په اسلامي ويښتابه کې د ديندارۍ ستونزه
نن سبا په لويديځ کې هم د اسلامي ويښتابه اغيزې خورا څرګندې دي، هلته چې له يوه پلوه د حجاب او د جوماتونو د منارو قضيه د پارلمانونو د تودو بحثونو موضوع ګرځيدلې ده، بل پلو ته د اسلامي مقدساتو د عمدي توهين پېښه د لويديځ د وارخطايۍ څرګنده نښه ده. لويديځ نه يوازې دا چې د خپلې بې بندوباره آزادۍ له کبله د نسل د ختميدو له ګواښ سره مخ دى، بلکې له دې هم اخوا په لويديځ کې د اسلامي دعوت چټکو خپريدو د اروپا او امريکا د سر سړي هک پک کړي دي، هغوى هيڅکله هم دا نه انګيرله چې په اسلامي نړۍ کې د دوى د ګوډاګيو واکمنانو له لاسه تښتيدلي او مهاجر مسلمانان به بالآخره د اروپا په زړه کې د دوى لپاره ګواښ ګرځي، خو د لويديځ پوچ ديني حالت، سرخوړلي ټولنيز وضعيت او پريوتى اخلاقي چاپيريال د دوى هر څه پر بل مخ واړول او لا يې هم اړوي، هلته اوس د ډيرو سترو او اوچتو شعارونو او نارو – آزادۍ، د بشر حقوق….- له مخه پردې پورته شوې دي، نه ورته هغه پخوانى حيثيت پاتې دى او نه هم ورته د آب ځاى.
دلته په اسلامي ټولنو کې هم ولسونه او پرګنې له درانده خوبه راويښې شوې دي او د خپل تير برم او عزت په لور د چټک يون په تکل خپلې شيبې شماري او د مخکښ په انتظار دي. خو هغه څه چې د امت دغه يون يې څه ناڅه ټکنى کړى دى او لا يې هم مخې ته خنډونه اچوي، هغه په ځوان کهول کې د ديندارۍ يو غلط او ناسم تصور او انځور دى چې متاسفانه د يو زيات شمير سپيڅلو ځوانانو ديني غريزه يې په ناسمه توګه اشباع کړې ده او د دې پرځاى چې هغوى د امت پاڅون او غورځنګ ګړندى کړي، امت ته يې يو ډول سرخوږى پيدا کړى دى.
هو! په ټولنه کې خو دا هم د يو ستر بدلون نښه ده چې پخوا که مسلمان په خپل نامه او جامه شرميده، اوس پرې وياړي، پخوا که يو ځوان په عمومي توګه د ديندارۍ په اړه لاابالي و، اوس يې د اهتماماتو يوه برخه ګرځيدلې ده…. خو له دې سره سره دغه نسل يو لړ ستونزې هم رازيږولي دي، چې مونږ به يې د اسلامي ويښتابه د يو لنډ شاليد له يادولو وروسته يو شمير نښې او اسباب په ګوته کړو.
اسلامي ويښتابه کله رامنځته شوه؟
د اسلام او لويديځ په جګړه کې چې بيلابيل پړاوونه يې درلودل، په پيل کې لويديځ پرته لدې چې اسلامي نړۍ، پرګنې او واکمنان پرځان پوه کړي، په ډيره چالاکۍ او غلي توګه د ژوند په بيلابيلو ډګرونو کې ځان له مسلمانانو مخکې کړ، اسلامي امت يې اغفال کړ او کرار کرار د لويديځ او مسلمانانو تر منځ واټن زيات شو، له هغې وروسته يې وکولاى شول چې ټوله اسلامي نړۍ د خپل مستقيم او نيغ په نيغه ښکيلاک لاندې راولي.
پر هغه مهال مسلمانان د يو ډول نفسي ماتې سره مخ شول، آن تر دې چې مسلمانو ليکوالانو د يو شمير ديني ثابتو احکامو د ثبوت په اړه يا خو تاويلونه پيل کړل او يا يې په هغه او دغه نامه ترې د ځان خلاصولو هڅه وکړه. د اسلامي خلافت راپرځيدو او ړنګيدو امت ته يو دروند ټکان ورکړ چې ورسره جوخت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسلامي خوځښتونه راوټوکيدل، دغه حرکتونو د خپل چاپيريال، جوړښت، اصولو او مناهجو په تناسب پايښت وموند، ځينې يې ژر له منځه ولاړل، ځينو يې يو څه مقاومت وکړ، او ځينې اصولي حرکتونه په تيره د اخوان اسلامي نړيوال خوځښت د اسلامي ويښتابه مخکښ پاتې شو.
