پروټسټا (Protesta)

 په دې ابتدايي ژونديو موجوداتو کې پروتوزوا او الجي شامل دي. ددې ژونديو موجوداتو ډېر غ＀ تاثير چې پر انسان يې لري، د ناروغيو د توليدولو خاصيت دی. همدارنګه د اهلي حيواناتو ناروغي منځته راوړي او کله چې د ناروغ حيوان غوښه وخوړل شي ناروغۍ يې انسان ته لېږدول کېږي.

د ناروغيو له ډولونو څخه چې دا موجودات يې توليدوي، کولی شو د افريقايي خوب، ملاريا، اميبايي نسخوږي او نس ناستې نومونه واخلو. ځينې پروتستا ګټور هم دي، د بېلګې په توګه: د اهلي حيواناتو بدن د سلولوز د هضم او جذب قابليت نه لري.

ځينې پروتستا د يوځای اوسېدنې (Symbiosis) په بڼه د غوايانو د هاضمې په سېستم کې ژوند کوي چې سلولوز پر جذب وړ موادو بدلوي. همدارنګه ملاريا يوه ډېره خطرناکه انساني ناروغي ده، چې عامل يې د پروتستا مربوط د پروتوزوا يوه نوعه (پلازموډيم) دی. د ملاريا د ناروغۍ عامل (پلازموډيم) د ښځينه انافيل ماشي په واسطه له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته لېږدول کېږي.

ددې ناروغۍ نښې: له 40 درجو سانتيګرډې څخه لوړه د لړزې تبه، خوله (عرق) او د وينې کموالي څخه عبارت دي. په اوولسمه پړېۍ کې د ُکنين (Quinine) په نامه کيمياوي ماده د يو ډول ونې )وله يعنې بيد( له پوستکي څخه اخېستل شوې ده. ددې ناروغۍ د درملنې لپاره ورڅخه کار واخېستل شو.

ددې ناروغۍ وقايه، د انافيل د ماشي له منځه وړل دي ځکه دا ناروغي د انافيل د ښځينه ما شي په واسطه خپريږې. چې دا کار د حشره وژونکو درملو په شيندلو د ځينو حيواناتو په روزنه لکه: د ګمبوزيا کبان چې د ماشي له لاروا څخه تغذيه کوي او نورو په واسطه کمېدلی شي. همدارنګه د اړتيا په صورت کې د لازم درملونو خوړل.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب