ولې په نړۍ کې اوس هم په زیاته اندازه غلامان شته او څنګه؟
د فري ډي سلېوز ادارې د معلوماتو له مخې، اټکل شوې چې په ټوله نړۍ کې اوس هم له ۲۱ څخه تر ۳۶ میليونه کسان غلامان دي.
دا معلومات پرون د غلامۍ پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځې په پار خپاره شوي دي.
په ورته وخت کې راپور په ډاګه کړۍ، چې د غلامۍ له لارې د کال یونیم سل میلیارده ډالره ګټه انساني قاچاق وړونکو ته په لاس ورځي.
د غلامانو له ډلې ۷۸ سلنه قربانيان مزدور غلامان دي او ۲۲ سلنه يې جنسي غلامان دي.
له هغه وروسته چې ۱۵ کاله وړاندې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه نړېواله موافقه لاسليک شوه، د عصري غلامۍ ټکی د انسانو د قاچاق، جبري مزدوري، په پور کې بند پاتې کېدل، جنسي قاچاق، جبري ودونه او نور د غلامۍ په شان د استثمار لپاره کاريږي.