پلونه څه ته وايي؟ Bridges

پل څه دی؟

پل هغه ودانۍ ده چې له يوه ځايه بل ته له فزيکي خنډونو څخه د تېرېدو لپاره رغول کيږي. دا فزيکي خنډونه ښايي اوبه، خوړونه، نور پلونه او يا سړکونه وي. د پلونو ډيزاين د هغوی له کارندتوب، د سيمې، طبيعیت او توکو له څرنګوالي او د پله د جوړېدو لپاره له ځانګړې شوې بودجې سره مخامخ اړيکې لري.

شاليد:

لومړني پلونه په طبيعي ډول رامنځته شوي دي. بشر له لرغونو زمانو راپدېخوا له سيندونو، طبيعي خندقونو، خوړونو او طبيعي خنډونو څخه د تېرېدو لپاره لارې ګودرې لټولې. ډېر پخوا له لرګيو، نباتي اليافو، اوږدو ډبرو او په منځنيو پېړيو کې له خښتو، ډبريونو مسالو او نورو توکو پلونه جوړېدل چې ځينې يې لا هم پر ځای پاته دي. په چين او منځني ختيځ کې د ځينو ډبرينو پلونو بېلګې شته. په اروپا کې له ميلاد څخه کابو ۱۵۰۰ کاله وړاندې روميانو ډبرين کماني پلونه رغولي دي. په يونان کې د ارکډېکو ډبرين کماني پل لا اوس هم پر ځای پاته دی. له پنځلسمې زېږديزې پېړۍ وروسته د پلونو جوړېدو پرمختګ وکړ خو د شلمې پېړۍ په سر کې د فلزي او کانکرېټي پلونو په جوړېدو په دې څانګه کې لا ډېر پرمختګونه وشول.

د پلونو ډولونه: Types of Bridges

پلونه د بېلا ځانګړنو له مخې په ډولونو وېشلای شو. دلته به موږ د هغوی د ودانۍ او موادو د څرنګوالي له مخې سره بېل کړو.

1- ګاډري پلونه–Beam Bridges:

دا د پلونو ساده ډول دی. د دې پلونو اصلي برخې يوه هواره تخته او ستنې دي چې د پله په اوږدو کې ځای پر ځای شوې وي. دا ستنې د پله او د هغه د پاسه بارونه ځمکې ته لېږدوي. دا ډول پلونه ښايي يوه، دوې او يا ډېرې وايې ولري. په دې پلونو کې منځنيو پايو ته ستنې يا (Piers) او د سر پايو ته تکيې يا (Abutments) وايي.

types bridges لوی پلونه اوبو پر سر

دا ډول پلونه له فولادو، کانکرېټو او يا هم لرګيو جوړېدای شي او د پلونو تر ټولو ډېر کارېدونکی ډول دی. د ګاډري پلونو تر ټولو اوږده جوړه شوې وايه ۳۰۰ متره ده. په برازيل کې د (President Costa e Silva Bridge) دا پل له بکس ډوله ګاډرنو رغول شوی دی. د دې ډول پلونو تر ټولو اوږد هغه په امريکا کې د (Lake Pontchartrain Causeway) پل دی چې کابو ۳۸.۴۴ کيلومتره اوږدوالی لري.

2- ترسي پلونه – Truss Bridge:
ترسي پلونه هغه پلونه دي چې د بار اوچتوونکې لوړه برخه يا (Superstructure) يې له ترسونو يا مثلثي نښلوونکو جوړه شوې وي. نښلول شوي (په ځانګړي ډول سيده ولاړ) عناصر د ډيناميکي بارونو د عمل کولو پر مهال کېدای شي د فشار، کشش او يا دواړو له کبله تر تشنج لاندې راشي. د دې ډول پلونو ساده ډيزاين او تحليل د انجينیرانو له لوري په نونسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په سر کې تر سره شوی دی.

