پردی مزدور سهار وختي پاڅېږي

د ملا له اذان سره یې سم زوړ ماډل چراغ لرونکی موبایل هم وشرنګېد. په ښی اړخ واوښت. د شهادت کلمه یې درسته کړه. موبایل ته یې لاس ور وغځاوو، د کنسل بټنې ته یې په پټو سترګو فشار ورکړ. په ذهن کې یې د چوک ګن شمېر ګارګران او ګڼه ګوڼه را تېرل شول.
د خوب له ځایه پورته شو، د کوټې له کونجه یې د ګرمو اوبو ژېړه بوشکه، چې بېګا یې په جای نماز کې پټه کړې وه را واخیسته.
د اوداسه لپاره یې ترې ګوزه ډکه کړه، د اوبو له خوړ، خوړ سره یې مېرمنه هم را ويښه وشوه، سړیه ماته به دې غږ کړی و، چې د اوداسه اوبه مې درته ته تیارې کړې وای، سړي غږ ونه کړ، له کوټې ووت.
بېرون یخ باد چلېدو، د شپې لږ څه پرخه هم شوې وه.
سړي له ځانه سره وویل، لکه، چې سږ کال هم د تېر کال په څېر وچکالي ده، په سر او څنګلو یې مسحه وکړه، پر برنډه یې د سیمنټو پر ځای وړې وړې شګې اچولې وې، تر دهلېزه پورې د ګوتو په سرونو راغلو، لږ شېبه پر جای نماز کیناست، د کوټې له کړکۍ لږ څه رڼا را ولوېده، سړی په لمانځه ودرېد، مېرمنې یې له اودس کولو مخکې پر ګاز ډبې باندې توره چای جوشه کېښوده، له لومنځ کولو ورسته سړی همداسې په جای نماز ناست و او خپلو چورتونو په مخ کړی و.
لږ شېبه ورسته یې مېرمنې ورته په ګېلاس کې تریخ چای او سپوره ډوډۍ کېښوده، سړي وویل، زړه ته مې نه کېږي خو، مېرمنې یې خبره ور پرېکړه، د زړه په زور یې وخوره، کېدای شي نن درته کار پیدا شي، د ډوډۍ تر وخته به بیا وږی شې ډېر وخت دی.
سړي وویل خبرې دې ورو کوه، ماشومان له خوبه وځي، همدایې د پاچاهۍ وخت دی.
هو ریښتیا د جومات د ملا پیسې مې هم نه دي ورکړې، له خیره که نن چا کار ته بوتلم، د ملا پیسې به هم ورکړم، خو ماشومان هرومرو جومات ته واستوه، مېرمنې یې وویل، د ملا پیسې هم ضرور دی خو، سړي ورته وویل،خو څه؟ مېرمنې یې وویل اوړه هم خلاص دي، ما ویل بسته بوجۍ خو هسې هم نه شو اخیستی، که دوه منه هم را وړې ښه به وي.
سړي غږ ونه کړ د کار د کالیو کڅوړه یې ور سره واخیسته، مېرمنې ته یې غږ وکړ، اوو ښځې دروازه را پسې بنده کړه له دې خبرې سره له کوره ووت.
د شپې سخت یخ تېر شوی و، ځمکه ټوله یخ وهلې وه، د سړي د وچو پلاستیکي بوټونو غږ، چې جرابې یې هم نه وې پکې پوښو کړې په کوڅه کې انګازې کولې.
لا هم تیاره وه، په سړک به یو یو موټر تېرېدو، سړي ته یې اشاره کوله، خو سړي به ځان نه پرې پوهولو.
له شلو دقیقو ورسته، د کمپنۍ چوک ته را ورسېد، د څا کيندلو ملګری هارون یې لا وخته د لاسي کراچۍ سره ، چې د څاه څرخ او ډولچې پکې اېښې وې ځان د چوک سرته رسولای و، له جمال سره یې روغبړ وکړ، دواړوو ځانونه پېچلي و، د چوک پر سر د تاو شویو بلوکو پر څنډه کېناستل، خبرې یې نه کولې، دواړه خپلو چورتونو په مخه کړي وي، د جمال په غوږونو کې یې د مېرمنې د خبرې، چې که یو دوه منه اوړه هم را وړې ښه به وي انګازې کولې، د کور د کرایې او د بريښنا د بېل وخت هم په پوره کېدوو.
په ښار کې ورو ورو ګڼه ګوڼه زیاتېدله، د ژمي په را رسېدو سره ساختماني کارونه هم ټول په ټپه ولاړ و، جمال له خپلو زنګنونو سر را پورته کړ، یاره هارونه، هغه اوړی ښه وو، په څاګانو کې اوبه کمې وې، زموږ کارونه هم ور سره ښه و اوس، چې ژمی دی په څاګانو کې هم اوبه زیاتې شوې دي، بل دا چې په نویو کورونو کې اوس څوک څاګانې هم نه وهي دې برمو مو کار را خراب کړ، زه خو وایم، هسې مو کوم بل کارته مخه کړې وای، هارون سوړ اسوېلی وویست، بل کار! هغه نه ګورې، په یوه موټر شل کسان ورټول دي.
هارون وویل خدای دې پر ټولو رحم وکړي، له څا کنۍ مو هسې هم بل څه نه دي زده ، خدای ته به صبر کو، د دې حکومت په راتلو سره خو مو هر څه له لاسه ورکړل، هغه مخکې خو ښه وو، په څومیاشتو کې به یوه ورځ هم نه بېکاره کېدلو، اوس خبره ټوله سر چپه ده، په ټوله میاشت کې ایله راته یو ځل کار پیداشي.
د غرمې دولس بجې شوې، خو هارون او جمال همداسې سترګې په لاره ناست و.
کوچني ماشوم چیغې وهلې، بولاني واخلئ ، بولاني ، کورني بولاني، جمال د سترګو تر کونجونو ورته کتل، هارون ورته وویل، که وږی شوی وې یو دانه به درته واخلم، هارون وویل نه زړه ته مې نه کېږي، هسې به هم اوس کور ته ځو.
څو شېبې نور هم ناست و.
څوک پیدا نه شول، چې د کار لپاره یې بوزې، جمال یې خپله خلته ور سره واخیستله، د هارون په اوږه یې لاس کېښود، سوړ اسوېلی یې وویست، زه ولاړم، سر یې ښکته اچولی و او روان شو.
هارون یې هم خپله کراچۍ د کور پر لور روانه کړه.
جمال په دې فکر کې و، چې خپلو ماشومانو او مېرمنې ته به څه ډول ګوري او د بېګا لپاره به په کور کې ډوډۍ وي که نه، ماشومه لور یې د دروازې په مخ کې په لوبو بوخته وه.
د پلار په څېره کې یې خفګان له ورایه ښکارېدو، لور یې ترې وپوښتل، پلاره ولې خفه یې؟
پلار یې ورته وویل نه نه یم خفه ولې دې دا پوښتنه وکړه؟
لور یې وویل زه پوه شوم ځکه، خی څه وخت ډېر خوشاله وې؟
پلار یې ورته وویل کله، چې ستا پر شونډو خندا خوره وي.
لورکۍ یې بیا پوښتنه وکړه، خی څه وخت ډېر خفه وي، پلار یې ور غبرګه کړه کله، چې خالي لاس کور ته راشم، لور یې د خپل پلار له پښو لاسونه تاو کړل او ورته وویل پلار! کله، چې خالي لاس کورته راتلې زه به درته خاندم تر څو ته خوشاله وې.

لیکوال: حمیدالله حمیدي–

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب