چې د خلکو ایمان راوړل دي د الله جل جلاله په لاس کې دي الله جل جلاله پدې هکله فرمايي: ( و اما نرينك بعض الذي نعدهم او نتوفينك فالينا مرجعهم) يونس 46

ژباړه: له کوم ناوړه سر نوشت څخه چې موږ هغوی ویروو، د هغه یوه برخه به مونږ ستا په ژوند کې در وښیو یا به له هغه څخه مخکې تا واخلو په هر حال د دوی راتګ زمونږ خواته دی)

(و ان ما نرينك بعض الذي نعدهم او نتوفينك فانما عليك البلاغ و علينا الحساب) الرعد ۴۰
ژباړه: او [ای پیغمبره] د کوم شوم عاقبت اخطار چې مونږ دغو خلکو ته ورکوو، د هغه کومه برخه که مونږ ستا په ژوندانه کې ور وښیواو یا د هغه له منځته راتګ څخه مخکې تا وفات کړو، په هر حال ستا وظیفه یوازې پیغام رسول دي او حساب اخیستل زمونږ کار دی

د پیغمبر او رسول د لفظ معنی هم دا ده چې پیغمبر او رسول د الله جل جلاله د دین پیغام خلکو ته ورسوي خلکو ته حق او باطل رښتیا او دروغ واضحه کړي چې تر څو خلک وتوانیږي ځان ته لدې دوو لارو یوه حقه او یا باطله لاره غوره کړي، د پیغمبر دنده دا نده چې خلک پخپل دین ایمان راوړلو ته مجبوره کړي بلکې پیغمبر له داسې کړنې منعه شویدی نو اسلام د عقیدې او فکر آزادي په کامل ډول خلکو ته پریښې ده وروسته لدې چې ورته حق او باطل روښانه شي خلک په کامل ډول آزاد دي او هیڅکله مجبور ندي چې حق دین ومني.

الله جل جلاله فرمایي: (لا اكراه في الدين قد تبين الرشى من الغي)
ژباړه: د دین په چارو کې څه زور او مجبورول نشته، سمه خبره له غلطو مفکورو جلا شویده.

نو فقط دا کفایت کوي چې دعوتګر خلکو ته د اسلام د سیوري لاندې د ژوند خوږوالی، لذت، پاکي او روښنايي روښانه او په مقابل کې یي د جهالت د ژوند تریخوالی، تیارې، ظلم تباهي او هلاکت روښانه کړي او خلک خپل اختیار ته پریږدي چې د ظلم او وحشت تیارې انتخابوي او که د اسلام تر سیوري لاندې سوکاله او ښکلی ژوند، نو له همدې امله د اسلام د دین اصل او رښتینی شکل دا دی چې د نړۍ ټولو ولسونو، او قومونو ته د اسلام دعوت او معرفت ورسول شي او ټولو ته اسلام ته د داخلیدلو هغه دروازې چې تل تر تله یي پر مخ پرانیستې دي وښودل شي او په پوره اختیار کې پریښودل شي چې په اسلام کې داخلیږي او که پخپل کفر کې پاتې کیږي، دا په اسلام کې د عقیدې استقلالیت دی.

په اسلامي تاریخ د عقیدې د استقلال بې شمیره مثالونه شته دی چې د هغې له جملې څخه د مسلمانو فاتحینو سلوک له دښمنو هیوادونو سره دلته د یادولو وړ بولو، کله به چې مسلمان فاتحین او غازیان د کفري لښکرو سره مخامخ شول او یا به یې کفري ښارونه او کلاګانې محاصره کړې مقابلو قوتونو ته به یي درې اختیارونه ورکول لومړنی اختیار یي دا وو چې مقابل قوتونه او ولسونه دې په اسلام کې شامل شي دوهم دا چې د مقابل هیواد او ټولنې وګړي دې پخپل دین پاتې شي او اسلامي دولت به یي د امنیت او تنظیم چارې په غاړه لري چې په مقابل کې به يي نوموړي وګړي اسلامي دولت ته ټاکلې جزیه ورکوي، او که چیرې به مقابلې ډلې پورتني دوه اختیارونه ونه منل نو دریم اختیار به توره او جنګ وو چې د تورې په زور له فتحې څخه وروسته به هم غیر مسلمان وګړي نه مجبوریدل چې په اسلام کې داخل شي ، پورتني دغه درې اختیارونه د غیر مسلمانو ټولنو لپاره له قرآني ارشاداتو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه لاسته راغلي دي چې د تاریخ په اوږدو کې زیاتره ټولنو او ولسونو لومړنی اختیار چې په اسلام کې داخلیدل دي په ډیرې خوشحالۍ سره قبول کړیدی تر څو ځان د خپلو ګمراه، جاهلو، ظالمو، او جابرو مشرانو له غلامۍ څخه چې دوې یي له خپلو حقونو څخه محروم کړي او حتی ورڅخه يي د حق د لارې د انتخاب حق اخیستی وو خلاص کړي او د خپل لوې او مهربانه رب اطاعت او بندګي پیل کړي.

او نه یواځې دا چې مسلمان ملتونه او اسلامي تاریخ په اسلام کې د عقیدې په استقلالیت او آزادۍ شاهدان دي بلکې خپله غربي اسلام دښمنه پوهان هم پدې ښکلي حقیقت اعتراف کوي، چې له جملې څخه یي د مشهور بریطانوي مستشرق توماس ارنولد په هغه اعتراف بسنه کوو چې په خپل مشهور کتاب « اسلام ته دعوت» کې یي کړیدی نوموړی وایي : ( د اسلام له دعوت او نشر څخه دا دی څوارلس پیړۍ تیریږي خو تر اوسه یوه پیښه هم داسې نده شوې او هیڅ ممکنه نده چې وشي چې یو کافر دې په زوره او جبر د مسلمانانو له لورې اسلام ته داخل شوی وي)

نو اسلام د آزادۍ دین دی د اسلام عقیده د استقلالیت عقیده ده د اسلام په تاریخ کې د اسلام سفیرانو له هرقل، یزدګرد او رستم سره په لاندې ډول خبرې اترې کړیدي:

(( مونږ الله جل جلاله پدې ګومارلي یو چې د الله بندګان د دنیا له سختیو او تنګیو څخه د دنیا او آخرت پراخۍ او آسانۍ ته وباسو، او د باطلو دینونو له ظلم څخه یي د رښتیني اسلام عدل ته وباسو، او د الله بندګان د بندګانو له غلامۍ څخه آزاد او د یو الله بندګۍ او عبادت ته دعوت کړو ))

نو د اسلام لخوا د مسلمانانو په لاس غیر مسلمانو وګړو او ټولنو ته دغه پورتني درې اختیارونه مونږ ته دا ثابتوي چې اسلام د حریت او آزادۍ دین دی، اسلام غواړي چې خلک د قیصر او کسری او د مثالونو له ظلم او جبر څخه یي خلاص کړي او له بل طرفه یي پدې هم نه مجبوروي چې بغیر له خپلې خوښې د اسلام په مبارک دین کې شامل شي، نو اسلام په پوره او کامل ډول خلکو ته د عقیدې استقلالیت او آزادي ورکړیده.

لیکوال: مفکر اسلامي و اکادمي عراقي

ژباړه: عابد محبوب صاحبزاده

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب