Trending

پر کلمې د شاهدي ورکولو شرطونه

په لا اِله اِلا الله شهادت ورکول د یو ستر بدلون نوم دی او هم د یو ستر حقیقت پېژندل، د ځمکې او آسمانونو د پېدا کوونکي، پالونکي، او ځواکمن حاکم پېژندل او پر هغه ایمان راوړل او له ټولو دروغجنو خدایانو انکار، پر هغوی کفر کول او له هغوی نه آزادي؛ که هغه د انساني طاغوتي حاکمانو په شکل وي چې د الله حاکمیت یې غصب کړی او دا یې خپل حق ګڼلی وي، او یا د خټینو بتانو په شکل وي چې له عقله خلاصو انسانانو خپل خدایان ګرځولي، او یا د انساني هوا په څېر چې انساني ژوند یې بې‌خونده کړی او له انسانه یې داسې څلوربولی جوړ کړی چې د ژوند موخه یې یوازې خوراک او د مادیاتو راټولول دي. نو داسې یوه ستره کلمه چې دومره لوی مفهوم او له ځان سره لویه موخه لري، یوازې په ویلو یې دا موخې نه شي تر لاسه کېدای، او ویل یې خپل شرایط لري تر څو یې موخې تر لاسه شي. د کلمې په شاهدي ورکولو لاندې ۷ شرطونه دي:

پر کلمې پوهه:
پر کلمې پوهه د کلمې د نفی او اثبات پېژندل دي، او دا معنا چې د عبادت ټول ډولونه له الله پرته بل چاته نه شي کېدای، او یوازې یو الله ته عبادت کول ثابت دي. له الله پرته هر هغه څوک او شی چې د خدایۍ دعوه لري او یا د خدایۍ په یوه برخه کې ځان شریک وبولي، پر هغوی کفر کول. الله تعالی وایي:
(اِیّاک نعبد و اِیّاک نستعین)
یعنې: یوازې ستا عبادت کوم، او یوازې له تا مرسته غواړم، او له تا پرته د هیچا نه عبادت کوم او نه مرسته ترې غواړم. نو د کلمې ویونکی باید د کلمې پر دې مفهوم پوه وي. الله تعالی وایي:
(فاعلم أنّه لا اِله اِلا الله واستغفر لذنبک)
یعنې: پوه شه چې له الله پرته بل هېڅ حقیقي معبود او اِله نشته، او د خپلو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه. او الله تعالی وایي:
(اِلّا من شهد بالحق و هم یعلمون)
یعنې: پرته له هغو کسانو چې پر دغه کلمې یې په ژبه شاهدي ورکړه او په زړه کې یې په مفهوم او معنا پوهېدل.
همدارنګه عثمان رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
(من مات و هو یعلم أنّه لا اِله اِلّا الله دخل الجنة)
یعنې: څوک چې مړ شو او د کلمې په مفهوم پوهېده، نو جنت ته به ننوځي.

پر کلمې یقین:
پر کلمې یقین دا معنا چې د کلمې ویونکی دې د کلمې پر حقانیت پوره او کلک یقین ولري او په دې اړه یوه ذره شک هم ونلري. الله تعالی وایي:
(اِنما المؤمنون الذین آمنوا بالله و رسوله ثم لم یرتابوا و جاهدوا بأموالهم و أنفسهم فی سبیل الله أولئک هم الصادقون)
یعنې: مؤمنان هغه خلک دي چې پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي، او بیا پر خپل دغه شهادت شک نه کوي، او د الله په لار کې په مال او ځان جهاد کوي، همدغه ډله خلک رښتیني دي.
همدارنګه ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
(أشهد أن لا اِله اِلا الله، وأني رسول الله، لا یلقى الله بهما عبد غیر شاک فیهما اِلا دخل الجنة)
یعنې: شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل د عبادت وړ حقیقي معبود نشته، او زه د الله رسول یم، الله به له هغه بنده سره مخامخ نه شي چې په دې کلمه یې شک نه وي کړی، مګر دا چې جنت ته به یې ننباسي.

اخلاص لرل:
له کلمې سره اخلاص لرل دا معنا چې ټول اعمال یې له ښکاره او پټ شرک نه پاک وي او په خالص نیت سره یوازې د یو الله جل جلاله لپاره سر ته ورسېږي. الله تعالی وایي:
(ألا لله الدین الخالص)
یعنې: خبر اوسئ چې د الله لپاره یوازې خالص دین او عبادت د منلو وړ دی. او هغه دین نه مني چې له الله سره په کې نور ګډ وګڼل شي. الله تعالی بل ځای کې وایي:
(و ما أُمروا اِلا لیعبدوا الله مخلصین له الدین)
یعنې: او موږ امر نه وو کړی، مګر دا چې د الله داسې عبادت وکړي چې په دین کې الله ته اخلاص ولري.
ابوهریرة رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
(أسعد الناس بشفاعتي یوم القیامة، من قال لا اِله اِلا الله خالصا من قلبه)
یعنې: د قیامت په ورځ به هغه کسان زما په شفاعت نیکمرغه شي چې کلمه د زړه له تله په اخلاص سره ووایي.

