پام مو وي چې له چا سره ناسته پاسته کوئ!
۱:- څوک چې د نابالغو هلکانوسره کيني ، غفلت او بې اعتنايي پکې زياتيږي.
۲:- څوک چې د بادشاهانو سره کيني پاڅي ، تکبر پکې راځي او زړه يې سختيږي.
۳:- څوک چې د بډايانوسره ناسته پاسته کوي ، تمه اود مال حرص به پکې زياتيږي.
۴:- څوک چې د مېرمنو سره ناسته کوي ، په هغه کې جهالت کم عقلي او مېرمنو ته ميلان زياتيږي.
۵:- څوک چې ددين د عالمانوسره کينې پاڅي الله جل جلاله به يې په علم او تقوى کې زياتوالى راولي.
۶:- څوک چې د مسکينانو سره وي الله جل جلاله به پکې په خپلې برخې اونصيب رضا او شکر وېستل زيات کړي.
۷:- څوک چې د فاسقانو سره ناسته پاسته کوي ، په ده کې د توبې اېستلو سستي او په ګناهونو جرئت زياتيږي.
۸:- څوک چې د الله جل جلاله دنېکانو بندګانو سره صحبت اختيار کړي نېکيو ته پکې رغبت اود بدکارونو نه پکې نفرت زياتيږي.