لويديځ او ښکيلاکګرو ځواکونو چې کله د دغه اصولي حرکتونو خطردرک کړ، د دوى په وړاندې يې لومړى د ټکونې او سخت غبرګون کړنلاره غوره کړه، د تيرې پيړۍ نيمايي د همدغه حالت ښه شاهده ده، په دغه مهال د اسلامي حرکت له ځوانانو زندانونه ډک شول، د شهيدانو جوپې روانې شوې، او بالآخره زيات شمير يې د خپل کور او ولس پريښودو ته اړ شول او لويديځ ته د مهاجرتونو لړۍ پيل شوه، دغه کار خو د اسلامي ويښتابه يون يو څه ځنډنى کړ خو لدې سره سره يې لا هم د ځوانانو احساسات راوپارول اوپه ځوان کهول کې يې په ديني هويت او ديندارۍ د وياړ جذبه راپيدا کړه.
ديني مرجعيتونه پيکه شول :
کله چې لويديځوال د زور له لارې ونه توانيدل چې اسلامي حرکت او اسلامي ويښتابه وځپي، په دوهم قدم کې يې د رسمي ديني مرجعيتونو له لارې وغوښتل چې د دغه ويښتابه او خوځښت مخه ونيسي، تورونه يې پرې ولګول، فتواګانې يې صادرې کړې، د دين نوي نوي تصويرونه او انځورونه يې وړاندې کړل او بالآخره د سياسي اسلام او غير سياسي اسلام په نامه يې په ولسونو کې د شکونو او شبهاتو د پيدا کولو هڅه وکړه. خو په دې سره يې هم ونشو کولاى چې په مسلمانو پرګنو کې د ديندارۍ جذبه سړه کړي او د اسلامي حرکتونو مخه ډب کړي.
په دغه کار سره د ځوانانو په منځ کې په رسمي ديني مرجعيتونو باور له منځه ولاړ، دا هغه مهال و چې خلافت ړنګ شوى و، ولسي او تقليدي ديني مرجعيتونو په محدوده ساحه کې اغيز درلود ، د ټول امت لپاره يې هراړخيزه برنامه نه درلوده، او ځوان نسل ترې د اسلام او اسلامي امت په وړاندې د نويو راولاړ شويو نړيوالو فکري ، ديني، ټولنيزو او تمدني ګواښونو په وړاندې لارښوونه غوښته، په دې سره ځوان کهول د ديني مرجعيت د تشې او خلا سره مخ شو.
په همدغه مهال نړيوال اسلامي حرکت چې د دوى د توجيه او لارښوونې لپاره کانديد جهت و، د سترو کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګريوان و، او د يو هر اړخيز ښکيلاک سره په اخ وډب بوخت و، په نتيجه کې دغه ځوان نسل په ټوله کې له سمې توجيه او لارښوونې نه محروم پاتې شو، د اسلام سره مينې او ديني تندې خو هغوى ته د لويديځ سره د تګ اجازه نه ورکوله، او دا هڅه يې کوله چې په خپل دين ځان پوه کړي، او دين ته وروګرځي، خوسوچه دين ته د ورګرځيدو په مخ کې ورته څو ستر خنډونه پراته و، له يوې خوا د ټول منلي مرجعيت نشتوالى و، له بله پلوه د نوي تمدن د ښکلاوو او غولوونکو څيرو سره د مقابلې او مقاومت خبره او همت مطرح و، او تر ټولو اساسي ستونزه بيا هم د اسلام د اصيل فهم او سم تدين او ديندارۍ پر ضد د لويديځ او په اسلامي هيوادونو کې د هغوى د لاس پوڅو واکمنانو د رسنيو، سخته رسنيزه جګړه وه چې د ځوانانو په وړاندې يې په بشپړ اسلام التزام او پابندي سخته کړه.
نيمګړې دينداري:
په دې سره په اسلامي ټولنو کې هم يو ډول مخلوطه دينداري رامنځ ته شوه، داسې دينداري چې له يوې خوا څه ناڅه اخلاص په کې پروت دى خو بل پلو ته ورسره يو شمير ناسم او غلط تصورات ورګډ دي، دبيلګې په توګه ته به ګورې چې يو مسلمان له يوې خوا لمونځ کوي، روژه نيسي، په کلي کور کې به په حاجي مشهور وي خو بل پلو ته د ښځو سره اختلاط، بې باکه ناسته ولاړه او ياپه خپله کورنۍ کې د لور، خور، او ماندينې بې حجابي ورته هيڅ ګناه نه ښکاري، په اقتصادی لحاظ د بانکونو نه سود خوړل، د معاصرو نويو ناروا معاملاتو او قمارونو په اړه بې پروا اوسيدل ورته د اسلام نه مخالف کار نه بريښي،په سياسي لحاظ په عمومي توګه او يا دژوند په ځينو برخو کې ورته د غيرالله جاهلي نظام حاکميت هيڅ مسئله نه ښکاري، بلکې په عملي توګه به په هغه ګوندونو کې فعال بريښی چې سيکولر وي، په اجتماعي لحاظ د ناروا دودونو او عنعناتو نه په کلکه دفاع کوي، په عقيدوي لحاظ د اسلام د سوچه عقيدې او کله ناکله د توحيد د عقيدې له پولو اخوا اوړي، او خپل دغه کار ورته هيڅ ناروا نه بريښي او داسې نورې زياتې ستونزې.
البته دغه ډول خلک په دوه ډلو ويشلی شو، يو شمير يې داسې دي چې اساسا ناپوهه دي د دين په اړه سم او بشپړ معلومات نه لري،دين ورته د ولس د عنعنې په توګه راپاتې دی او دغه ډول خرافات او ناسم عقايد او رواجونه ورته د دين په نامه پاتې دي،چې دوی هم په اسلامي ويښتابه کې د اسلام په سرلوړۍ خوښيږي خو ابعاد او له ده نه غوښتنې يې نه پيژني، د دغه ډلې په وړاندې اسلامي حرکت د هغوی دپوهاوي دنده لري چې کرار کرار له خپل تقليدي تصور نه راووځي او اسلام د ژوند د هراړخيزې برنامې په توګه ومني، او په حقيقت کې اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکت خو له همدوی نه جوړ دی چې په خبره پوه شوي دي او عملا يې په کار پيل کړی دی.
دوهمه ډله يې بيا داسې ده چې ځان د اسلامي ويښتابه فعال کارکونکي بلي، فکر کوي چې په اسلامي عمل کې فعاله ونډه لري، او هڅه کوي چې د خپلو کړنو لپاره شرعي دلايل هم ولري، د دغه ډول خلکو ستونزه دا ده چې همدوى بيا د اسلام د سم او عصري فهم دعوا کوي او داسې ښيي چې ګوندې همدوى د اسلام په سم مفهوم پوه دي او د اسلام اصيل نماينده ګان دي، او ډيری په کې داسې هم شته چې د اسلامي حرکتونو سره اوړي راوړي او فکر کوي چې اسلام ته کار کول، همدا دي چې په عامو پروګرامونو کې نارې ووهې، شعارونه ورکړې،اوګوندي منډې ترړې ولرې
غواړم دلته د دغه ډول ديندارې يو شمير ستونزې او نښې او هغه اسباب په ګوته کړم چې دوی يې دغه ډول ناروا عمل ته اړ کړي دي:
نښې او اسباب:
لومړی: د دغه توجه او تګلوري درلودونکي هڅه کوي چې د ايمان، ديندارۍ او د خپلو شخصي او ذاتي مصلحتونو او مادي شتمنيو او معاملاتو تر منځ داسې توافق راولي چې نه په کې له ايمان نه خلاص شي او نه خپلې شتمنۍ او مصلحتونه له لاسه ورکړي، د دغه کار لپاره دوى ارومرو ديته اړ کيږي چې په دين کې هغه څه ولټوي چې د دوى مادي ګټې ونه ګواښوي.
دوهم: دغه خلک د دې پر ځاى چې د ديندارۍ په غوښتنه خپل يو شمير ناروا عملونه پريږدي، هڅه کوي چې د خپل ناروا عمل لپاره په دين کې يو شرعي مخرج راپيدا کړي، د دغې تګلارې پيل د رخصتونو له تتبع او پلټنې پيل کيږي. په پيل کې خو دا هڅه کوي چې د خپلو کړنو لپاره رخصتونه وپلټي او که هغه يې ونه موندل، بيا د غير منضبطو او غير اصولي تاويلونو لاره خپلوي.
