ټکی کامه (؛) څه شی او چېرې کارول کېږي؟ | لیک نښې
ټکی کامه (؛) :
دا نښه د زیاتې وقفې لپاره او د هغو کلمو په پای کې راځي چې راتلونکې کلمه یې ټينګاري، تاکیدي او یا ډېره اړینه وي او یا د هغو دوو جملو ترمنځ او یا د هغو مرکبو جملو په منځ کې راځي چې یو له بله سره تړلې وي.
لکه: زما او ستا ترمنځ غماز وجود نه لري؛ خو مور او پلار اجازه نه را کوي.
لکه: اولس له ولسمشره خوابدی دی؛ ځکه چې په وعدو یې وفا ونه کړه.
لکه: که هر څومره مال او دولت ولرې؛ مرګ به ووینې.