ولې یو پلار خپله یوټيوبره لور ووژله؟

طیبه العلي هغه عراقۍ ده چې پر یوټيوب د خپل ژوند په اړه د بېلابېلو ویډيوګانو د خپرولو له کبله مشهوره وه. دا ۱۷ کلنه وه چې په ۲۰۱۷ کې له عراقه ترکيې ته وکوچېدله او هماغه وخت يې پر دې خواله رسنۍ ځان ته چېنل جوړ کړ.

طیبه العلي:

طیبه العلي به کله د خپل ازاد ژوند په اړه خبرې کولې، کله د خپل کوژدن او کله به یې د مېک اپ یا سېنګار په څېر د عام ژوند چارو باندې ویډيوګانې جوړولې او خپرولې. هغه خوشاله ښکارېده او په لنډه موده کې یې د زرګونو کسانو پام ځان ته ورواړاوه او د دې چېنل یې خوښ کړ.

د ميلادي کال تېرې جنورۍ میاشت کې د خپلې کورنۍ لیدو ته عراق ته لاړه خو هماغه یې وروستی تګ شو او پلار یې ووژله. خو پلار ته یې يوازې شپږ میاشتې د بند سزا ورکړل شوه ځکه چې د هغې وژل کېدل “له مخکې طرحه شوی پلان” ونه بلل شو.

خو د هغې وژل کېدو او د “پت په نوم وژنو” قانون پر ضد یې د عراقیانو قهر او اعتراضونو راوپارول. احتحاج کوونکو په دې محافظه کاره ټولنه کې له ښځو سره کېدونکی چلند ووننګاوه.

د خوب پر مهال يې مرۍ د خپه لاندې کړای شوه

د طیبه یوټيوب چېنل تر شلو زرو ډېرو کسانو سبسکرایب یا خوښ کړی دی او د هغې تر وژل کېدو وروسته دا شمېر لا په چټکۍ لوړ شوی.

هغې هره ورځ په دې اړه ویډيوګانې جوړولې چې په ترکیه کې يې نوی ژوند څنګه روان دی او دا څومره خوند ترې اخلي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې هغه په خپله لومړنۍ ويډيو کې وايي، له دې کبله له عراقه ترکیې ته کډه شوه چې لا نورې زدکړې وکړي خو هلته د پاتې کېدو پرېکړه یې ځکه وکړه چې په ترکيه کې ژوند کولو خوند ورکړ.

خو د رپوټونو له مخې د هغې پلار طیب علي نه په ترکیه د طیبې له پاتېدو پرېکړې سره جوړ و او نه یې هم خوښېدل چې هغه دې له خپل سوريايي کوژدن سره واده وکړي. طیبه په استانبول کې له هغه سره اوسېدله.

داسې باورونه شته چې کله طیبه په تېره جنورۍ کې د عراق دیوانیه ته د خپلې کورنۍ لیدو ته ورغله نو هماغلته له کورني جنجال سره مخ شوه.

رپوټونه وايي، دا ویده وه چې پلار یې د جنورۍ پر ۳۱ د هغې مرۍ تر هغه خپه کړه چې ساه یې وختله. طیب علي وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړ او د شپږ میاشتېني لنډمهاله بند سزا ورکړل شوه.

د “پت په نوم” وژنې، اعتراضونه او قانون

د عراق د کورنیو چارو وزارت د تحلیل له مخې، د “غیرت” په نوم د کورنۍ غړو تر منځ جرم او تاوتریخوالي ته د سزا په ورکړه کې د جزا قانون یو لړ تخفیف یا کمښت ته قایل دی.

د بېلګې په توګه د عراق د جزا قانون په ۴۱ ماده کې راځي، “که یو مېړه خپلې ښځې ته سزا ورکړي او یا مور او پلار خپلو ماشومانو ته د ادب ښودلو لپاره د ټاکل شوي حد په پام کې نیولو سره جزا ورکړي، نو داسې کول یې قانوني حق دی”

همدا راز په ۴۰۹ ماده کې ویل شوي، “که کوم څوک خپله ښځه په زنا یا جنسي اړیکو ونیسي او یا یې له خپل عاشق سره په کټ کې وویني او دواړه یا یو یې هماغلته ووژني، یا داسې تاوتريخوالی ورسره وکړي چې په ترڅ کې يې هغه ووژل شي او یا د تل لپاره له خوځښته وغورځي نو دا عمل ترسروونکی د داسې بند مستحق دی چې موده یې تر درو کلونو ډېره نه وي”

د طیبې د وژلو کيسې په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې روان تاوتريخوالي او پر ضد یې شته قوانینو ته د ډېرو پام ور اړولی دی.

د طیبې تر وژلو وروسته سلګونه ښې د عراق واټونو ته ووتلې او د “پت په نوم وژنو” قانون پر ضد یې اعتراضونه وکړل.

د طیبې وژل کېدو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د عراقیو ښځو او د مېرمنو حقونو فعالانو تر منځ بحثونه راپورته کړي چې ګواکې په دغه هېواد کې له ښځو او نجونو سره څه وړ تاوتريخوالی کېږي او خونديتوب ورته نه شي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال سعد من بي بي سي ته ویلي، “طیبه العلي له یوې ناڅاپي پېښې سره مخ شوې. د قانون له مخې دا که یو خوا جنايي پېښه ده نو بل پلو د غیرت په نوم وژنه ده”

جنرال من وايي، طیبې په عراق کې له خپل پلار سره له کرکې ډک بحث کړی و او د هغې تر وژل کېدو یوه ورځ مخکې پولیسو په قضيه کې د ښکېدلېدو هڅه هم کړې وه.

کله چې ښاغلی من وپوښتل شو چې د دې وژنې په اړه مسولې ادارې څه کوي نو ځواب یې و، “امنیتي چارواکي په لوړ معیار او مسلکي‌توب سره دا قضیه څاري او قانون به پلی کوي. اوس قضايي تحقیق پيل شوی، ټول شواهد راټول شوي او محکمې ته سپارل شوي چې په اړه یې سزا واورول شي”

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په غونډه نړۍ کې هر کال پنځه زره ښځې او نجونې د خپلو کورنیو له لوري د “پت” یا “غیرت” په نوم وژل کېږي.

خو ګڼو نورو ته دا د هغو زرګونو مېرمنو او نجونو له ډلې یوه ښکاري چې له دا ډول پېښو سره مخ کېږي خو کیسه یې پټه پاتې کېږي.

  • Author, جېم اورېلي
  • دنده, ډيجيټل رپوټر
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب