ټولنیزې رسنۍ د طلاق له سترو سببونو څخه!
ټولنیزې رسنۍ (سوشل میډیا) په اروپایي هیوادونو کې د ښځې او خاوند ترمنځ د ستونزو په رامنځته کولو کې زیاتوالی راوستی چې په اوسط ډول د طلاق په ۷ قضیو کې یو قضیه د سوشل میډیا او په خصوصي ډول د فیسبوک له امله رامنځته کیږي.
په استرالیا کې یو حقوقي ادارې د مؤکلینو پر مټ څېړنه ترسره کړې چې له مخې یې، سکایپ، ټوېټر، واټس ایپ، فیسبوک او نور ټولنیز ویب سایتونه د ښځې او خاوند ترمنځ د سترو ستونزو لامل ګڼلي، ددغه موکلینو په څېړنو کې راغلي، پنځه کاله وړاندې د ښځې او خاوند ترمنځ د ستونزو په لړ کې د فیسبوک او ټوېټر نوم ځای نه درلود خو اوس دا ډېره عادي شوې.
ددغه ادارې په څېړنه کې له دوه زرو زیاتو واده کړو جوړو سره خبرې شوي چې له مخې یې سړی پوهیږي چې د خاوند او ښځې ترمنځ د ستونزو د راټوکېدو لامل په سوشل میډیا کې د یو بل څارنه ده، چې خاوند یې او یا یې ښځه، له چا سره اړیکه لري؟ څوک دی چې دی غواړي ورسره دوستي وکړي؟ او دې ته ورته نورې خبرې.
پدغه څېړنه کې ځينو خلک دا هم ویلي چې د فیسبوک او نورو ټولینزو رسنیو له امله په اونۍ کې یو ځل سره د دوی ترمنځ خبره تر جنګ هم رسیږي.
خو اوولس فیصده خلکو یې بیا ویلي چې سوشل میډیا د دوی ترمنځ د هرې ورځ د جنګ لامل ګرځېدلې.