په اسلام کې بخښنه او دهغه روغتیایي ګټې

په اسلام کې بخښنه او د هغه روغتیایی ګټه

په قرآن کې یادشوی یو اخلاقی صفت عفواوبخښنه ده.

عفو ونیسه(وکړه)(الاعراف ۱۹۹).
اودبدی جزا دهغه په مثل بدی ده خو که چا عفو وکړه هغه اصلاح وکړه. اجریی الله(ج) ورکوی (الشورى ۴۰).
څوک چې دغه اللهی امر ونه منی عفو به ورته ستونزمنه وی ځکه چې ډیر ژر به عصبی شی اوپه خطا به اخته شی. په داسې حال کې چې قرآن وایی: چې عفوه له انتقام یا کساد نه بهتره ده. ځکه باایمانه کسان بخښونکی اوصبرناکه وی.

خپله غوصه کراروی اوخلک بخښی (آل عمران ۱۳۱).

په ایمان لرونکو کې دبخښنې خصلت له بې ایمانو څخه ډیر توپیر لری . ځکه که یو څوک ادعا وکړی چې یو څوک یی بخښلی خو بیاهم تریو خته پوری غصه ناک اوخپه وی اوزیار باسی چې خپل قار کېنوی. په داسې حال کې چې د باایمانه اوم سلمان بخښنه مخلصانه وی، ځکه هغوی پوهېږی چې انسانان په دې نړۍ کې تل زیار باسی اوله خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوی ځکه هغوی بخښونکی او صبرناکه وی. اوایمان لرونکی کله چې عفو کوی نو مقابل لوری یی خطا کاروی اودی په حقه وی اوکیدای شی چې ستر زیان هم دمقابل لور له ګناه نه ورته رسیدلی وی خو دی دخدای لپاره بخښنه کوی اووایی چې هرڅه دالله له لوری وی.

دنویو څېړنو پربنسټ چې امریکاییانو تره سره کړی، هغه کسان چې دبخښنې قدرت لری له روحی اوجسمی اړخه له روغتیا څخه برخمن وی.

داکتر فريدريک لوسکين چې خپله دوکتورایی دارواپوهنې په څانګه کې داستانفورد له پوهنتون څخه ترلاسه کړې په سانفرانسېسکو کې یی په دووسوو دری پنځوسو تنو باندې څېړنه کړې. ده دغه خلک شپږومجلسونو ته چې هریو یی یونیم ساعت وخت درلود وغوښتل اوعفو اوبخښنه یی ورته توصیه کړه. دغوکسانو وروسته له بخښنې ډیر لږزیان ولید اوهم له جسمی اړخه  ښه ول. دبېلګې په ډول پردوی باندې روحی فشار دملادردونه ، بې خوبی، دسردرد، دګېډې درد ترپخوا  لږ وو.

د فریدریک لوسکن د ((ښه توب لپاره عفو)) کتاب کې بخښنه دخوښۍ اوروغتیا لپاره ډېره ښه نخسه ګڼل شوې. دی په دې کتاب کې لیکی چې عفو پر هیله، صبر اوپرځان باورباندې ډېره مثبته اغېزه کوی ، هغه زیاتوی چې غصه پرجسم باندې ښکاره اغېزه لری، پرله پسې غصه دوجود دتودوخې پرناظم یا Thermostat باندې ناوړه اغېزه کوی. کله چې یو څوک په لږخپګان یا غصې سره هم چې دوامداره وی عادت وکړی دنارمل اوغیرنارمل سم توپیر نه شی کولای. په دې حالت کې دادرنالین کچه تل لوړه وی اوله هغه سره دی عادت کوی . دوجود اضافه ادرنالین سوزوی اومنطقی فکر کول ستونزوسره مخ کوی، چې داپه خپله دوضعې دخرابېدو لامل ګرځی.

برسېره پردې داکتر لوسکن وایی چې دقار اوغصې په وخت کې  دځېنو انزایمونو لوړیدل دونې فشار لوړوی.

په یوه بله څېړنه کې چې په یوزرو پنځه سوو کسانو کې معلومه شوې په دینداره اوباایمانه کسانو کې روانې ستونزې اواروایی ناروغی لږې دی.  داکتر هربرت هنسن چې دغه څېړنې ېې سرته رسولی وایی: عفو دفیزیولوژی یوه برخه ده … که عفوه ونه کړې هغه مسأله به تا وخوری. دهاروارد په مجله کې یوه خپره شوې مقاله کې لیکل شوی چې قار اوغصه دزړه لپاره ډېره زیان رسوونکې ده . ایچر کواچې دغه موضوع علماً جوته کړې. دده څېړنو ښوولې چې دډېرعمر بدخویه اوقارجن سړی له خپلو معادل عمر لرونکو سړو څخه ډېر ژر زړیږې اودزړه په ناروغی درې برابره له هغوی څخه ډېر اخته کېږی. کواچی وایی چې دغه درې برابره دزړه دناروغۍ خطر نېغ په نېغه اړیکه لری له ډېر قار،کسات غوښتنې، دجګړې غوښتنې اوسزاورکولو له  حس سره.

څېړونکې پردې باور دی چې دروحی فشارونو له کبله داکسیجن مصرف دزړه عضلې غټوی ، دوینې دټینګیدواوپه پای کې دزړه دحملې لامل ګرځی.

دغه راز قار اوغصه بېرحمی رامېنځته کوی اوپه وینه کې دپروتینونو دپړسوب سبب ګرځی. دغه پروتینونه درګونو دیوالونه کلکوی دزړه دناروغیو امکان ډیروی.

ټولې څېړنې ښېی چې قار اوغصه دانسان روغتیا ته زیان رسوی. په داسې حال کې چې عفو اوبخښنه خوندوره اودروغتیا لپاره ګټوره ده.  دعفوې اساسی موخه باید دالله (ج) رضا وی. دغه علمی حقیقت په قرآن کې له زرګونو بېلګو څخه یوه بېلګه ده چې په قران کې نغښتې حکمت راسپړی.

محمد شفیق حقپال

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب