په ازموېنه کې بیده!!!

د ازموېنو ورځې بیخي لنډې وې، دا ځل د تېر خلاف پرلپسې ازموېنو رانیولی وم. هر څه بې خونده و، خوب چې ډېرو ته ډېر خوږ دی، له ما څخه د ساعت ثانیه ګر پور کړ ، په هر ټک به مې داسې انګېرله، چې ګواکې د ثانیه ګر ټکراری د امتحان رارسېدو لپاره واټن وهي.

شپې د خوب څخه مرور په کتابونو پروت وم او د ورځې مې هم د کتاب تورو ته زارۍ کولې. زما په ډېرو جرګو اکثره توري ذهن ته راکډه شول، خو ډېری یې لا هماغسې مهاجر پاتې و.

د دوی راتګ لپاره د چکن په کارونو بوخت وم، چې یو ټولګیوال مې مېسج راوکړ. عحیب لیکل یې کړي و، دا چې هغې څه لیکلي و؟ زه یې ډېر هک پک کړم؛ ځکه: ورځ دوه کې ازموېنې وې او دی لیکلي و: ( ذهین ورور ! لومړۍ ازموېنه د څه ده؟ د کتاب نوم ولیکه چې سبا یې واخلم) هک حېران ګونګ ودرېدم. خپله خواري او د هغه بې باکي مې تلله.

د فکر په ټغر ناست مې له ځانه سره وویل: د یوې چینې اوبه څوک په ډېر زیار د زرو او څوک یې په کم زیار د خاورو کنډولي کې څښي، خو ځینې داسې بې باکه به څه کوي، چې له داسې لوښو بشپړ بې برخې دي. د ویاړلو سره د ټيټو توپیر هم په لوښو کیږي او اوبه د لوښي له مخې خوند کوي.

اوبو له خاصیته یو دا هم دی، چې په هر چا او هر وخت بېل بېل خوندونه خپلوي. که وګورئ! د اوبو په خوند دمه لودی دومره نه پوهیږي لکه یو ستړي چې د ښه لوښي لاسته راوړلو لپاره له بدنه اوبه وېستلې وي. هو! دلته لا اوس هم باسواده ناپوهان شته. پخواني کم عقله خو ښه و، چې اسونه به یې به جنګ کې چاغول، اوسني بې شعوره خو د جنګ په ډګر کې د اسونو سودا کوي.

دوی د جنازې په کټ کې د نېکۍ په تمه دي، تر ټولو زیات په دې خواشینی شم، چې همدا مړه به سبا ورځ د ژوندیو واکمنان وي.

د ژوند ننني پېر همدا ډول بڼه خپله کړې، چې ډېر ناخبر او خبر ګډ په یوې موخې پسې ګرځي او پای کې هم یو خبر او بل ناخبره درومي.

لیکنه: محمدخان ذهین

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