3- کانټيلېوري پلونه- Cantilever bridges:
دا ډول پلونه له داسې افقي ګاډرونو څخه جوړيږي چې يوازې يوه خوا يې نښلول شوې وي. په دا ډول پلونو کې جوړه تختې چې له مخامخ لورو د هغه خنډ چې پل ورڅخه تېريږي؛ د منځ خواته غزول کيږي او يو له بل سره نښلول کيږي. د دې پلونو د جوړښت ډول له ګاډري پلونو سره ورته‌والی لري. يوازينی توپير يې دا دی چې دواړه پلونه د واردو شوو قوو په مقابل کې مختلف غبرګون ښيي. تر ټولو ستر کانټېلېوري پل په کاناډا کې د کوېبک پل (Quebec Bridge) چې کابو ۵۴۹ متره اوږدوالی لري.

4- قوسي (لينديز) پلونه-Arch Bridges: دا ډول پلونه د نيمې دايرې په ډول جوړيږي. د هرې ليندۍ په سر او پای کې تکيې وي چې عمودي بارونه په فشاري هغو بدلوي او د ليندۍ په اوږدو کې يې ځمکې ته لېږدوي. دا ډول پلونه د لومړي ځل لپاره يونانيانو له ډبرو او بيا وروسته له خښتو او مسالې جوړ کړل. د مسالې مقاومت، د ليندۍ شعاع او د پله اندازې ته په کتو کېدای شي په هغو سيمو کې چې خاوره يې مناسبه وي؛ د دې پله اوږدوالی تر ۵۰۰ مترونو ورسول شي. په سلوانيا کې د سلکان پل (Solkan Bridge) د ۲۲۰ مترو وايې په درلودلو سره د نړۍ دوهم ستر ډبرين لينديز پل دی. دا پل په ۱۹۰۵ زېږديز کال په اتلو ورځو کې له پنځه زره ټنه ډبرو ورغول شو.
اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو ستر لينديز پل په چين کې د (Chaotianmen) پل دی چې 1,741 متره اوږدوالی لري. د دې پله اصلي وايه 522 متره ده. دا پل په ۲۰۰۹ زېږدز کال کې پرانستل شو.

5- ځړېدلي پلونه -Suspension Bridges:
ځړېدلي پلونه هغه پلونه دي چې تختې يې د کېبلونو په وسيله راځړېدلې وي او کېبلونه بيا په برجونو کې نښلول شوي وي. د دې پلونو لومړني ډولونه له نباتي رسيو او د باڼس له لرګيو جوړ شوي وو. په مډرنو ځړېدلو پلونو کې له پايو څخه فولادي کېبلونه تېريږي او په سرونه يې له پله د باندې په ځانګړو وزنونو يا مېخونو نښلول کيږي. د دې کېبلونو په بېلابېلو برخو د پله تختې راځونديږي. د دې پلونو تر ټولو اوږد هغه يې په جاپان کې د اکاشي‌کېکو (Akashi Kaikyō) پل دی چې کابو 3,909 متره اوږدوالی لري.

6- کېبلي پلونه – Cable-Stayed Bridges: د کېبلي پلونو فکر له ډېر پخوا څخه شتون درلود خو په عمل کې يې پیل ډېر وروسته وشو. د دې ډول پلونو لومړنۍ طرحه په ۱۵۵۹ زېږديز کال کې (نووا ماشينونه) په نامه په يوه خپاره شوي کتاب کې وړاندې شوه. د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال دا طرحه د هغو پلونو لپاره وکارېده چې د بمبار له کبله وران شوي وو خو بنسټونه يې روغ پاته وو.

په کېبلي پلونو کې د پلونو په سرونو يا د وايو تر منځ يو يا څو برجونه جوړيږي او له برجونو څخه په غزېدلو کېبلونو د پله اصلي تخته ځړول کيږي. په دې پلونو کې فولادي کېبلونه ډېر ځواکمن او بدلون منونکي وي. لومړنی ډيزاين شوی کېبلي پل د سي ټي (C. T) له لوري په ۱۷۸۴ زېږديز کال د لوشر پل و او د جوړېدو پیل يې په ۱۷۹۶ زېږديز کې په امريکا کې د يوه ۲۱ متره پله له جوړېدو وشو. د دې ډول پلونو تر ټولو اوږد يې په روسيه کې د (Russky) پل دی چې۱۱۴۰ متره اوږدوالی لري او په ۲۰۱۲ ز کال جوړ شوی دی.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب