په اسلام کې د ښځو حقوق

په اسلام کې د ښځو حقوق

دپیړیوراهیسی دحق اوباطل مقابله روانه ده داسلام دښمنانوداسلامی عقایدو،قوانینواواصولوپرخلاف دعامو اذهانوخرابولواوورته دشکونوپیداکولولپاره بی انتهاافوهات اودرواغ په کار اچولی .په تیروڅولسیزوکی داسلام په حقانیت دخاوری اچولو او د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولوپه خاطر داسلام دښمنانو دبشر دحقوقو اویاد ښځو دحقوقو موضوع ډیره په زوراوشورسره راپورته کړی دنړۍ تقریباً ټول مطبوعات یی ددی هدف لپاره ګومارلی دمسلمانانودسستۍ اوغفلت په وجه چونکه دنړۍ په ټوله میډیا(مطبوعاتو)داستکباری قوتونوقبضه ده نوڅنګه چی وغواړی اسلام خلکوته معرفی کوی بل لورته ددین سره مینه لرونکومسلمانانوسره که جوابی وسایل شته هم دنشت برابردي .

روسانواوکمونست پلوه سازمانونوهم دښځی دحقوقواوآزادۍ نعری وهلی بلکه دکمونستی انقلاب دپیل موضوع همداوه همدغه راز غربی نړۍ اوغرب پلوه موسساتوهم ددیموکراسۍ ارعنوان  لاندی  دی موضوع ته هواورکړي ځانونه دښځودحقوقوپلوي اوآزادی ورکونکی بولی .دښځوپه هکله اسلامی قوانین پټوی ترڅوداسلام مبارک دین په بی کفایتۍ اوۍلم تورن کړی که په کوم ځای کی دسیمه یزودودونودلاسه ښځوسره نارواسلوک کیږی دوۍ نسبت اسلام ته کوي اوپدی کی هیځ شک نشته چی دښځوپه اړه دبعضی سیمودودونه اسلام سره په ټکرکی دی .

مخکی لدی چی په اسلام کی دښځی حقوق اومرتبه داسلام له نظره وڅیړواویاپدی اړه دکفاروپه افراط اوتفریط بحث وکړوغوره به داوی چی پدی هکله مونږپه افغانی ټولنه کی څومره نیمګړتیاوی لرواوورسره داسلامی اصولومطابق چلندنه کووورباندی اعتراف وکړواوددنورونواقصو(نیمګړتیاو)په څیر یی اول اصلاح اوسمون ته زیرشو.

په افغانی ټولنه کی دښځی حقوق

زمونږولس یومسلمان ولس دی داسلام په لارکی بی ساری سرښندنی ورکړي اسلامی ارزښتونوته احترام لری خودښځوپه هکله یی رسمونه ښکاره داسلام خلاف اودبی انصافۍ نه ډک دي .

(۱)دروزنی اوتربیت په موضوع کی چی څومره هلک ته توجوکیږی په هغه اندازه دښځی اینده په نظرکی نه نیول کیږی

(۲)دکوژدی اوواده په موقع چونکه دښځی دراتلونکی ژوندسرنوشت ټاکل کیږی دنجلۍ رایی ته اړتیاده خوکوم ارزښت نه ورکول کیږی اودنجلۍ نه پوښتنه کورنۍ ځان لپاره عاربولی

مهرشرعاًاوعقلاً دنجلۍ حق دی خونه ورکول کیږی پلار بلکه دنجلۍ نه دخپل مهرغوښتوجرأت هم اخستل شوی .

(۴)دافغانستان په بعضی سیموکی ښځه دڅارویوپه څیرپلورل کیږی دنورواړخونوپه نظرکی نیولوپرخلاف هغه څوک دنجلۍ حقدارګڼل کیږی چی پلارته یی زیاتی پیسی ورکوی .ډیروځایونوکی نجونی دولور دناروادوددوجی ارډیره عمره دپلارپه کورناسته وی همدغه رازدنارینه ځوانانودژوندزیاته برخه دولورګټلوکی تیره شی کله خودواده نه روسته هم دقرضونودروندپیټی لري کولوپه خاطرناوی اودحوشحالۍ څولحضوپریښودلوته اړوي خوله بده مرغه دنجلۍ پلارخپل جیب ډکول ځان لپاره افتخاربولی .

(۵)دعدل په موضوع کی ځمونږخلک دزیاتی بی پروایی څخه کار اخلی کوم کسان چی دوه یا زیات ودونه ولری دټولوښځوترمنځ دنوبت،خوراک اوپوښاک کی ورته والی په نظرکی  نه نیسي اوداورته معمولی خبره ښکاری حالانکه داسلامی تعلیماتو په رڼاکی دایوه مهمه مسئله ده .دزړه دممیلان څخه پرته نورټول حقووق باید دښځوترمنځ برابر وی .

(۶)دافغانستان په اکثروسیموکی خصوصاًدپښتنوپه سیموکی ښځه بدوکی ورکول کیږی که پلار یاورورقتل وکړی دجرګی اوصلحی نتیجه کی دمقتول وارثانوته دمال یانورواجناسوپرځای ښځه ورکول کیږی ترڅوبدی پای ته ورسوی دپلاریاوروردبدمعاشۍ تلافی په نجلۍ  باندی کوی نجلۍ دښمن ته حواله کړي دغه نجلۍ ته بیاټول عمر پدی کورکی ددښمنی په سترکه کتل کیږی دغه نجلۍ دهرقسم لورینی څخه بی برخی اودهررازتکلیفونووړبلل کیږی.

(۷)دوراثت حق نه ورکول کیږی  داسلامی قوانینوله مخی چی څنګه نارینه حق لری ښځه یی هم په وراثت کی  لر ی صرف دومره فرق دی چی نارینه ته دپلارپه مال کی دوه اوښځینه ته یوه برخه ورکول کیږی اوداځکه چی دښځی ټولی اړتیاوی لکه خوراک جامه اوداسی نور دڅښتن په غاړه وی .

لنډ ه داچی ځمونږپه وطنونوکی ښځه دمیراث دحق څخه محروبه بلل کیږی دسختی اړتیا په صورت کی هم ښځه حپل دمیراث حق نشی غوښتلای

(۸)دنوروشیانو به څیر ښځه په میراث وړل کیږی کله چی یی څښتن مړشی دعدت (څلورمیاشتی اولسوورځو)تیرولونه روسته شرعاًکه وغواړی  ښځه حق لری ځان ته په خپله خوښه میړه انتخاب کړی لیکن په افغانی ټولنه کی یی دخاوندورثه ځان ته کینوی چاته چی نکاح باندی ورکول کیږی هغه وړوکی وي که زوړ(سپین ږیری )کونډه دنکاح اراده لری اوکه نه رایی ته یی اعتبارنه ورکول کیږی ځکه په میراث ورته پاتی شوی ده که فرضاًښځه چاسره نکاح وکړی دڅښتن کورنۍ ته دسزاوړمجرمه او نوی څښتن یی هم مجرم اودښمن بلل کیږی .

یادونه : په افغانی ټولنه کی دښځوپه اړه پورته ذکرشوی نیمګړتیاوی دخپلى ټولنی دسپکاوی په منظورنه بلکه دداسی ناوړه دودونوختمولولپاره دهڅواوهاندپه منظورلیکل شوی اودا هله ممکن ده چی په اسلامی تعلیماتوکی دښځی مقام اومرتبه وپیژنو.

[irp][irp][irp]

دجاهلیت دزمانی ټولوملتونوته ښځه دکورنی استعمال  دیوی آلی په څیر ښکاریده دڅارویوپشان به خرڅول کیده دخپل واده ښادۍ کولوهیڅ اختیاریی نه درلوده واکمنو به یی چی چاته وسپارله ښځی دانکار حق نه درلوده میراث کی یی  برخه نه وه بلکه دنو شیانو په څیر به دوۍ هم نارینووته په میراث کی پاتی کیدی ددوۍ په تصرف (واک)کی به هیڅ هم نه وو که ووبه هم دنارینه داجازی برته یی پکی تصرف نشوکولای څښتن ته یی اختیاروو دښځی مال چی څه ډول اوپه کوم ځای کی یی غوښته مصرفولای شو ترد ی چی په ځینی مغربی ممالکو کی لاانسانه هم نه شمیرل کیده تردی چی دعبادت حق یی هم تری اخستی وو دروما په ځینو مجلسونوکی دافیصله شوی وه چی ښځه یوپلیت ځناور دی پلار ته یی داحق حاصل وو چی خپله لور ژوندۍ په ګورکی خښه کړی اودابه یی دعزت اونیک بختۍ علامه ګڼله .

ځینی خلکو بیاپدی عقیده وو چی دښځی په قاتل نه قصاص شته اونه دیت .بعضی قومونوکی به لاښځه دمړڅښتن سره ژوندۍ ښځول کیده .

دنبی کریم ﷺ دولادت مبارک نه پس او دنبوت نه وړاندی  په ۵۸۱میلادی کی فرانسی دډیرواختلافاتو نه پس داقراداد منظورکړ چی ښځه انسانه ده مګر دسړی دخدمت لپاره اودایی په ښځویولوۍ احسان ګاڼه .

(معارف القرآن )

نجونی ژوندۍ خښولی :

اسلام څخه دمخه عربودلور پیدایښت ځان لپاره شرم ګاڼه الله  ﷻ  دهغوۍ حالت داسی بیانوی

وَاِذَابُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالاُنْثی ظَلّ وَجْهُهُ مُسْوَدّاوّهُوَ کَظِیْمٌ (۵۸)یَتَوَاری مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سوءٍمَابُشّرَبِه اَیُمْسِکُهُ عَلی هُوْنٍ اَمْ یَدُسّهُ فِی التّرَابِ …

ژباړه : او هرکله چی خبر ورکړشی یوتن (ددغه کفارو)ته په(پیداکیدلو)دلورنووګرځی مخ دده تک تور له غمه اود ی ډګ وی له قهره (۵۸)پټ ګرځی له قومه له سببه دناخوښۍ دهغه شی څخه چی خبر ورکړی شوی دی ده ته هغه لور دسپکوالی سره وساتی اوکه په خاورو کی ومنډي ….

تفسیرمظهری کی دآیات اوموضوع په اړه لیکی  : علامه بغو ی لیکی چی دعربو ځینی قبایلو دفقر اونیستۍ له ویری اویا پدی خیال چی دبل چاسره به یی نکاح وشی نجونی ژوندۍ خښولی اوکه به یی ژوندۍ پریښودی خراب اوبی کاره پوښاک به یی وراغوسته څاروی به یی پری څرول که دژوندۍ پریښوداراده به یی نه وه نو په شپږکلنۍ که به یی دماشومی مورته وویل پاکی جامی ورواغونده په ډول او سنګار یی برابره کړه بیابه یی ځنګل ته بوتله کنده به وکنسته اودابه یی پکی ژوندۍ خښه کړه .

   دعربو یوه قومی سپین ګیری نبی کریم ﷺ ته دخپلی لور دژوندۍ خښولوقصه داسی بیانوي  :

زه په سفر تللی وم لور می پیداشوی وه ښځی می دغه انجلۍ زما دویری ترور کره لیږلی وه زه چی دسفر نه راستون شوم راته یی ویل مړ ماشوم پیداشوی وو ډیروخت پس انجلۍ دمولیدو لپاره کورته راغلی وه اتفاقاً زه هم کورته راغلم ماشومه چی می ولیده ده ډیره خکلی وه ښځی څخه می پوښتنه وکړه چی داڅوک ده؟ ښځی می فکر کاوه چی زه به دوینی فطری ترکیب نه متأثر شوی یم ټوله واقعه یی راته بیان کړه دغه وخت زماهم حالت بدل شو دپالنی اجازه می ورکړه لیکن یوه ورځ جاهلانه غیرت راباندی غالب شودصبر اوزغم کاسه می ډکه شوه په یوه بهانه می ځنګل ته بوتله کندی کنستو باندی می پیل وکړ لور به می راپاڅیده اوزما دجامو څخه به یی ګردونه څنډل کنده چی تياره شوه لورمی پکی ورخکته کړه انجلۍ به دمینی نه په ډک اواز راته ویل پلار جانه داته څه کوی ؟ مادلته چاته پریږدی ؟ دهغی په اواز کی یو عجیب اثر وو خوپرما جهالت دومره غالب شوی وو چی هیڅ پروامی پری نه کوله خښه می کړه اوتری لاړم .

دقصی په اوریدو دمحمد عربی ﷺ سترکو مبارکو کی اوښکی راغلی اووی فرمایل :

مَنْ لایَرْحَمْ لایُرْ حَمْ

ژباړه : څوک چی رحم ونه کړی پده به رحم ونه شی

دغه شان واقعات ډیر زیات دسیرت اواحادیثوپه کتابونوکی راغلی . مسند دارمی کی لیکی :

یوصحابی دجاهلیت دزمانی قصه نبی کریم     ﷺ ته کوله چی مامی لور پداسی حال کی خښه کړه چی پلار جان پلارجان یی راته ویل خو ماپری رحم ونه کړ دقصی په اوریدو دنبی کریم      ﷺ سترګومبارکو څخه بی اختیاره اوښکی روانی شوی دومره یی وژړل چی ږیره مبارکه یی لمده شوه .

پخوانی چین دنوروټولنو په نسبت متمدن بلل کیده په قانون کی یی راغلی وو چی دنړۍ تر هرڅه بی ارزښته شی ښځه ده نو پدی اساس بایددذلت کارونه ښځی ته وسپارل شی .

په لرغونی ایتالیا کی ښځو یواځی دعادی خدمتګارو اووینځو حیثیت درلوده دنارینه په څیر ورته دکور په فرش دکیناستو اجازه نه وه .

په هندی ټولنه کی دمانو قانون پوهانودښځو دحقوقوپه اړه دقانون په ۱۲۷ماده کی داسی لیکلی :

ښځه هیڅکله نشی کولای دښوښی مطابق کوم کار تر سره کړی که څه هم داکار دکور پوری اړه ولري هندوان ددی قانون په اړه وایی کله چی مانو دښځو جنس پیداکړپدی یی یواځی دجنسی اړیکوساتل لازم کړل اوبس اودابه یی هم  ویل چی ښځی سره بایدهمیش بد چلند وشی .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button