دريم: دغه ډول خلک هڅه کوي چې په خپله او نورو ته هم دين کاملا د يوې خوږې مړۍ په بڼه معرفي کړي،چې ګوندې دينداري هيڅ مشکل نه لري، هيڅ تکليف په کې نشته، هر څه چې کوې هغه وکړه، خو چې د مسلمان نوم درپورې وي او د يو څو محدودو نارواوو څخه ځان وساتې. په دوی کې په عملي توګه يو ډول باطل ارجائي نظر خپور دى ( ارجاء ديته وايي چې څوک دا باور ولري چې عمل په ايمان کې هيڅ اغيزه نه لري).
څلورم:د دغې ډلې ستره نښه دا ده چې د شرعي مشخص او ځانګړي مظهر نه انکار کوي او داسې انګيري چې د اسلامي تشخص لپاره هيڅ ډول مشخص مظهر اوشکل نشته.
پنځم: ډير ځله خو له دغه ډول خلکو سره ديني خواره واره معلومات خورا زيات وي، خو له ديني علم څخه بې برخې وي، ځکه چې ديني علم د معلوماتو نوم نه دى بلکې د هغه ضوابطو او قواعدو نوم دى چې دغه معلومات منضبط کړي او په سمو چوکاټونو کې يې واچوي، چې دغه شمير ځوانان ترې په عمومي توګه بې برخې دي.
شپږم: د دوى بله تيروتنه او غلطي دا ده چې د پخوانيو او اوسنيو فقهي مرجعيتونو په اړه تقريبا بې باوره شوي دي، داسې انګيري چې ګوندې فقهاء د اوسني عصر خلک نه دي. بل پلو ته دا هڅه کوي چې فقهاء په متشددينو او متساهلينو وويشي، تر څو لدې لارې د خپل ضعيف عمل لپاره د متساهلينو په خواوشا کې د خلاصون لار ومومي.
اوم: د ديني علم په لاس ته راوړنه کې د دغه ډول ځوانانو ستره اشتباه په دوه ټکو کې خلاصه کيږي.
لومړی دا چې خپل علم د دې پرځاى چې د معتمدو او باوري ديني مراجعو څخه واخلي، هغه له تکنالوژۍ څخه اخلي، چې دغه کار په خپل ځاى څو ستونزې لري، له يوې خوا د دغه ډول مفتيانو او فتواګانو اصل، اساس او د فتوى مقام او مرتبه معلومه نه وي، او که معلومه هم وي، هلته بيا په زيات شمير مسائلو کې د احوالو او شرائطو توپير په پام کې نه نيول کيږي، او تر ټولو ستره اشتباه دا وي چې د مفتي مذهبي اصول او اتجاه هم معلومه نه وي په تيره په هغه مسايلو کې چې هغه معاصر قضايا نه دي، بلکې تر عباداتو پورې تړلي او يا هم پخواني داسې مسائل دي چې يوه جزئيه په کې د خپل مذهبي شاليد په پام کې ساتلو سره د لسهاوو نورو جزئياتو سره تړلې وي.
دوهمه اشتباه يې دا ده چې دغه ډول خلک په خپله تلقۍ، اخذ او علم يادونه کې انتقائي سلوک خپلوي، په داسې توګه چې په فتواګانو کې ګرځي، هر څه يې چې خوښ شي او د طبيعت سره يې برابر وي، هغه د دين په توګه اخلي او څه يې چې په مزاج برابر نه وي، هغه شاته غورځوي.
اتم: دغه ډله بيا د خپل ځانګړي تصور په درلودلو سره دومره مخکې ځي چې آن يو شمير عقيدوي مسائل هم له پامه غورځوي، په تيره هغه چې د کفارو سره د ولاء او براء پورې تړلي دي، او په عملي توګه د پراخ نظرۍ او تسامح په نامه زيات شمير شرعي ثوابت هم په ناپوهۍ سره تر پښو لاندې کوي.
دا يو شمير هغه نښې او مظاهر و چې د دغه ډول دينداره طبقې په منځ کې په يو شکل او بل شکل خورا زياتې ليدل کيږي. دغه ډول دينداري لدې سره چې نيمګړې دينداري ده، ډير ځله د دې پرځاى چې ستونزې حل کړي، نورې ستونزې زيږوي. او تر ټولو ستر خطر يې دا دى چې د اسلامي حرکت د اصيل او اساسي کار په وړاندې چې هغه په حقيقت کې د زيات التزام پر بنسټ ولاړ دى، خنډونه پيدا کوي، او په يو او بل نامه يې کار ځنډنى کوي.
______________________________________________
قافله مجله