رښتینې ګڼل:
د کلمې رښتینې ګڼل دا معنا چې دا کلمه په ژبه داسې وویل شي چې زړه یې رښتینې وګڼي. داسې نه چې په خوله یې ووایي، او زړه یې خوله دروغجنه وګڼي. الله تعالی د منافقینو په اړه وایي:
(اِذا جآءک المنافقون قالوا نشهد اِنک لرسول الله والله یعلم اِنک لرسول الله والله یشهد اِن المنافقین لکاذبون)
یعنې: کله چې منافقان درته راشي، نو وايي: موږ شاهدي ورکوو چې ته د الله رسول یې. الله خو پوهېږي چې ته د الله رسول یې، او الله شاهدي وایي چې منافقین په خپل شهادت کې دروغجن دي. ځکه دوی کلمه په ژبه وايي، خو په زړه یې نه مني. الله تعالی وایي:
(الم أحسب الناس أن یترکوا أن یقولوا آمنا و هم لا یفتنون و لقد فتنا الذین من قبلهم فلیعلمن الله الذین صدقوا و لیعلمن الکاذبین)
یعنې: الف لام میم. آیا خلک ګمان کوي چې د ایمان کلمه به ووایي او موږ به یې نه آزمایو؟ موږ له دوی مخکې خلک هم آزمایلي وو، نو الله پوهېږي چې د کلمې په شهادت ورکولو کې څوک رښتیني او څوک دروغجن دي.
همدارنګه معاذ بن جبل رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
(ما من أحد یشهد أن لا اِله اِلا الله و أن محمدا رسول الله صدقا من قلبه اِلا حرمه الله علی النار)
یعنې: هېڅوک به پر کلمې داسې شاهدي ورنکړي چې په زړه کې یې رښتینې وګڼي، مګر دا چې الله تعالی به یې پر اور عذابول حرام کړي.

له کلمې سره مینه:
له کلمې سره مینه دا معنا چې د کلمې ویونکی به له الله، رسول الله، اسلام، د اسلام اوامرو او حدودو، مسلمانانو او له اسلام سره تړلو ټولو شیانو سره مینه کوي، او د دې پر ضد له هر شي نه به کرکه کوي لکه: شرک، کفر، بدعت، ګناهونه، کفار، د دین دښمنان او داسې نور. الله تعالی وایي:
(و من الناس من یتخذ من دون الله أندادا یحبونهم کحب الله والذین آمنوا أشد حبا لله)
یعنې: او له خلکو ځینې یې له الله پرته نور د الله په څېر شریکان نیسي او له هغوی سره د الله په څېر مینه کوي، خو مؤمنان بیا له الله سره ډېره مینه لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي:
(ثلاث من کن فیه وجد حلاوة الاِیمان: أن یکون الله و رسوله أحب اِلیه مما سواهما، و أن یحب المرء لا یحبه اِلا الله، و أن یکره أن یعود فی الکفر کما یکره أن یقذف فی النار)
یعنې: په چا کې چې دغه درې ځانګړنې وي، نو هغه به د ایمان خوږوالی ومومي: دا چې له الله او رسول الله سره له هر چانه زیاته مینه ولري، او له چا سره مینه ونه کړي مګر د الله لپاره، او کفر ته ورګرځېدل دومره بد وګڼي لکه اور ته لوېدل.

د کلمې تابعداري:
د کلمې ویونکی به د شرعي احکامو منونکی، هغو ته تسلیم او د اوامرو سرته رسوونکی وي. الله تعالی وایي:
(و أنیبوا اِلی ربکم و أسلموا له)
یعنې: د الله لوري ته را وګرځئ او هغه ته تسلیم شئ، یعنې اوامر یې ومنئ. الله تعالی وایي:
(و من أحسن دینا ممن أسلم وجهه لله و هو محسن)
یعنې: د چا دین غوره دی له هغه نه چې خپل مخ یې د الله لور ته ګرځولی وي، هغه ته تسلیم وي او نیکي کوونکی وي.

د کلمې منل:
د کلمې ویونکی به په خوله او زړه دا کلمه مني. الله تعالی د پخوانیو امتونو د هلاکت لامل د کلمې نه منل ګڼي. الله تعالی وایي:
(ثم ننجی رسلنا والذین آمنوا کذالک حقا علینا ننج المؤمنین)
یعنې: همدارنګه مو رسولان او د کلمې منونکي یعنې مؤمنان وژغورل، او همداسې د مؤمنانو ژغورل پر موږ حق دي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب