پر ځوانانو د ټولنيزو شبکو ناوړه اغېزې

د ډيرو تنکیو ځوانانو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې بې له تلپاتې حضوره ژوند هېڅ مانا نه لري او د دوی زیاترو ته په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مجازي شخصیت د دوی تر واقعي شخصیت ډیر ارزښت لري. له نړۍ او د خپلو شاو خوا پېښو بې خبره ځوانانو ته په مجازي نړۍ کې د دوی انځورونه اوس ډیر ارزښت لري. دا اوس یوازي په یوه ټولنه پوري اړه نه لري.
د یوې څیړنې پر اساس، تنکي ځوانان په هرو لسو دقیقو کې یو وار خپل وټس اپ ته ورځي او په هرو شلو دقیقو کې دوی پر فیسبوک باندي خپلې ليکنې تعقیبوي. له دوی څخه بله ټولنیزه شبکه یاني انسټاګرام هم پاته نه وي او په دې شبکه کې هم خپل وضعیت تعقیبوي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا ځوانانو ته د ټولنیزو شبکو زیان او ضرر یوازي د وخت تېرولو او له زده‌کړو د لرې‌والي په بیه تمامیږي؟ کارپوهان په دې باور دي چې په ټولنیزو رسنیو کې تر حد ډیر وخت تېرول د دوی د طلايي وخت پر ضایع کېدو سربیره نور ډیر پراخ زیانونه هم لري.

په پوهنتونو کې نوي څانګې او پوهنځي
د ټولنيزو رسنيو تر حد زیات کار د دې سبب ګرځي چې څیړونکې د دې کار د خرابو عواقبو په هکله تر پخوا ډیر حساس شي. د ځیرک ټېلېفونونو یا سمارټ فون او یا هم د ټولنیزو رسنیو تر حد زيات کارولو له امله د رامنځته کېدونکو احتمالي زیانونو او عواقبو د څیړلو په موخه اوس په ځینو پوهنتونونو کې نوي پوهنځي رامنځته شوي دي. له ټولنیزو رسنیو سره ژوند او یا په ټولنیزو رسنیو کې د ژوند زیاتره عواقب او زیانونه لا تر اوسه پوري په کافي اندازه نه دي روښانه شوي.
د ځیرک ټېلېفونونو ډېر کارول او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د ډیر حضور له امله د انسان د حواسو او یا د دې کار له امله رامنځته کېدونکې بدې پایلې کومه نوې موضوع نه ده. خو د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول او خطرونه یې هم تر دغي پدیدې پورې نه محدودیږي.

په ټولنیزو رسنیو روږدېدل
له هغه وخت راهیسې چې ځیرک ټېلېفونونه د انسان ژوند ته داخل شوي، ښايي ډېرې کمې داسې موضوع ګانې ولیدل شي چې د هغې له پاره ټېلېفوني پروګرامونه یا اپلیکیشنونه نه وي جوړ شوي. له همدې امله ځیرک ټېلېفونونه اوس د انسان د ژوند یو له مهمو وسایلو څخه دی. دغه څه د ځوانانو په هکله ډیر رښتیا کېږي او همدغه کار د دې سبب ګرځي چې یو څوک د ځیرک ټېلېفون او یا ټولنیزو شبکو معتاد شي.
د ټېلېفون د رامنځته کېدو تر ټولو مهم اړخ له نورو خلکو سره د اړیکو ساتل دي. په اوس وخت کې د ټولنیزو شبکو او یا هم د ټېلېفونونو له لارې له خلکو سره اړیکې نیول تر بل هر وخت ډیر اسانه شوي دي. همدغه موضوع هم د ټېلېفونونو او یا د ټولنیزو شبکو د معتاد کېدو یو له عواملو څخه دي.
د ټولنیزو شبکو له لارې د اړیکو اصلي او محوري موضوع د تولید او مصرف رابطه ده او دغه تناسب یې څه نا څه ګډوډ کړی دی. د ټولنیزو شبکو کاروونکي د کارونې ترڅنګ کولای شي چې یوه موضوع یا خبر تولید هم کړي. د ځوانانو له لوري د خبرونو او موضوع ګانو تولید په اصل کې د ټولنیزو رسنیو ښکاره او پټو زیانونو ته زمینه برابروي. یو څوک کولای شي چې یوازي په یوه کلیک سره یوه لیکنه، انځور او یا ویډیو نشر کړي. خو ستونزه د انټرنېټ حافظه ده او ویل کېږي چې په انټرنېټ کې د یوې موضوع تر خپرېدلو وروسته دغه څه په بشپړه توګه نه له منځه ځي او نه له یاده وځي.

د ځوانانو پر چلند د ټولنیزو شبکو مستقیم اغیز
په فلوریدا کې څیړونکو د سلو ځوانانو څخه تر پوښتنو او سروې وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي چې ټولنیزي شبکې له دوو لارو کولی شي چې د ځوانانو پر چلند باندې اغیز وکړي. په ټولنیزو شبکو کې د ځوانانو د وخت تېرولو اندازه ممکن د دې سبب وګرځي چې همدغه کسان پر نورو موضوع ګانو سربیره ان د دوی په تحصیل، له والدینو، خپلوانو او ان دوستانو سره د دوی پر اړیکو او چلن او یا ځینو نورو مهمو موضوع ګانو ته کافي وخت ور نه کړي. دغه راز کارونه د دې سبب هم ګرځي چې د ځوانانو په شخصیت او د دوی په کړو وړو کې پراخ توپير راشي. پر دې سربیره کارپوهان په دې باور دي چې د ټولنیزو شبکو ډیر کارول ممکن د یو کس پر روح او اروا او حتا شخصي ژوند باندي ډیر ژور اغېز ولري.

د کورنۍ او ښوونکو مسوولیت
تر هغه پورې چې والدین د خپلو ماشومانو په ژوند باندې د ټولنیزو شبکو او یا ځیرک ټېلېفونونو د رول او ارزښت په هکله ونه پوهېږي، دوی نشي کولای چې خپلو ماشومانو او اولادونو ته د ټولنیزو شبکو له امله د ممکنه رامنځته کېدونکو خطرونو او ناوړه پایلو په هکله معلومات ورکړي او یا دوی ته د ټولنیزو شبکو د سمي کارونې په هکله لارښوونې وکړي. د دې کار لپاره والدین باید په ټولنیزو شبکو کې حضور ولري او د دغو شبکو ظرفیت، رول او له امکاناتو ځانونه خبر کړي.
ښوونکي هم کولای شي چې د ټولنیزو شبکو د ممکنه خطرونو او بدو پایلو په هکله ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دې برخه کې مهم رول لري. دلته موضوع د ټولنیزو شبکو د کارولو منع کول نه دي، بلکي موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د حضور له امله خطرونه او بدې پایلې دي.

لیکنه: ت. ګ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب